
روسیې د امریکا یوه ټولنیزه پاڼه بلاک کړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا ټولنیزه پاڼه لینکډ ان «linkedIn» په روسیه کې بلاک شوه.
د راپورونو سره سم دغه شبکه د روسیې د تازه تصویب شوي قانون پر اساس بلاک شوه، د کوم له مخي چې ټولنیزو پاڼو ته اجازه نه ورکول کیږي چې د روسي اتباعو شخصي معلومات له هیواده بیرون ثبت شي.
ددغه قانون د تصویب پر مهال ویره څرګنده شوې وه چې د روسي اتباعو شخصي معلوماتو څخه به امریکا ناوړه ګټه پورته کوي ځکه باید په روسیه کې ورته پاڼي بلاک شي.
لینکډ ان ټولنیزه پاڼه د کاروبار او دندو په اړه معلومات خوندي کوي او دغه شبکه پر همدې برخه ډیر ترکیز لري چې کارکوونکي چیري او په څه دنده بوخت دي.
د روسیې د مخابراتو د څارني مشر ویلي چې دوی ته د روسي محکمې له لوري د دغه پاڼي د بندولو لپاره رسمي پریکړه رسیدلې.
باید وویل شي چې د امریکا اکثره ټولنیزه پاڼي او پلټنه کوونکي پاڼي په چین کې هم بلاکي دي، او پر ځای یې چینايي ټولنیزي پاڼي او سیرچ انجنونه کاریږي.