افغانستان

له هراته پنځه ویشت بنګالیان خپل هیواد ته ستانه شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): د بنګلدیش پنځه ویشت کارکوونکي چې له تېرو ۹ میاشتو راهیسي په هرات ښار کې بند پاته وه، بالاخیره خپل هیواد ته ورسیدل.

د بنګالي رسنیو د راپورونو سره سم دغه ۲۵ تنه بنګالیانو په هرات کې د فولادو په یوه کارخانه کې کار کاوه ، خو وروسته دغه کارخانه بنده شوه، او دوی هلته بې سرنویشته پاته شول.

دوی ویل چې د امنیتي ستونزو له امله دوی ته ویل شوي وه چې په کارخانه کې دننه پاته شي او بیرون ونه ګرځي او معاش یې هم نه درلود چې له امله یې ژوند له سختو کړاوونو ډک وو او د بندیانو په څېر یې ژوند کوی.

د بنګلدیش د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې دغه پنځه ویشت بنګالیان له ډیرو کړاوونو او دیپلوماتیکو هڅو وروسته خپل هیواد ته را ورسیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x