نړۍ

سعودي: د غرب له مرستې پرته هم د ایران او سوریې په اړه خپل مسؤولیت اداکولای شو

په لندن کې د سعودي سفیر شهزاده محمد نواف بن عبدالعزیز په نيو یارک ټايمز اخبار کې يو مضمون ليکلی، چې پکې يې د ایران او لوديځ تر منځ خبرې اترې خطرناک قمار بللی او ويلي يې دي چې سعودي د لودیځو هيوادو له مرستې پرته هم سیمه کې د امن ټينګولو په موخه د ایران او سوريې په اړه خپل مسؤولیت تر سره کولای شي. شهزاده محمد نواف زیاتوي چې غربي نړۍ يو حکومت ته د خپلې بقا لپاره وخت ورکوي چې د اکسفورډ د راپور پر اساس يې تر یولکو زیات ولسي وګړي وژلي اوبل هيواد ته د يوارنیمو د غني کولو اجازه ورکوي؛ پرته له دې چې نتایجو ته پام وکړي. نواف زیاتوي چې سعودي عرب پرته له دې بل چانس نه لري چې په نړیوالو موضوعاتو کې خپل مسؤولانه رول په جدي توګه ادا کړي. سعودي د سیمې په کچه سیاسي اواقتصادي مسؤؤولیتونه لري او موږ کولای شو چې د لودیځ په همکارۍ او د لودیځ له ملتیا پرته خپل مسؤولیت ادا کړو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x