افغانستان

جرمني ۱۲ نیم زره افغانان له هیواده شړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): جرمني د هغو افغانانو څخه چې د پناه اخیستو غوښتني رد شوي دي، ۱۲ زره او پنځه سوه یې په راتلونکو ورځو کې خپل هیواد ته شړي.

د جرمني هیواد د کورنیو چارو وزارت په کاغذانو کې چې د رسنیو له لوري کتل شوي، راغلي چې د تیري سپتمبر میاشتي پوري ټول ۲۴۷ زره افغانان جرمني ته رسیدلي، چې د هغو څخه پنځه سلنه به یې ډېر ژر بیرته خپل هیواد ته ولیږدول شي.

د حکومت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه کسان په افغانستان کې خوندي ژوندی تیرولای شې او هیڅ ستونزه به ونه لري، ځکه نو دوی باید خپل هیواد ته ستانه شي.

دوی همداراز ویلي چې د نورو افغانانو دوسیې به د مهاجرینو د چارو ادارې له لوري یوه یوه څیړل کیږي تر څو ددوی ژوند ته خطر او امنیت وڅیړل شي او پر اساس یې د پناه ورکولو او نه ورکولو پریکړه وشي.

جرمني ته مهاجر شوي افغانان اکثره په افغانستان کې د امنیت نه شتون بهانه کوي او په دغه هیواد کې د پناه اخیستلو لپاره هلي ځلي کوي.
دوی له ځانونو سره د طالبانو او نورو ډلو له لوري جعلي جوړ شوي ګواښ لیکونه، د بهرنیانو او مهمو شخصیتونو سره انځورونه، او د ورځپاڼو جعلي ټوټې هم ګرځوي تر څو دا ثابته کړي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

ډیره موده مخکي د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته ویلي وه چې طالبان هیڅ یو افغان ته که هغه په هره دنده بوخت وي، ګواښ لیک نه دی لیږلی.

باید وویل شي چې د افغانستان حکومت له مخکي لا د اروپايي ټولني او جرمني سره د مهاجرینو د بیا را لیږدلو موافقه لاسلیک کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x