افغانستان

طالبانو د ملکي تلفاتو درې میاشتنی راپور نشر کړ / بشپړ متن

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د ملکي تلفاتو درې میاشتنی راپور نشر کړی چې په کښي ویل شوي چې ددوی ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې ټول ۲۲۸ «زړه بوږنونکي» پيښي ثبت کړي دي ، چې مجموع ۱۵۸۷ ملکیانو ته په کښي مرګ ژوبله اوښتې.

د راپور په لنډیز کې راغلي چې امریکا او د افغان حکومت په ۱۶۷ پيښو کې لاس لري، طالبانو ۳۲ پيښي، داعش او نامعلومو وسلوالو ۲۹ پيښو کې لاس لري.

په راپور کې ویل شوي چې د روان میلادي کال ۲۰۱۶ په اګست، سپتمبر او اکتوبر میاشتو کې ټول ۶۹۳ بې ګناه هیوادوال شهیدان شوي دي، چې د هغو څخه ۴۶۰ یې د امریکایانو او دولتي ځواکونو له لوري، داعش او نامعلومو وسلوالو له لوري ۱۸۶، او د طالبانو په بریدونو کې ۴۰ تنه وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې په وژل شویو کسانو کې ۷۳ ښځي او ۹۳ ماشومان دي.

نن ټکی اسیا د خپلو کتونکو د لازیاتو معلوماتو لپاره دغه تفصیلي راپور کټ مټ نشر ته سپاري:

 

د ملکی تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات اداره

ګڼه:   ۳۳   : نيټـــه /  ۲۴ / ۱۱ / ۱۴۳۷هـ ق

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او د سمع شکاياتوادارې  د 2016م کال د

(داګست، سپتمبر او اکتوبر مياشتو) راپور:

د روان زږديز کال 2016 په دريو اګست، سپتمبر او اکتوبر مياشتو کې د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات ادارې مجموعه (228) زړه بګنوکې د ملکي تلفاتو پيښې راجستر کړي دي. چې په دې پيښو کې مجموعه موږه (1587) شهيدان او ټپيان لرو.

په دې مجموعه 228 پيښو کې د امريکايانو او د مزدورې ادارې لخوا 167 پيښې ترسره شوي دي.

او د مجاهدينو لخوا 32 پيښې رامينځته شوي دي.

او همداراز د داعش او نامعلومو کسانو  لخوا 29 پيښې رامينځته شوي دي.

په پورتنيو مجموعه پيښو کې 73.24 سلنه امريکايان او د مزدورې ادارې ځواکونه ښکيل دي 14.03 سلنه باندې مجاهدين متهم دي او 12.71 سلنه د داعش او نامعلومه کسانو لخوا شوي دي.

په يادو دريو مياشتوکې زمونږ مجموعه 693بې ګناه هيواد وال شهيدان شوي دي چې په دې شهيدانو کې د امريکايانو او د مزدورې ادارې لخوا (460) عام وګړي د نامعلومو او داعشيانو لخوا (186) کسان او د مجاهدينو په بریدونوکې (40) کسان شهیدان شوي دي.

په دې مجموعه  شهيدانو کې527نارينه ، 73 زنانه او 93 ماشومان شامل دي.

په مجموعه شهيدانو کې 66.37 سلنه د امريکايانو او د ګوډاګۍ ادارې لخوا شوي ،  26.83سلنه کې نامعلومه کسان او داعشيان ښکیل دي او  5.77سلنه د شهيدانو پړه پر مجاهدينو اچول شوې ده.

په يادو 228 پيښو کې زموږ 894عام هيواد وال ټپيان شوي دي. چې له دې جملې څخه (457) د امريکايانو او د مزدورې ادارې لخوا، (397) د نامعلومو او داعشيانو لخوا او (40) د مجاهدينو لخوا ټپيان دي.

په دې مجموعه  ټپيانو کې729 نارينه ، 63 زنانه او102 ماشومان شامل دي.

د افغانستان د اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایات د ادارې د تحقيق په اساس په پورتنيو مجموعي ټپيانو کې 51.11 سلنه امريکایان او مزدوره اداره ښکيل ده ،  44.40سلنه زخميان د نامعلومو کسانو او د داعش د ډلې لخوا شوي او په  4.47 سلنه کې مجاهدين ښکيل دي.

د دغو ارقامو په اساس د دريو یادو مياشتو شهیدانو او تپيانو مجموعي تعداد (1587) کيږي.

د يادولو وړ ده چې په کومو پيښو کې چې د افغانستان اسلامي امارت مجاهدينو متهم بلل شوي دي د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه په هدايت د افغانستان د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې هر اړخيزه څيړنه او پلټنه کړې ده. مجرمينو ته يې د شريعت په اصولو او قوانينو موافق سزا ورکولو لپاره د دوی دوسيې نظامي محاکمو ته محول کړي دي، او په کومو کسانو چې جرم ثابت شوی دی هغو ته يې د شريعت موافق سزا ورکړې، همداراز د متضررينو سره د صلح او تفاهم په لحاظ خپله خواخوږي ابراز کړې ده.

پاتې دې نه وي چې که د دغو يادو دريو مياشتو د ملکي تلفاتو پيښو ته وکتل شي؛ نو په اکثرو کې يې امريکايان او د هغوی پورې مربوط ګوډاګيان او د داعش پورې تړلي خلک ښکيل دي، چې زموږ سره دغه رنګ ټولې پيښې ثبت دي بعضې داسې بګنونکې پيښې دي چې په قصدی توګه امريکايان او د دوی پورې تړلي ځواکونو لخوا پيښې شوې دي او دوی يې پړه هم اخيستې دې چې بعضې داسې پيښې په لاندې ډول

ځينې هغه بوګنونکې پيښې چې امريکايان پکې ښکيل دي.

(۱) پکتيکا: ګډو ځواکونو د چاپې پرمهال ۱۳ تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي

12/08/2016

(زمری۲۲مه، ۱۳۹۵ل) تیره شپه د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي پولیسو په ملتیا امریکایي پوځیانو د میناري په کلي چاپه ووهله او د کلي اکثریت کورونه یې تلاشي کړل، د چاپې پر مهال د خلکو له کورونو قیمتي شیان او نقدي شتمنۍ هم لوټ شوي او عام خلک وهل شوي او شکنجه شوي دي.

د خوشامند ولسوالی د مزدورې ادارې ولسوال ګلاخان افغان وایي چې د کلي سپین ږیرو ورته ویلي چې له وهلو ټکولو او لوټلو وروسته امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ډاکتر وریښمین په کور بمبار هم وکړ چې د ډاکتر وریښمین او د ده د څلورو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه شهیدان شوي دي، د مزدورې ادارې د پکتیکا امنیه قوماندان خلیل الله ضیایي هم منلي چې ۱۳ تنه ملکي وکړي پدې چاپه او بمبار کې وژل شوي.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې له امریکایانو ګیله نشته خو د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیرو هم وهلي، شکنجه کړي او هم یې شتمنۍ ترینه لوټلې ده.

(۲) کندز: د ملي اردو چورلکو د عامو خلکو کورنه بمبار کړي

12/08/2016

(زمری ۲۲مه، ۱۳۹۵ل) د کندز ولایت نه د خپلواکې او ازادې رسنيو خبریال پخپل را استولي خبر کې ویلي چې پرون د دهنه قشلاق په سیمه کې د طالبانو او کوماندو ځواکونو ترمنځ درنې نښتې رامنځ ته شوې، کوماندو ځواکونو غوښتل چې د امام صاحب ولسوالۍ محاصره ماته کړي او د دهنه قشلاق له سیمې طالبان پر شا کړي، خو بریالي نشول درې تنه کوماندویان ووژل شول او درې تنه ټپیان شول همدغه راز طالبانو هم د خپل یو تن ملګري د وژل کیدو خبر ورکړی،
کله چې د کوماندو ځواکونه له جګړې راوګرځیدل د دفاع وزارت چورلکو د دهنه قشلاق په سیمه کې د ملکي خلکو کورونه تر بمبارۍ لاندې ونیول یو شمیر کورونه یې وران او ۱۶ تنه ملکي وګړي یې ټپیان کړل.

(۳) ننګرهار: امريکايانو شپږ تنه ملکيان شهيدان او څلور يې ټپيان کړل

13/08/2016

۱۳۹۵ زمری ۲۳

د ننگرهار ولایت د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې امريکايي ځواکونو په يوه توغندويي بريد کې ۶ تنه ولسي وگړي وژلي دي او ۴ نور یې ټپيان کړي دي.

باندر کې وژل شوي کسان محمد زمين او نياز مين د نظر مير زامن، صحبت خان او ماموند د شالي زامن، فواد د صحبت خان زوی او محمد ايوب د سلطان مير زوی دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړی او قومي مشر محمد علي باندر وايي، په دې وروستیو کې په ننګرهار کې مېشتو بهرنیو ځواکونو پر وسله والو د کروز توغندیو بریدونه پیل کړي، چې په کې زیات ملکي وګړي وژل کیږي.

سرنوشت ورځپاڼې د ځايي خلکو له خولې ليکلی، چې دغه توغندي سيمه کې د امريکايي ځواکونو له يوه مرکزه باندر کې پر کورونو توغول شوي دي چې له امله يې عامو خلکو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار چارواکي تاييدوي، چې امريکايي ځواکونو په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پر هغوی د کروز توغنديو بريدونه پيل کړي دي.

په هیواد کې د امریکایي ځواکونو په بمباریو کې د ملکي وګړو وژنه ډيره شوې ده، چې  دبشري حقوقوسازمانونه او افغان حکومت یې په اړه چوپه خوله دي.

(۴) کندوز: د ملي اردو چورلکو په عامو خلکو بريد کړی

د کندوز ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت خان آباد ولسوالۍ اړوند سينزيو سيمه کې د کابل ادارې اردوعسکرو د څرخکو پر مټ عام خلک بمبار کړي دي، چې له کبله يې يو ۱ تن ۷ کلن ماشوم د عبدالجبار زوی شهيد او ۶ تنه نور ټپيان شوي دي، چې ۲ تنه ميرمنې او ۴ تنه ماشومان دي، په ميرمنو کې يوه د عبدالجبار ښځه هم شاميله ده. (۱۴۳۷/۱۱/۲۹هـ ق)

(۵) کندز: امریکايي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه وهلې

2016/09/23

(جمعه، تلې ۲، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو په ولسي کورونو چاپه اچولې.

پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په عیدګاه سیمه کې رامینځته شوې ده، د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو چې دولتي سرتیرو یې همکاري کوله، یو ولسي وګړی وژلی او پنځه تنه یې ژوندي بیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم امریکايي ځواکونو په یادې ولسوالۍ کې د ملکي خلکو په کورونو چاپه اچولې او د طالبانو په «شک» یې ۲۳ تنه ولسي وګړي له خپلو کورونو څخه بیولي دي.

(۶) کندز: يرغلګرو ځواکونو په ملکي خلکو بمبارکړی

د کندز ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې نن ورځ د دې ولايت دشت ارچې ولسوالۍ اړوند قرلق سيمه کې يرغلګرو ځواکونو په ملکي خلکو بمبار وکړ چې له امله يې ۲ تنه عام وګړي په شهادت ورسيدل. (۱۴۳۷/۱۲/۲۱هـ ق)

(۷) بدخشان: په يوکور د هوايي بريد له امله ولسي وګړوته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې نن مازديګر ۴ بجې شا او خوا د دې ولايت جرم ولسوالۍ اړوند شوچ سيمه کې وحشي دښمن د عاموخلکو پريوکور بمبار وکړ، چې له امله يې د يوې ۱ ميرمنې په ګډون ۳ تنه شهيدان او ۲ تنه ماشومان يې  ټپيان کړل اوکورهم په بشپړه توګه ونړيد.

(۸) ننګرهار: خارجي ځواکونو د يو حاجې پرکور بمبار کړی

د ننګرهار ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت اچين ولسوالۍ اړوند شډل سيمه کې يرغلګرو ځواکونو د ملکي وګړو پرکور بمبار کړی چې له امله يې د يوماشوم په ګډون ۱۵تنه عام وګړي شهيدان او ۱۳ تنه نور شديد ټپيان شوي دي، پيښه هغه وخت رامينځته شوه چې په ياده سيمه کې يوتن قومي مشر د حج د فريضې ادا کولو څخه ورسته راستون شوی و، چې خپلوان او کليوال يې ميلمانه ول چې له يادې پيښې سره مخ شول او تلفات يې ورته واړول. (۱۴۳۷/۱۲/۲۶هـ ق)

(۹) کندهار: خارجي ځواکونو په دوو بيلابيلو هوايي بريدونو کې ملکيان په نښه کړي

د کندهار ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې تيره شپه په(۱۴۳۷/۱۲/۲۷هـ ق)تاريخ د دې ولايت شاوليکوټ ولسوالۍ اړوند بوري شاکاريز سيمه کې يرغلګرو او داخلي ځواکونو د چورلکو او جيټ الوتکو په ملتيا د عامو خلکو پرکورونو چاپي وهلي او پريو بایفور موټر چې د کندهار ښار څخه نيش ته په لاره وو بريد کړی چې پکې د يوې ۱ ميرمې او يو ۱ ماشوم په ګډون ۴ تنه ملکي وګړي ځای پرځای په شهادت رسولي او ۶ تنه عام کليوال يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

او همداراز په (۱۴۳۷/۱۲/۲۵هـ ق)تاريخ د دې ولايت ميوند ولسوالۍ اړوند چشموسيمې ته نږدې د سپين مانده په سيمه کې يرغلګرو ځواکونو د ملکي خلکو په کرولا موټر هوايي بريد کړی چې له امله يي ۲ تنه عام وګړي شهيدان او ۲ تنه نور شديد ټپيان شوي دي.

(۱۰) ننګرهار: افغان ځواکونو د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی وژلی

2016/10/02

(يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل): افغاني ځواکونو د جلال اباد په ښار کې د ملګرو ملتونو ادارې د یو افغان کارکونکي پر کور چاپه اچولی او نوموړی یې په خپل کور کې دننه وژلی دی.

پيښه تیره شپه د جلال اباد ښار په څلورمي ناحیې کې را منځته شوې.

د وژل شوي کس د کورنۍ یوه غړي د پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ۳۵ کلن محمد صادق زهیر په کندز کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې (یو این اوچا) د دفتر ځايي مسؤول وو.

نوموړی په همدې شپه خپل کور ته په رخصتۍ راغلی وو چې د شپي پر ۱۱ بجو ځانګړو ځواکونو یې پر کور چاپه واچوله او د قدوس په نامه یې پوښتنه کول چې د کور خلکو ورته وویل چې په دې نامه څوک نه پيژني.

نوموړي ویلي چې د چاپې پر مهال ځانګړو ځواکونو د کور میرمني ټولي په یوه خونه کې بندیاني کړلې او بیا یې محمد صادق زهیر د خپل مور، پلار او میرمني په مخکې په څلورو ډزو وواژه.

نوموړي ویلي چې مور یې د خپل ځوان زوی قتل برداشت نه کړای شو، او هغې هم ځای پر ځای یې ساه ورکړه.

بل خوا د ملګرو ملتونو د یو این اوچا ادارې هم د خپل یوه کارکوونکي وژل منلي او د هغه کورنۍ ته یې د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي.

(۱۱) ننګرهار: د چاپې پر مهال بهرنیانو څلور وروڼه وژلي

2016/10/06

(پنجشنبه، تلې ۱۵مه ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولایت په کامه ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو سره په ګډه پر یوه کور چاپه وهلې او هلته یې په یوه کورنۍ کې څلور وروڼه وژلي دي.

پيښه تېره شپه د کامه ولسوالۍ د سنګر سرای په سیمه کې هغه وخت را منځته شوې کله چې بهرنیانو او دولتي ځواکونو د شپې ناوخته پر یوه کلي چاپه اچولې.

د کلي خلک وايي چې په یوه کور کې څلور وروڼه ووژل او یو شمېر کلیوال یې له ځانه سره ژوندي بوتلل.

(۱۲) ننګرهار: خارجې ځواکونو د چاپي پرمهال په عامو خلکو بمبارکړی

د ننګرهار ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې د دې ولايت شيرزادو ولسوالۍ اړوند مرکيخيلو سيمه کې ديو سيميز او مشهور دينې عالم شيخ الحديث محمد عالم صاحب په کور خارجي يرغلګرو د داخلي ګوډاګيانو په ملتيا چاپه ووهله، له چاپې سره سم د سيمې مجاهدينو د شيخ صاحب کورته ځان ورساوو او په دښمن يې حمله ترسره کړه، او دښمن د تلفاتو په ليدو سره د خپل عادت له مخې په ټول کلي او سيمه درنه بمبارۍ  وکړي چې له امله يې ۱ تن ميرمن او ۱ تن بل ملکي کس شهيدان او ۳۰ تنه نور چې ښځې او ماشومان هم پکې شاميل دي شديد ټپيان شول. (۱۴۳۸/۱/۲۷هـ ق)

(۱۳) بادغيس: يرغلګرو ځواکونو په عامو کورنو بريد کړې

د بادغيس ولايت څخه د ملکي تلفاتو د مخنيوي ادارې نمائنده راپور راکوي چې د دې ولايت غورماچ ولسوالۍ اړوند وچ مانده سيمه کې يرغلګرو ځواکونو د ملکي خلکو حاجي کمال جان پرکورونو وحشيانه بمبار کړی، چې له امله يې ۲ تنه ماشومان شهيدان او ۷ تنه نور چې ميرمنې او ماشومان هم پکې شاميل دي شديد ټپيان شول، په پيښه کې دوه کورنه په بشپړ ډول ويجاړ او ډير نور کورونه يې سيمې پريښودوته اړکړي دي. (۱۴۳۸/۱/۲۷هـ ق)

(۱۴) ارزګان: د درويشانو په قرارګاه بمبار ګڼو ملکيانوته مرګ ژوبله اړولې

د ارزګان ولايت څخه اطلاعاتي مسئول راپور راکوي چې په (2016/10/30تاريخ) سهار د نهو ۹ بجو په شا او خوا کې د دې ولايت مرکزترینکوټ اړوند درويشانو سيمه کې د یرغلګرو هاوايي ځواکونو په بمبار کي پنځه دیرش تنه ملکي وګړي د ماشومانو اوسپین ږیرو په ګډون شهیدان شوي دي او ګڼ شميرنور شديد ټپيان دي، د ټپيانو نازک حال ته په کتو سره کيدای شي چې د شهيدانو شمير تر دې هم لوړ شي، دا فاجعه داسي مهال رامنځته شوې چي په درویشان کي د قرارګاه ټول عسکر دخپلو تجهیزاتو سره طالبانو ته تسلیم شول، ولسي وګړي چي همدغي قرارګاه ته د عسکرو تر تخلیه کولو وروسته د منظرې او د ځينو پاتې شيانو د راټولولو په موخه ورغلل، د اشغالګرو الوتکو د قرارګاه په منځ او شاوخوا کي  په نښه کړل او ياد تلفات يې ورواړول. (۱۴۳۸/۱/۲۹هـ ق)

د ملکي تلفاتود مخنيوي او د سمع شکاياتو اداره دخپل شرعي اوهيوادني  مکلفيت له مخې په جګړه کې له ښکيلو ټولو اړخونو څخه غوښتنه کوي چې د جنګ په مهال د عامو هيوادوالو له ژوند سره جدي پاملرنه  وکړي،دخلکوژوندته اهميت ورکړي او په دې اړه اسلامي او انساني ارزښتونه تر پښو لاندې نه کړي.   والسلام

 

د افغانستان اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکايات اداره

 

ايمل ادرس:molkietalafat_m@yahoo.com

 

۱۴۳۸/۲/۱۱هـ ق

۱۳۹۵/۸/۲۱ هـ ش ـــ 2016/11/11م

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x