یو رسم په ۸۱.۴ ملیونه ډالر خرڅ شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا په نیویارک ایالت کې د مانهاتن په ښار کې د فرنسوي رسام یو زوړ رسم په ۸۱.۴ ملیون ډالر خرڅ شو.

دغه سودا تېره ورځ د نیویارک ښار په لیلام کې د پنځه کسانو د مزایدي په ترڅ کې ترسره شوه.

ددې تر مخه داسي ګمان کیده چې د رسم قیمت به ډیر تر ډیره ۴۵ ملیونه ډالر وي.grainstack

دغه رسم یو فرنسوي رسام کلاوډ مونټ (Claude Monet) کړی، چې د ۱۸۴۰ او ۱۹۲۶ تر منځ یې ژوند کړی.
ددغه رسم په اړه ویل کیږي چې په روغني رنګونو یې په کال ۱۸۹۰ یا ۱۸۹۱ کې کړی.

په لندن کې لیلام شوی رسم

په لندن کې لیلام شوی رسم

ددې تر مخه د نوموړي یو بل رسم په ۸۰.۴ ملیونه په لندن کې خرڅ شوی وو.

د کلاوډ مونټ نور رسمونه دلته کتلای شئ:

https://www.artsy.net/artist/claude-monet



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.