نړۍ

کوټه: پښتون اباد کې چاودنې ۱ تن مړ او ۱۹ تنه ټپيان کړل

نن ټکی آسیا: نن پنجشنبه (۱۹/۱۲/۲۰۱۳) د ماښام د لمانځه پر وخت د کوټې ښار په پښتون مېشته سېمه پښتون آباد کې یوې زورورې او قوې چاودنې ملکي وګړو ته مرګ-ژوبله واړوله.
د عیني شاهدانو په قول، چاودنه د شیریخو د هټۍ مخ ته د یوه نسوار پلورونکې په غرفه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکیو توکیو له کبله رامنځته شوې. له چاودنې سره جوخت د شاوخوا ودانیو او هټيو ښيښې ماتې شوې او پر لاره روانو موټرو ته هم سخت زیان اوښتی.

د چاودنې دقیق ځای ميټا چوک بلل کېږي ،چې د نورو ورځو په پرتله پکې د جمعې په مبارکه شپه د مدرسو د طالبانو خورا ګڼه-ګوڼه وي.
ویل کېږي، په چاودنه کې تر دې مهاله یو تن وژل شوی او له شلو تنو زیات نور ټپیان شوي دي،د کوټي د دولتي روغتون(سول هسپتال) ډاکترانو پاکستاني رسنیو ته د زخمیانو له ډلې د ځينو روغتيايي حالت د اندیښنې وړ بللی.
د پېښي عیني شاهدانو وویل،چې د چاودنې هدف نه دی جوت ،خو قربانیان یې دلته د سودا لپاره راغلې خلک او د سبزیجاتو او میوو کراچۍ والا ماشومان او ځوانان دي.
د پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x