په ارګ کې بندي ولسمشر

لیکوال: عصمت الله عمري

څو ورځې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ مخکیني وزیر عبدالباري جهاني له خپلې دندې استعفا وکړه او په ښکاره یې د استعفا علت خپله ناروغي وښودله.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د عبدالباري جهاني په راتګ سره خلکو ته هیلې پیدا شوې چې په دې وزارت کې د شته ستونزو او بدبینیو په له منځه وړلو کې به هڅه وکړي او خلکو هیله لرله چې یاد وزارت به له مخکیني حالت څخه ښه شي او دوی به د مثبتو بدلونونو شاهدان واوسي.

عبدالباري جهاني د ولسمشر غني له لوري ولسې جرګې ته د باور رایې د اخیستلو په موخه وروپېژندل شو او د ولسي جرګې له لوري د نورو وزیرانو څخه په ډېرو کمو رایو عبدالباري جهاني ته ددې وزارت چارې وسپارل شوې.

ښاغلي جهاني په خپله شاوخوا اتلس میاشتنۍ کاري موده کې کوم د پام وړ کار ونه کړ، د خلکو غوړیدلې هیلې ورځ په ورځ مړاوې کیدې خو لا هم عبدالباري جهاني کومه د پام وړ لاسته راوړنه ونه لرله او دا هغه څه دي چې جهاني صاحب تر استعفا وروسته خپله هم ومنل.

بالاخره یې له خپلې دندې استعفا وکړه او تر دې کار وروسته یې پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د خپلې استعفا د عواملو په اړه یوه لیکنه خپره کړه چې تر ډېره په کې له هغه اشخاصو شکایت شوی وو، څوک چې د ولسمشر پر شاوخوا راټول دي.

ښاغلي جهاني په خپره کړې لیکنه کې ویلي ولسمشر یې د لسګونو کلونو ملګری پاتې شوی خو بیا یې هم د ولسمشر سره د لیدنې کتنې په موخه میاشتې میاشتې انتظار کړی چې تر ډېرو هڅو وروسته ورته نیم ساعت وخت ورکول شوی اما هغه غوښتنې چې په وزارت کې دننه د بدلونونو د راوستلو او اصلاحاتو په موخه وې هغه نه دي منل شوي.

د جهاني په خبره په وزارت کې د نوموړي لاسونه تړل شوي وو او اختیارات د ولسمشرۍ ماڼۍ او اداري اصلاحاتو چې ښاغلي جهاني یوه فاسده اداره ګڼلې، په واک کې وو.

د جهاني صاحب دغه لیکنه د ګڼو واقعیتونو یو څرک او بېلګه ده او لکه څنګه چې ښاغلي جهاني په خپله هم ویلي د نوموړي په څېر ګڼ نور وزیران هم له همدې ډول حالت سره مخ دي، چې یا به مجبوریږي ترڅو شپه تېره کړي او امتیازات واخلي او یا که یې احساس درلود او وجدان ورته د خیانت اجازه نه ورکوله نو خپله دنده به پرېږدي.

دا چې نن د کابینې یو مخکینی غړی او د ولسمشر د کلونو ملګری له دې کبله پر ولسمشر نیوکه کوي چې ولسمشر د رسمي چارو په موخه په میاشتو میاشتو ورته د کتنې وخت نه ورکوي.

دا هغه ولسمشر چې د ټاکنیز کمپاین پرمهال یې چیغې وهلې، چې ما مه پرېږدئ څو د ارګ په دېوالونو کې ایسار شم او د غوړه مالانو ښکار شم، خو نن همدا مفکر او مدبر ولسمشر د ارګ په دیوالونو کې بندي دی او هماغه غوړه مالانو داسې را ایسار کړی چې خپل یوه وزیر سره د کتنې او چارو د ارزونې وخت هم نه لري.

ددې بېلګې ترڅنګ ګڼ مخور، علماء، ځوانان او د ولسونو مشران هم له ولسمشر څخه له همدې کبله ناخوښه دي چې د ولسمشر ټاکنیز شعارونه همداسې شعارونه پاتې شول او ددې پرځای چې د حکومت او ولس ترمنځ فاصلې لنډې کړي، دغه فاصلې نورې هم زیاتې شوي دي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې اوسنی روان حالت د ګڼو ستونزو د رامنځته کېدو سرچینه ده او که همداسې دوام وکړي نو ستونزې به لا هم زیاتې شي.

د ډېرو په باور ولسمشر یو مدبر او پاک شخصیت دی خو که ورباندې راټول غوړه مالان او په فساد کې ښکېل د خپلو شخصي ګټو پالونکي او چاپلوسه اشخاص له ځانه ونه شړي او ولسمشر ځان له دې زندان څخه ونه باسي نو په ولسونو کې شته محبوبیت به د لاسه ورکړي او تاریخ به یې د یوه ناکام مشر په توګه په خپلو پاڼو کې ثبت کړي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Shuaib
میلمه
Shuaib

د افغانستان په 5 زره کلن تاریخ کې تر اشرف غني ناکام ، پست فطرته ، کم عقل او رزیل انسان نه تیر شوی او نه به بیا راشي . نور په هیڅ چا کې ملامتي نشته . تر دي چې د امریکایی عسکرو یو اشپز د ده پرځای په ارګ ننوتلای وای ؛ ښه به و . د دې خبیث خو نه رنګ د انسان دی نه یې عمل د سړی دی . ده ته دې الله تعالی داسی سزاء ورکړي چې نه مري او نه ژوندی وي . خو افغانستان دي نور الله پاک د ده له ناپاک… نور لوستل »

تندر
میلمه
تندر

عمری صاحب سلامونه می ومنه ! ولسمشر او جهانی او د دی کابینی نور ټول غړی له اوله هم ارګ او هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته له اوه بندیان ( غلامان ) ننویستل شوی وو او دی غلامی تر ټولو لویه ناوړتیا ، ناروغتیا او ناولتیا ده . جهانی او غنی دواړه د کمونستی دوره کی منځپوړی او د روسانو د یو څو روبلو د پاره غلامان وو خپل ناموس ، خاوره ، خلک او خبلواکی یی په روسانو پلورلی وه ، چه له امله یی د دوی له خبیثو بدنو د دوی سپیڅلو وجدانو د تل د… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

شعیبه – نجسه تاسی غوندی احمقان خره دیر دی اما ته هم فکر کوم د شورای نظار او عطای نور او نورو بدرگه شمال تلوالی نا جایزه اولاد یاست