دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله ﷺ او کوچي

حامد افغان

یوه ورځ یوه کوچي رسول الله ﷺ نه څه شی وغوښتل او هغه ورکړل، بیا رسول الله ﷺ ورته وویل: ښېګڼه مې درسره وکړه؟ کوچي وویل: نه، نه دې ښېګڼه وکړه او نه مهرباني، د کوچي په دې خبره ناست مسلمانان غوسه شول او هغه ته ورولاړ شول، خو رسول الله ﷺ هغوی منعه کړل. او ورته کړه یې په هغه کار مه لرئ.

رسول الله ﷺ کور ته ولاړ، کوچی یې هلته وروغوښت او نور شی یې هم ورکړ، بیا یې ورته وویل: ښېګڼه مې درسره وکړه؟ هغه ورته وویل: جزاک الله خیرا، هو، خپلوي دې وپاللـه. رسول الله ﷺ ورته وویل: هلته زما د ملګرو مخکې دې چې کومه خبره وکړه، هغه باندې هغوی درته غوسه شول، نو که ستا خوښه وي د هغوی مخکې دا خبره وکړه چې ستا په اړه د هغوی غوسه ختمه شي، کوچي ورته وویل: سمه ده.

ماښام کوچی راغی، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: دې کوچي چې پرون کومه خبره وکړه له هغه وروسته موږ ده ته نور شی ورکړ، بیا خوشاله شو، کوچي ته یې مخ کړ ول همداسې ده؟ هغه وویل: هو، جزاک الله خیرا، خپلوي دې وپاللـه، رسول الله ﷺ په دې وخت کې زیات خوشاله شو، دومره چې له خوښي یې مخ وځلیدی.

وروسته رسول الله ﷺ وفرمایل: زما او د دې کوچي مثال داسې دی، لکه له یوه سړي چې اوښه وتښتي او خلک یې د نیولو لپاره ورپسې شي، په دې سره هغه لا وويریږي او نوره هم په منډو شي، نو د اوښې څښتن په هغو غږ کړي: تاسو ما او زما اوښه سره پریږدئ زه نرمي ورسره کوم او په چل یې پوهیږم، د اوښي خاوند له مخه ورته راشي، لاس کې واښه ورته ونیسي، ورو ورو ورنږدې کیږي، څو اوښه ورشي، چو یې کړي او خپل بار پرې وتړي. نو دا کوچي مې که تاسو ته پرې ایښی وی، په هغه خبره به مو وژلی و او هغه به اور ته داخل شوی و. رواه ابن حبان. وانظر الشفا للقاضي عياض 1/ 253 ومناهل الصفا للحمزاوي.

د ناپوهانو د پوهولو او د خلکو د جذباتو د کنترولولو لپاره د رسول الله ﷺ او کوچي داکیسه له خورا زیاتو درسونو، عبرتونو او پندونو ډکه ده، د کوچي ناخوښي په کم شي سره په خوښي بدله شوه، خپلې بې ادبي نه بې ازاره او د خیر دعا یې وکړه او دا اعتراف د صحابه کرامو مخکې چې د هغوی غوسه هم ختمه شوه او په پای کې یې د موضوع په اړه د صحابه کرامو د پوهولو لپاره خوندور او په زړه پوري مثال بیان کړ. لطفاً دا ډول کیسې عامو مجلسونو کې په رسمي او عادي ناستو کې او آن به منبرونو باندې خلکو ته بیان کړئ، چې د رسول الله ﷺ د ژوند له حالاتو او نادرو خوندورو اخلاقو خلک خبر شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x