شعـــــرونه

دوه غزلونه

خالق یار احمدزی

د پلوشو

له آسمانه په الوت شو یو کتار د پلوشو
روان په ولولو شو هر یو یار د پلوشو

د ستورو له لمنو څخه وړانګې شوې زرغونې
ماښام یې میلمانه شو، ترسهار د پلوشو

له پاسه کاغذي غوندې کارغانو به څارلم
په چم کې میلمانه ؤ لاله زار د پلوشو

د فیل څخه تر پړانګه یې توپونه راته بند کړل
سینه مې وه سپـر کړې په دیار د پلوشو

راخپل مو کړې په وینـو بیاهم ګران افغانستانه
د بدر فـرښتې وې هم  په شمار د پلوشو

غزل مو خالقیاره تخیل و د څو کرښو

الهام سره ترتیب کړ په یادګار د پلوشو

د پورې کــــلي

راغلی و دې چم ته یو مالیار د پورې کلي
میینې پرګنې شوې په دیدار د پورې کلي

زړګي د آذانونو په څیر ژغ دمینې وکړ
بې یاره بلال راغی بیا تر ښار د پورې کلي

د مستو او حسینو مازدیګر ؤ ډیر بیخونده
ځوانانو کډه کړې له چنار د پورې.کلي

زلمیانو انتقام ته وې بیا مټې بډ وهلې
کورونه لوټې لوټې ؤ بمبار د پورې.کلي

نه نوم د ارسطو ؤ،  سقراط هم ؤ هیر شوی
کتاب یې و کت کړ طالب یار دپورې کلي

هغه چې یې کړ فتحه شاهیکوټ او هندوکش

په لاس کې یې چانټه په سر دستار دپورې کلي

په مینه ښه راغلاست دی زمونږ چم ته دیارانو

جونګړه یې پرانیستې خالقیار د پورې کلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x