موږ ښه سړی نه غواړو

محمدآصف خواتي

د نن ټکي آسیا په ویب پاڼه کې د پښتو خوږ ژبي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني یوه لیکنه خپره شوې ده چې په هغې کې یې دخپلې استعفا په اړه لنډ معلومات وړاندې کړي دي.

دجهاني صاحب په لیکنه کې د تبصرې وړ ټکي ډیر دي خو د دې قلم خاوند غواړي پر دوو یې تم شي او ضمنآ د جهاني صاحب پام یوې مسئلې ته هم را وګرځوي.

لومړی ټکی : د جمهور رئیس ښه سړیتوب. جهاني صاحب لیکي چې جمهور رئیس په خپله بد سړی نه دی. زموږ د خولې ماتې او ژبې دې پرې شي چې ووایو دنړی دویم متفکر بد سړی دی. موږ به دا ښه سړی څه کړو چې نه یې په دولتي ادارو کې د ده نه مخکې ښه سړي! د واکمنۍ د فساد کچه را ټیټه کړه ، نه یې امنیت ښه کړ او نه یې د افغانستان د اسلامي دیموکراتیک دولت وسلوال مخالفان کمزوري کړل. فساد لا زیات شو، امنیت لا خراب او وسلوال مخالفان لا قوي او ځواکمن شول. دا هیواد ښه سړي ته نه بلکه بد سړي ته اړتیا لري کوم چې په هیواد کې د فساد ریښې وچي کړي، هر کور، هر کلي او هرې کوڅې ته امن راستون کړي او هیواد داسې یوه لوري ته سوق او په هیواد کې داسې شرایط برابر کړي چې د وسلوالو مخالفینو د راڅرګندیدو ، شتون او فعالیت لپاره نه پلمه وي او نه د واکمنۍ خلاف د وسلې د کارونې لپاره انګیزه.

اوس جهاني صاحب ته دا پوښتنه متوجه کیږي چې د جمهور رئیس ښه توب په څه کې دۍ چې هغه د دې جوګه شوی نه دۍ چې دخلکو هیلو ته چې په هیواد کې د فساد له منځه وړنه ، د ټیکاو او سولې را وستنه او د وسلوال اپوزیسیون د را څرګندیدو او ځواکمنیدو مخنیوی دۍ پاتې راشي بلکه برعکس پایلې ولري.
دویم ټکی: دارګ له لوري دښاغليٍ جهاني وړاندیزونو ته نه پاملرنه او د ده په وینا د ښه سړي شاوخوا د غوړه مالانو شتون.

د ښه سړي چارچاپیر د غوړه مالانو شتون دجهاني صاحب دا ادعا چې ولسمشر پخپله ښه سړی دۍ ردوي. که ولسمشر ښه سړۍ دۍ نو ده ولي ښه سړي ( ښه سلاکاران ) نه بلکه بد سلاکاران غوره کړي دي؟ د ولسمشر له سلاکارانو نه بریښي چې د هغه په اړه په دري ژبو کې دا مشهوره خبره چې کبوتر با کبوتر ، زاغ با زاغ بشپړ سر خوري. دا چې دچارو دښې سمبالتیا په موخه دکدرونو په ګومارنه کې دجهاني صاحب وړاندیزونه نه منل کیدل او یا دی بیواکه و لامل یې کیدای شي چې ښه سړی ، ښه سړی نه دۍ یا دا چې واک دیوه نه لیدونکې مرکز سره دۍ چې د جهاني صاحب په کاندیدانو کې یې خپل سړي نه لیدل او غوره یې ګڼله چې د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د تیر ښه سړي! ( حامد کرزي ) د وخت کلیدي مسئولین وویني کوم چې د فساد او پردۍ پالنې غوره ځانګړتیاوې لري او د نوموړي مرکز له بشپړ باور او اعتماد څخه برخمن دي.

څه چې پورته ذکر شول هغه د جهاني صاحب لیکنې ته ځانګړې شوي وو. اوس به زه خپلې خبرې وکړم اوضمنآ د جهاني صاحب او هغو وطنوالو کوم چې ملي ګټو ته ژمن دي، دهیواد آبادي او د ولس سوکالي غواړي او په واکمنه شړیدلې، شرمیدلي او فساد څخه ډکه اداره کې د کار کولو لیوالتیا لري یوې مسئلې ته را وګرځوم کومه چې دهیواد ننی ترینګلی حالت ، په هیواد کې روانه جګړه ، په دولتي ادارو کې شته فساد او د چارواکو بیواکي ورسره ارګانیک او نه شلیدونکی تړاو لري.

افغانستان دازموږ ټولو ګډ کور دا مهال د خپلواکۍ څخه بې برخې دۍ او د دې هیواد او خلکو په برخلیک پردي واکمن دي. څرګند ساری یې دملي یووالي په نامه دننۍ ظاهرآ دوه سري واکمنۍ ټپل دي چې جوړونکی یې جان کیري د متحده ایالتو د بهرنیو چارو وزیر و چې ښاغلي جهاني یې د کابینې د یوه غړي ویاړ تر لاسه کړ. دا څرګند واقعیت چې د نړۍ په هیڅ ګوټ کې د اشغال تر سیوري لاندې او د جګړې د دوام پر مهال آزادې ټاکنې نه امکان لري ، نه اشغالګر، نه جګړه ماران او نه زورواکي ورته زمینه برابروي. کله چې دطالبانو داسلامي امارت وروسته دلومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې کیدلې دټاکنو په درشل کې دې قلم یوه لیکنه خپره کړه چې د اشغال تر سیورې لاندې که څو ځله ټاکنې تر سره هم شي هیواد ته نه سوله راځي او نه ټیکاو بلکې د جنګ جګړو او د افغان وژنې دا بهیر به لاقوت ومومي دا ځکه چې د اشغالګرو پرمټ چارواکي نه واک لري او نه ددې جوګه دي چې هیواد ته سوله او ټیکاو راوړي.

په وروستیو لسو کلونو کې دری ځله ولسمشرۍ ته ټاکنې وشوې او هر ځل په ټاکنو کې د حکومت ، زورواکانو، د ځواکمنو دولتونو د سفارتخانو او حتی د ملګروملتونو د سیاسي استازي د لاسوهنو خبرې کیدلې او سربیره پر دې له شرمه ډکو سرغړونو او ټګۍ برګۍ خبرونه هم خپریدل چې ددې ولس ملي هویت یې سخت زیانمن کړ. د نوموړې لیکنې نه څه د پاسه لس کاله تیر شول خو وینو چې هماغه آش دۍ او هماغه کاسه ، زموږ سوزیدلې شونډې او د هغې له امله دردونه ، کړاوونه او ژړاوې . په بلواکه واکمنۍ کې د جهاني صاحب په شان چارواکي له لوري د بیواکۍ خبره او د ولسمشر څخه سرټکونه د افغانستان د ځمکنیو واقعیتونو او واکمن وضعیت سره ځکه سر نه خوري چې خوارکۍ متفکر ولسمشر پخپله بیواکه دۍ. دا د دې معنی نلري چې نوموړی د خوار افغان ولس په څیر مظلوم دۍ بلکه د نوموړي او نورو چاروواکو نه بخښونکې ګناه پدې کې ده چې دنیواک او اشغال تر سیوري لاندې او په هیواد کې د پردیو لښکرو د شتون پرمهال د هیواد مشرۍ ته زړه خوښ کړی دۍ پدې خام خیال چې وبه کولی شي هیواد ته د خدمت مصدر شي.
پای

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

تاته هم د الله تعالی نه هدايت غواړم .
چې د اسلامي دیموکراتیک کلمه دې کارولي
په اسلام کفري ديموکراسي او کفري ديموکراتيک هيڅ ځای نلري
اسلامي ديموکراتيک دا معنی چې نيم اسلام منه او نيم کفر ، د اسلام کفر نشي جمع کيدای

خواتی
میلمه
خواتی

ګران ورور عبدالله ! اسلام او دیموکراسي دوې پدیدې دي چې یوبل نشي زغملی۰ داساسي قانون له مخې زمو ږ دولت اسلامي ګڼل کیږي خو دهیواددمشرانو په ویناوو کې اوپه رسنیو کې په هیواد کې دموکراسۍ دټینګښت اوهغې ته ددولت دژمنتیا په اړه هم ډیرڅه ویل کیږي له همدې کبله مې داسلامي دموکراتیک دولت خبره کړې ده ۰ زما په پته ساسې لخوا دالله تعالی دهدایت په اړه باید وویل شي چې دفتواوو په ورکولو بیړه مه کوه ددې فتواوو ترخه مزه موترننه پورې ځوروي اوټولنه یې سره ویشلې ده۰