British soldiers killed

ایا په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو ماموریت ریښتیا بریالی وه؟

نن ټکی آسیاـ سرمقاله: د انګلستان لومړی وزیر ډیویډ کمیرون چې په دې وروستیو وروځوکې د افغانستان هلمند ولایت ته په یوه غلچکي سفر راغلی وه له رسنیو سره په څرګندونوکې داخبره کړې چې په افغانستان کې د هغوئ د ځواکونو پوځي ماموریت په بریالیتوب سره پایته رسیدلی.

په کال ۲۰۰۱ میلادي کې چې کله د امریکایانو په قومانده بهرنیو اشغالګرو په افغانستان یرغل وکړ انګلستان هم په دغه اشغالګر ایتلاف کې خپل ۸۰۰۰ پوځیان افغانستان ته راولیږل او هغوئ ټول د هیواد په جنوب لویدیځ هلمند ولایت کې ځای پرځای شول .

برتانوي پوځي چارواکو د افغانستان په هلمند ولایت کې خپل پوځيان د لاندنیو دریو اهدافو د ترلاسه کولو په غرض پرځای کړل :

(۱)د تروریستانو(مجاهدینو) له منځه وړل(۲) دنشه يي توکو کښت او تجارت محوکول (۳) په دیموکراتیکو اصولو ولاړ ه اداره رامنځته کول .

خو اوس چې له هماغې نیټې راهیسې په هلمند کې د انګریزي پوځیانو له موجودیت نه پوره دولس کاله تیریږي د دوئ له دغو دریو اساسي اهدافو څخه یو هم نه دی متحقق شوی .

په پوځي برخه کې برتانوي ځواکونو په تیره دولس کلنه دوره کې له مخالفینو (مجاهدینو) سره په مقابله کې په خپل اعتراف ۴۴۶تنه پو ځیان له لاسه ورکړي ، ۲۰۰۰ یې ژوبل شوي او ۴ ملیاره پونډه یې په پوځي مصاریفو مالي لګښت کړی خو د دې هرڅه باوجود هلمند د ټول هیواد په کچه د بهرنیو یرغلګرو لپاره تر ټولو ناآرام او خطرناک ولایت ګڼل کیږي. دټول افغانستان په کچه ډیر بهرنیان په هلمند ولایت کې وژل شوي ، د ټول افغانستان په کچه د بهرنیانو خلاف بریالي عملیات هم په هلمند ولایت کې ترسره شوي.

دمخدره توکو په برخه کې د ټول هیواد په کچه کښت او تجارت په همدغه ولایت کې خپله د برتانوي پوځیانو تر نظارت لاندې تر سره کیږي

په ادارې برخه کې د ټول هیواد په کچه د هلمند ولایت دولتي اداره فاسد ترینه اداره ګڼل کیږي .

خو یرغلګر انګریزان هغه څوک دي چې په سوچه دروغګويي سره یې هم خپل ماتې خوړلي پوځيان ، هم خپل ولس او هم ټوله نړۍ تیر ایستلي او هرڅه یې په افغانستان اوهلمند کې ورته ګل ګلزار ښودلي دي .

په هلمند کې د انګریزي اشغالګرو ماتې خوړلی وضعیت هغه واقعیت دی چې یواځې له ډیويد کمیرون او د هغه له حلیف بارک اوباما ماسیوا نور ټول ورباندې اعتراف لري ، مګر ډیویډکمیرون د خپلې رسواېې د پټولو لپاره بیاهم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو پوځي ماموریت بریالی بولي .

هو! هغه څه چې برتانوي ځواکونو په هلمند ولایت کې د خپل ماموریت په مهال په موفقانه ډول ترسره کړي هغه د بیوزله ولسي هلمندیانو وژل ، د هغوئ بندیانول او د هغوئ د کلیو او کورونو ورانول دي چې کیدای شي ډیویډ کمیرون هم خپلو پوځيانو ته د دغه بریالي ماموریت تبریکي ویلې وي او هغه یې د غربي ډیموکراسي د پیاده کولو لپاره په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو د یوه ویاړمن انساني خدمت !!! په توګه یاد کړی وي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د