نړۍ

امریکا: د استخباراتو مشر استعفا وړاندي کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادراې مشر جیمز کلیپر په کانګریس کې د وینا پر مهال وویل چې تېره ورځ یې د استعفا ورقي سپیني ماڼۍ ته لیږلي او ډیر خوشحاله دی.

نوموړي ویلي چې د باراک اوباما د ولسمشرۍ پاته ورځي به پر خپل منصب پاته وي، خو کله چې ډونلډ ټرمپ ته د امریکا ولسمشري وسپارل شي، دی به له دندي لاس په سر شي.

هغه وویل چې په دغه منصب باندي لا ۶۴ ورځي نوري لرم، خو بیا به په کور کښينم.

نوموړي دغه معلومات د کانګریس یوې کمیټې ته ورکول، کومي چې نوموړی استجواب کړی وو او دا معلومول یې غوښتل چې ولي امریکایان او د هغوی پلویان په نړۍ کې منفوره او تر بریدونو لاندي نیول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x