نظــر

د «جهاني» ‌توبه!

ډاکټر فیض محمد ځلاند
ډاکټر فیض محمد ځلاند

ډاکټر فیض محمد ځلاند

عبدالباري جهاني صیب د افغانستان هغه ادبي سټه ده چې ډیر کم افغانان به وي چې له (غږ) او (شعري) ذوق سره یې بلد نه وي. جهاني صیب نیمه پیړۍ (پنځوس کاله) د پښتو ادب چوپړ کړی، چې په دې برخه کې یواځې د شعر برخه نه ده بډایه کړې، بلکې نظم، نثر، ژباړې او د نړیوال ادب پیژندګلو یې پښتون ـ افغان ځوان ته کړي. جهاني صیب د اوسني پېر د ادب د ستوري ویاړ لري، له دې امله هم له جهاني صیب ډیره ګیله کیدی شي، ځکه چې د دومره وړتیا، کار او زیار تر څنګ څنګه جهاني صیب دومره وخت پیدا کړ چې د سرکار (د ملي وحدت د حکومت) په دربار کې لاس په نامه ودریږي.

د درېیمې نړۍ سرکار تل په خوشباش، چاپړوسۍ، بوټپاکۍ، فساد، قاچاق او تربګنیو ولاړ جوړښت وي، چیرته چې د بهرنیانو نظامي شتون، د هغوی مالي او اقتصادي پانګونه غوښنه وي، هلته ملي مشرتابه، ملي ګټې، ملي هویت، ملي غرور او برم خوار وي، هلته ملت د غلو، فاسدو، مافیایي کړیو په لومه کې ګیر وي، جهاني صیب له دې حقیقتونو څخه بې خبره کس نه دی، د جهاني صیب سیاسي لیکنې له دوزره یو کال څخه زه څارم، ډیرې په حقیقت ولاړي او د روان سیاسي، ټولنیز او حتی اقتصادي حالت څخه ښه ارزونه لري، حتی په وروستیو شعري ټولګو کې یې هم که شعري پنځونې، فکر، خیال مطالعه شي د همداسې کړاو او کرب څخه ډک دی، خو دا چې ولې له ډاکتر غني سره کار ته زړه ښه کړ؟ څه وشول چې جهاني صیب وهڅیده چې له یو ملي شخصیت څخه ځان تر وزارته محدود کړي؟ کیدی شي په نژدې راتلونکې کي جهاني صیب په اړه سپیناوی وړاندې کړي، د استعفا د لایل په څرګندونو کې ګڼو ترخو حقیقتونو ته اشاره کړي ده، چې دلته یې زه یو دوه ترخې بیلګې را وړم:

جهاني صیب لیکي: «کله چي یو څوک یا ورسپارل سوې وظیفه سرته ونه رسولای سي او یا د خپلو پلانونو د عملي کولو په لاره کي خنډونه لیري نه کړای سي. د داسي یوه شخص لپاره، چي زما غوندي په ناروا د جېبونو د ډکولو او پیسو ذخیره کولو نیت ونه لري او اولس او ټولني ته هم د خیر رسولو صلاحیت ورڅخه اخیستل سوی وي نو استعفا لازمه او شرافتمندانه لاره ده.»

په پورته برخه کې جهاني صیب د حکومت مشین، د ارګ اوسنی جوړښت په ډيرو روښانه ټکو په فساد کې ښکیل، اداري او مالي فساد په کې د کلتور او ورځنۍ چارې په توګه را پیژني، د جیبونو د ډکولو او پیسو ذخیره کول د ارګ میشتو په اړه د حاکم فکر او کلتور په توګه راپیژني، چې دا بدمرغه حقیقت ورځ تر بلې په افغان حیثیت ملنډې وهي، ورځ تر بلې د افغان میړني ولس معاصر سیاسي تاریخ او کلتور سپکوي. په اخر کې د «شرافتمندانه لار» کلیمه ډیر څه لیږدوي، په دې مانا چې که څوک د خپل شرافت، عزت النفس، درنښت په لټه کې وي، ښه لار ورته د ملي وحدت له حکومت څخه د وتلو ده، کنه خدای مه که سپینه جامه په کې داغداره کیږي.

په بل ځای کې قدرمن جهاني صیب لیکي: «زما لپاره په وزارت کي د کار د پرمخ بېولو لپاره د یوه کاري ټیم د جوړولو اړتیا وه، خو د معینانو، کلتوري آتشو او رییسانو د ټاکلو یا تبدیلولو په برخه کي مي اکثره پېشنهادونه ونه منل سول او د وزارت په څه باندي یو نیم کال کي د جمهور رییس سره د خصوصي ملاقات کولو او هغه ته د خپلو مشکلاتو ویلو او پېشنهادونو کولو لپاره ایله څلور ځله د نیم نیم ساعت لپاره وخت راکړه سو؛ په داسي حال کي چي د هر ځل لیدلو لپاره مي درې تر څلورو میاشتو پوري انتظار وایستی.»

په پورته برخه کې قدرمن جهاني صیب د ډاکتر صیب غني د مدیریت د ډول په اړه بیخې نادره، له فساده ډک حقیقت ته نغوته کوي، په دې مانا چې د ډاکتر صیب غني په دفتر کې طرحې، پلان، ریښتینولۍ، کار، زیار او نوښت ته څوک په درنښت نه ګوري، بلکې یو څو چاپړوسانو، بدرنګو او دوه رنګو کسانو خبیثه حلقه (Vicious Cycle) ته ورته چاپیریال په ارګ حاکم کړی، چې که کوم ژمن افغان د ګران وطن د اوسنیو ستونزو د حل کوښښ کوي، نو دا حلقه یې لار تړي، غني ورته پام نه کوي، او کاري اغیزمنتوب تر سوال لاندې راځي.

اطلاعات او کلتور وزارت د افغانستان د معاصر سیاسي او ټولنیز جوړښت د رغونې په برخه کې ډیر کلیدي رول لري، افغانستان دا وخت د نوي استعمار له ډیرې خطرناکي بڼې سره مخ دی، د ایران کلتوري یرغل، د لودیځ د ترهې، ویرې او لودیځ کلتور د عامولو د دسیسو بریالی پرمختګ یواځي او یواځي د کلتور وزارت د غښتلي او پیاوړي مدیریت په پایله کې بې اغېزه کیدلی شي، خو کله چې له دې وزارت سره سطحي برخورد کیږي، په سپکه ورته کتلی کیږي، لکه جهاني صیب چې لیکي:

«جمهور رییس یا په لوی لاس او یا ښايي د خپلو غوړه مالو سلاکارانو په مشوره، چي ده د خپل جمهوري ریاست په سر کي له هغوی څخه د ژغورل کېدلو خواستونه کول، په ارګ کي دننه، د اطلاعاتو او کلتور د وزارت سره موازي ادارې جوړي کړي دي چي د وزارت ورځني کارونه یې نه یوازي څو چنده ګران کړي بلکه وزارت یې عملاً فلج کړی او بې صلاحیته کړی دی. تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، د نورو اکثرو وزیرانو همدغه حال دی.»

د پورته حقیقت په لوستو باید په دې پوه شو چې ارګ په لوی لاس د پردیو دسیسو بریالیتوب ته لار اواروي، په لوی لاس له افغان کلتور او فرهنګ سره خیانت ته لار اواریږي او په لوی لاس د افغان معاصر سیاسي تاریخ د پردیو لمن ته اچول کیږي.

زما څخه شخصا په وار، وار غوښتنه شوي چې د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې دنده ترسره کړم، په دې اړه ما خپل سپناوی وړاندې کړی، په وروستیو کې را څخه د کلتور وزارت د فرهنګي مرستیال وزیر دندې د اجرا غوښتنه هم شوي، خو هر ځل چې راڅخه په حکومت کې دندې د ترسره کولو غوښتنه شوي، وجدان اجازه نه ده راکړي، ځان راته خاین او سپک معلوم شوی، جهاني صیب همداسې یو حقیقت ته د دوکلنې تجربې په توګه اشاره کوي:

«زما غوندي یوه وزیر لپاره، چي په ټول ژوند کي یې د یوې ذرې خیانت او اختلاس کولو خوب هم نه وي لیدلی، په دې شرایطو کي کار ته دوام ورکول چنداني ممکنه نه وه. که په وزارت کي لازم کارونه نه وي سوي، چي زه یقین لرم نه به وي سوي، نو اصلي او یوازینی علت یې دا وو چي زما لاسونه په مطلق ډول تړلي ول او د اجرآتو، او د تغییر او تبدیل په برخه کي تقریباً ټول صلاحیتونه یا ارګ او یا د اداري اصلاحاتو فاسدي ادارې راڅخه سلب کړي وه.»

د جهاني صیب د پورته سپیناوي مانا دا ده چې که یو څوک خاین په اختلاس او غلا کې ښکیل وي، کولی شي د غني په کابینه کې کار ته ادامه ورکړي او کنه دا امکان نلري چې پاک پاتې شي او وزیر یا د حکومت لوړپوړی چارواکی دې هم وي.

د پورته ټولو سپینو خبرو، حقیقت ویلو وروسته هم د جهاني صیب د توبې د منلو او ردولو واک او اختیار له افغان مظلوم ولس سره دی، که جهاني صیب په ریښتیا د ملي وحدت د حکومت د چور، تالان او بډو له حکومت څخه په تنګ شوی وي، د ولس په زړه کې خپل پخوانی عزت ساتل او بیرته را ټوکول غواړي، هیله ده چې ولس سره ټول حقایق شریک کړي، ولس تر څنګ ودریږي چې دا غله او داړه‌ماران رسوا شي او د ګران وطن سیاسي معاصر تاریخ له چور، تالان او پردیپالنې وساتلی شي.

د جهاني صیب توبه، نورو هغو چارواکو ته درس او عبرت دی چې فکر کوي تاریخ به یې ونه بخښي، که د غلا، چور او تالان دندو ته یې ادامه ورکړه.

یا رب توفیق!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

خلاند صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ ! سره د د ی چه تاسی سره می له نزدی نه دی لیدلی مګر دا چه دروند او فرشته ورور مطمن صاحب ملګری یی او په سختو شیبو کی دی ورسره لاس اړونه لرلی او لری ، زه درته ډیر زیات درناوی لرم مګر په څنګ کی د ملی ګټو او د مظلوم اولس د اوښکو پاکولو غم درسره دی او د مظلوم اولس د ارمانو ممثل یی زمونږ د سترګو تور یی. د جهانی په اړه : جهانی د کمونستانو د وخت خورده ده ، کله چه روسان د ماتو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x