شعـــــرونه

د عمل تخم

نظام کندهاري

اُورږه د مغفرت به د هغو په نصيب نشي
چې نلري غولانځه کې کانډياتي د عمل

چې درخته د عمل دې په اخلاص باندې پيوند شي
شيريني او خوږې شي مېوې زياتي د عمل

ښه تخم د عمل وَکَرَه نن عملنامه کې
فايده نکړي سبا دې ننواتي د عمل

پرواز بيا د فردوس و بڼ کله شې کولای؟
غفلت چې دې وزري کړي درماتي د عمل

د مرګ په زلزله چې د ژوند ټوله ښار چپه شي
فقط يو څو بنګلې به دې وي پاتي د عمل

ورځې هغه زندان ته چې اولچک يې تور ماران دي
څوک نه وي يو ملګری به دي ساتي د عمل

تش لاس د عَرَصات بازار ته لاړ نشې نظامه
په جيب کې يو څو يوسه حَسَناتي د عمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x