شعـــــرونه

مینه غزل/ فتحان حنفي

مینه دې جانانه دومره زور لري
کړمه یې ستي ستي سور وور لري

عشق دې لکه بحر دی څپې وهي
اخلي طوفانونه عجب شور لري

نه ګورم چې ډېر درته نظر به شې
ستا سترګي دې غټي ګټي تور لري

مینه مې بدله په بدۍ شوه اوس
دا مینه په ما باندې غټ پور لري

ستا خو په صحرا کې دا جونګړه ده
چا بیا راته وېل چې سم غټ کور لري

ننګ کومه زه د ستر مقصد په باب
ځکه بې ننګۍ خو دروند پیغور لري

ګوره چې غماز درته معلوم وي سم
هر غماز له خپل کردار مخ تور لري

نور به دې غزل کې هیڅ ونه وایم
ستا غزل فتحانه کله سور لري

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close