د کابل پنځه ستوریز ماریوټ هوټل – د فساد بېلګه شو / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): په کابل کې د امریکا سفارت ته څېرمه یوې امریکايي کمپنۍ په کال ۲۰۰۶ کې د لومړني پنځه ستوریز هوټل جوړولو چاري پيل کړې.
لس کاله وروسته لا هوټل بشپړ نه دی، بلکي همداسي پرېښودل شوی دی.

Minister of Commerce Ahadi, Fathi Taher, Tayl Inverstors Group, and U.S. Ambassador Karl W. Eikenberry get ready to cut the ribbon during an event to mark the construction progress for the Marriott hotel in Kabul, Afghanistan on Monday, June 6, 2011. (S.K. Vemmer/Department of State)

Minister of Commerce Ahadi, Fathi Taher, Tayl Inverstors Group, and U.S. Ambassador Karl W. Eikenberry get ready to cut the ribbon during an event to mark the construction progress for the Marriott hotel in Kabul, Afghanistan on Monday, June 6, 2011. (S.K. Vemmer/Department of State)

پنځه کاله وړاندي (غبرګولی 16, 1390) د امریکا غږ راډیو پر خپل ویب پاڼه خبر ورکړی وو چې دیاد هوټل د جوړوني کار دا مهال نیمايي ته رسیدلي او په راتلونکي کال کې به یې رسما افتتاح وشي، خو د سیګار اداره چې هوټل یې له نیژدې څارلی، تېره ورځ په یوه راپور کې وویل چې نه یوازي هوټل بشپړ شوی بلکي اوس پر امریکايي سفارت باندي بوج هم دی، ځکه چې هغوی اړ دي د امنیت لپاره یې مصارف وکړي.

د سیګار مشر جان سوپکو په خپل تازه راپور کې او همداسي دفوکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د امریکا سفارت ته څېرمه پر دوه ودانیو تر اوسه ۸۵ ملیونه ډالر مصارف راغلي خو لا بشپړ نه دي او خوشي پرېښودل شوي دي.

نوموړی وایی چې امریکايي کمپنۍ (OPIC) چې د حکومت څخه د خپل پانګي لپاره بودیجه او قرض اخلي، په ۲۰۱۳ کې پر هوټل باندي هغه وخت کار پرېښود، کله چې د حکومتي بودیجې څخه د ډالرو وروستی قسط هم تر لاسه کړ.

سوپکو فوکس نیوز ته وویل چې د کمپنۍ مسؤولینو بهانه وکړه چې کابل ته ددوی تګ راتګ د امنیت له امله ګران کار وو ځکه دغه پروژه پر نیمی پاته شوه.

نوموړي د ودانیو د امنیت په اړه وویل چې اوس د امریکا سفارت پر دغه ودانۍ ځانګړي مصارف کوي تر څو پر سفارت باندي د برید لپاره کار ځینی وانه خیستل شي.

نوموړي پوښتنه وکړه چې له سره د امریکا سفارت او حکومت اجازه څرنګه ورکول چې سفارت ته په دومره نیژدې فاصله کې دي لوړ منزله ودانۍ جوړي شي.

ټاکل شوې وه چې په دغه هوټل کې به ۲۳۹ خوني وي او د کانفرانسونو لپاره به یو لوی سالون ولري.

هغه وخت د امریکا سفیر کارل ایکنبیري ویلي وه چې دا به په افغانستان کې لومړی امریکايي لوی هوټل وي چې په جوړیدو کې د امریکا حکومت مرسته هم کړې ده.

د امریکا سفارت په ویب پاڼه کې د ایکنبیري وینا بشپړ متن دلته ولولئ.

د ازادي راډیو د خبر سره سم نوموړي ویلي وه: « (کله چې دغه پروژه بشپړه شي او د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه افغانستان ته سوداګر او سیلانیان راشي او په ماریوت هوټل کې ځای پرځای شي، نو دغه به نورو امریکایي شرکتونو ته یوه ښه اشاره وي. هیله مند یو چې د نړۍ ټول شرکتونه په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي.)

نوموړي همداراز ویلي وو چې تر بشپړیدو وروسته به په هوټل کې ۷۶۰ افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

marriott-2

سوپکو وایي که ددې ودانیو امنیت ونه ساتل شي، طالبان په اسانۍ سره کولای سی له دغه ځایه د امریکا سفارت په نښه کړي

marriott-3

سوپکو په ودانیو کې دننه د تفتیش پر مهال

marriott-1

د هوټل دننه برخه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د