نظــر

په افغانستان د امریکایي وحشت بېلګي – اوله برخه

زما نوم محمد وزیر دی، زه چیغي او نارې نه وهم، که چیغي کړم زما مړي خو بېرته نه راژوندي کیږي، زما درد داسي دی لکه څوک چې زما د لاسونو لس سره ګوتي پرېکړي، زما اوه زامن وو او وس یو پاته دی نور ټول شهیدان شول، تاسو خدای نه پیږنی؟ ولي مي داسي راسره وکړل؟ زه باید صبر وکړم ځکه خدای به ماته په آخرت کي اجر راکړي. سپینږیري محمد وزیر په داسي حال کي وویل کله چې د ده کورنۍ د یوه وحشي امریکایي لخوا له خاورو سره خاوري شوه. عیني ښاهدان وایي چې د ددوی په بدن د مرمۍ څه نښانې نه لیدل کېدې نو دوی د غاړي د خفه کيدو له لاسه او یا د سوځني له لاري مړه شوي دي.

محمد وزیر زیاته کړه ۱۵ کلن عصمت الله زما مشر زوی وو، لیک لوست یې کولای شو او د مسجد مدرسې ته د قرآن شریف د زدکړي لپاره ته، موږ ورته د واده تصمیم نیوه. ۱۱ کلن فیض الله د سائکل چلولو ډیر شوق درلود، کله چې به موږ په پټي کي کار کاوه ده به چای او ډودی راوړه، ۹ کلنه معصومې به له خپلو ناوکیو سره لوبي کولې. ۷ کلني فریدې به د کور په کارونو کي د خپلي مور کومک کاوه. نبیه او پلوشه خو لا ډېري وړې وې.

۳۹ کلن Robert Bales رابرټ بیلز د ۲۰۱۲م کال د مارچ په ۱۱ نېټه د شپې په دوه نیمي بجې په کندهار کي د نجیبان په کلي کي د محمد وزیر په کور  هغه وخت یرغل وکړ کله چې محمد وزیر او د هغه کشر زوی د خپلو قریبانو د پوښتني لپاره تللي وو.

که د یو څو د قیقو لپاره تصور وکړو، په خپل فکر کې له یوې خوا ۳۹ کلن لوی پنډ ځوان، فوځي درېشي اغوستې، په لاس کي ټوفک، بد اخلاقه او بد رنګه څېره راولو او له بلي خوا  معصومه، نبیه او پلوشه را په یاد کړو، او بیا خپلې وړې خویندي او واړه وروڼه را په یاد کړو او د داسي بد چلن تصور ورسره وکړو، زموږ به څه احساسات وي؟ څه به مو درد وي؟ د انتقام اخیستو لپاره به څه لاري چاري لټوو؟ خو له بده مرغه موږ پدې شکر باسو چې معصومه زما خور نوه…………؛

محمود احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x