نظــر

د صلاح الدين حکمتيار په ځواب کې: حقيقت تريخ وي!

څه موده مخکې مې په نن ټکی آسيا ويب پاڼه کې ت« حکمتيار صيب ته زما ليک » تر سرليک لاندې د افغان طرف ليکنه ولوسته، چې په هر اړخيزه توګه ډېره د پام وړ وه.

ښاغلي افغان طرف په ډېره مؤدابانه توګه د ښاغلي مجاهد ورور حکمتيار صاحب د قربانيو ستاينه کړې وه او د هغه علمي شخصيت او کارنامې يې په ډېره ښه توګه منعکسې کړې وې او په پای کې په ډېر درنښت څخه ور څخه هيله کړې وه، چې د اسلام د مبارک دين د پياوړتيا او د افغانستان د سوکاله له پاره له عاليقدر امير المومنين څخه بيعت وکړي.

ښاغلي افغان طرف په واقعي توګه د يوه مجاهد او مسلمان افغان په توګه خپله دنده داء کړې ده او له ليکنې يې له ورايه ښکاريده چې د مجاهدينو او افغان ولس خواخوږی دی. زه  په دې تمه ووم چې د ښاغلي حکمتيار صاحب ځواب به هم مثبت وي خو برعکس؛
تيره ورځ مې د ښاغلي مجاهد ورور حکمتيار د زوی ښاغلي صلاح الدين پر فيسبوک پاڼه د هغه ځواب وليد په بيړه مې يې په لوستلو پيل وکړ، خو زما د توقع پر خلاف د هغه ځواب منفي وو او په دې برخه کې يې له ښاغلي افغان طرف څخه څو پوښتنې هم مطرح کړې وې.
په دې اړه ښايي ښاغلي افغان طرف خپل ځواب ولري، خو زه يې هم د يوه افغان مجاهد بچي په توګه دې ته اړ کړم چې يو څه وليکم.

ښاغلي صلاح الدين حکمتيار  له دغه ليکوال څخه په دري ژبه پوښتلي چې د خپل مشر د علمي سويې، د هغه پخواني شخصيت وا فزيکي شتون په اړه دلايل وړاندې کړي.

چې په دې اړه بايد ووايم: عالیقدر امير المومنين ملا محمد عمر مجاهد د ارزګان په دهراووت ولسوالۍ کې زېږيدلی، په منځنۍ کچه يې ديني زده کړې کړي، د شوري يرغل پر مهال د مجاهدينو د جبهې قومندان پاتې شوی، يوه سترګه يې په جهاد کې له لاسه ورکړې او  تقوا او پرهيز ګارۍ  يې ټوله نړۍ ته جوته ده. ښايي ملاصاحب د مشر حکمتيار په کچه علمي سويه ونه لري خو صبر، تقوا، استقامت او تدبير يې نړيوال په لړزه کړل، چې حتی حکمتيار صاحب هم پر دې اعتراف کوي. بله موضوع چې ډېره د تأمل وړ ده هغه دا چې صلاح الدين د امير المومنين په فزيکي شتون شکمن دی؛  کټ مټ لکه د شمالي ټلوالي داړه ماران چې کله لار ور نه ورکه شي بيا وايي چې ملا عمر  اصلاْ شتون نه لري هغه حفیظ الله امین، شهنواز تڼي، امريکايي … دی. چې په دې اړه بايد دغه ښاغلي لومړی بايد له خپل پلار څخه پوښتنه کړې وای، ځکه چې پلار يې د ملا صاحب پر فزيکي شتون لا څه کوې حتی د هغه پر ميړانه او ښرښندونو هم اعتراف کوي خو زوی …

زه البته حکمتيار ته د زړه له کومې احترام لرم، د هغه علمي شخصيت، تقوا، مجاهدت او قربانيو ته! خو په حقيقت بايد سترګې پټې نه شي. حکمتيار د ټول افغانستان په کچه ښايي تر ۷۰ سلنې زيات پلويان درلودای او د هېواد  ډېری خاوره د ده د پلويانو تر ولکې لاندې وه، خو د کارنده ټيم د نشتوالي او کمزورې ادارې له کبله ده ونه شوای کړای چې  دغه واک ټينګ کړي او په ورو ورو يې ټولو ځواکونو يا د دوستم، يا مسعود او يا هم د طالبانو په غږ کې سقوط وکړ.

زه منم چې په دې برخه کې نور لاملونه هم وو لکه د کی جي بي، آی اس آی، سي آی ای، آيران ، فرانسې او داسې نورې لاسوهنې. چې البته دغه خنډونه د طالبانو پر وړاندې هم وو او دي خو د ملا صاحب مدبرانه شخصيت، قاطعيت او کارنده ټيم هغه تر دې دمه کابو کړي او هيڅوک تر اوسه په دې نه دي توانيدلي چې د طالبانو په منځ کې درځ پيدا کړي.

په دې بايد ټول اعتراف وکړو، چې هغه تلفات او قربانۍ چې د افغانستان اسلامي امارت ورکړې، که بل ګوند وای اوس به يې نوم هم د ځمکې پر سر نه وو پاتې. خو دغه وينې سيلابونه شول او دا دی دښمن يې پسې اخستی دی. چې هيڅوک هم بايد ور باندې سترګې پټې نه کړي.

ښاغلی صلاح الدين حکمتيار! دا به راسره منې چې د مشر حکمتيار صاحب اداره کمزورې ده، ده تر اوسه يې ګوند، ځان او اسلام ته مخلص کسان نه دي پېژندلي، په هر چا يې چې باور کړی، هغه پوچ او خام ختلي: منشي مجيد، ناقد، ارغنيدوال، سباوون، جرير او وروستی يې حلال.

خو برعکس طالبانو ته وګوره چې کوم کس چې د تحريک له اوصولو څخه سرغړولی، هغه حتی له ټولنې څخه منزوي شوی چې ښه بيلګه يې معتصم آغا جان يادولی شو. همدارنګه طالب مشران حتی د حکومت تر کنټرول لاندې سيمو کې چې په نظر بند ډول شپې ورځې تيروي او يا هم په زندانونو کې دي، د مشر له اجازې پرته حتی يوه خبره هم نه شي کولی او نه يې کوي چې د ملامحمد عمر مجاهد مدبرانه سياست بولي او که الهي نصرت؟

ښاغلی کشر حکمتيار! افغان طرف بده خبره نه وه کړې، راځې چې شخصي اغراض يوې خوا ته پرېږدو، يوازې او يوازې د الله  د رضا له پاره هغه لاره غوره کړو چې د مسلمانانو او د الله د دين په خير وي. زه وايم چې شيخ اسامه (رح ) ايمن الظواهري، بيت الله محسود او داسې نور مجاهدين چې له امير المومنين سره بيعت کوي ښايي په هغه کې به د اسلام خير ويني. حکمتيار صاحب که داسې منظم ټيم درلودای چې د ټول افغانستان واک په لاس کې واخلي ښايی د طالبانو شتون ته اړتيا نه وای پيدا شوې،نو راځئ چې ټول په يوه خوله ووايو : « امير المومنین زمونږ رهبر دی »

ابوالياس جهادوال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x