طالبانو په غزني او فراه کې نوي پرمختګونه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د غزني ولایت په شلګر ولسوالۍ کې یو کنډک او پوسته نیولې او همداراز یې د فراه ولایت د بکوا امنیه قومندانۍ نیولې، چې ددوی په وینا په دواړو پيښو کې په لسګونه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په میرازار کې طالبانو د پولیسو کنډک او په ډبلیو سیمه کې یې یوه پوسته نیولې چې له امله یې د نوموړي په وینا ۲۳ تنه عسکر وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
مجاهد زیاته کړې چې په دغه جګړه کې یې یو شمېر لوی او وړې وسلې د زیاتو مهماتو سره یو ځای غنیمت کړي دي.

مجاهد همداراز زیاته کړې چې نن سهار یې د فراه ولایت د بکواه ولسوالۍ امنیه قومندانۍ تر خپل کنټرول لاندي راوستلې او د قومندان، استخباراتو مدیر او د ټولۍ دقومندان په ګډون یې ۲۰ تنه پولیس وژلي دي.

د طالبانو یو بل ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې تېره شپه طالبانو د کندهار – هرات پر لویه لاره د خیراباد په سیمه کې د بکوا پر نوي امنیه قومندانۍ ډله ایز برید وکړ چې د یو نیم ساعت جګړې په ترڅ کې امنیه قومندان ګل احمد خان، د ملي امنیت رئیس جیلاني خان، د ټولۍ مشر فواد او ۲ نور ضابطان ووژل، ۲ رینجر موټر وسوځېدل او د یوه موټر په شمول ۳۱ میله وسله غنیمت شوه.

نوموړي همداراز ویلي چې د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالۍ د شاهراه د پل په پوسته کې ددوی یوه نفوذي کس د پوستې پنځه عسکر ووژل او دهغوی وسلې یې طالبانو ته د یوه رینجر موټر په شمول وسپارلې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د