د هندوستان حکومت پر مسلمان عالم «ذاکر نایک» د بندیز وروسته د هغه املاک هم ضبطوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د هندوستان حکومت ددغه هیواد پر مشهور دیني عالم او دعوتګر «ذاکر نایک» باندي د بندیز وروسته اوس غواړي چې د نوموړي دیني تنظیم «اسلامي ریسرچ فاونډیشن» ټول املاک او مکتبونه هم قبضه کړي.

د نوموړي تنظیم د هندوستان په بیلابیلو ښارونو کې مکتبونو لري چې د هغوی څخه د ممبئي ښار په سوېل کې د «اسلامک انټرنیشنل سکول» په نامه مکتب د ضبطولو چاري رسما پيل شوي.
د هندوستاني تلویزون «انډیا ټي وي» په حوال ویل شوي چې د «مهاراشټر» ایالت د تعلیم وزیر «ونودتاوړ» ویلي چې دمرکزي حکومت څخه څرنګه امر تر لاسه کړي، په دغه مکتب کې به د حکومت اړونده اداره تعیین شي او د مکتب انتظامات به ټول د حکومت په غاړه شي.

د راپورونو سره سم د دغه مکتب د ضبطولو وروسته به د «اسلامک ریسرچ فاونډیشن» ټول نور مکتبونه او تعلیمي ادارې د حکومت له خوا ظبط شي، د دغه ادارې د مشرانو پر خلاف به امنیتي چلند وشي. او پر هغو کسانو به هم حکومت کلکه څارنه پيل کړي چې د ډاکټر ذاکر نایک ادارې ته کومکونه ورکوي.

باید وویل شي چې له کله نه په هندوستان کې د هندو سخت دریځي «نریندرا مودي» حکومت راغلی، په دغه هیواد کې د مسلمانانو پر ضد حکومتي چلند سخت شوی او مسلمانان په یوه او بل نامه زورول کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د