عبدالستار سعادت

لر پښتانه – عبدالستار سعادت

عبدالستار سعادت

یو وخت مې د سایرو د ساتلو شوق درلود. په ژبه یې نه پوهېدم، خو؛ له سندرو مې یې خوند اخېست.‌ دوه سایرې مې وې؛ یوې به چې پیل وکړ، بله به ورته غلې وه؛ خو، کله به دواړه لګیا شوې او زمونږ په شان به یې د یو بل خبرو ته غوږ نه نیوه. یوه ورځ کور ته راغلم، د یوې قفس مې نسکور او مات ولید چې د سایرې بڼکې هم پرتې وې. پوه شوم، هغه د پېشو ښکار شوې وه. خوا مې ډېره بده شوه چې آزادي یې ما او ژوند یې پیشو واخېست. فکر مې وکړ چې د ساتلو یې نه یم نو باید آزادي ورکړم. سبا سهار مې د ژوندۍ سایرې قفس په ونه کې زوړند کړ او دروازه مې یې خلاص پرېښوده. مازیګر چې راغلم، هغه وتې نه وه. فکر مې وکړ چې که یې له قفسه راوباسم، نو شپه به پرې راشي او دا هم په آزاده فضاء کې ډېره بلده نه ده، سبا سهار به یې په لاس له قفسه بیرون راوباسم. هغسې مې وکړل، سبا سهار مې د قفس دروازه خلاصه کړه او له هغه ځایه مې واېسته. هغه قفس ته لنډه، په ونه کې کېناسته او زه بیا خپل روزګار پسې ووتم. مازیګر چې راستون شوم، هغه قفس ته ننوتې وه. سبا سهار مې بیا له قفسه بهره کړه او دا ځل مې د قفس ور وتاړه.‌ مازیګر چې کور ته راغلم، هغې د قفس نریو سیمانو مینځکې د ننوتلو لاره لټوله. تر دې چې زه ورغلم، وانه لوتله. دروازه مې خلاصه کړه او هغه مې قفس کې واچوله. سبا سهار مې چې له قفسه واېسته، هغه زندان مې د پښو لاندې واچاوه او مات مې کړ. مازیګر چې راغلم، سایره نه وه.

اوږد عمر، د آزادۍ نه بې برخې کېدل، د آزادۍ شناخت او له آزادۍ نه د خوند اخېستو حس له مینځه وړي. زما سایرې ته ګال (د هغوی ځانګړې دانه) او اوبه ور رسېدې، کله یې خوږه مالیده (د ډوډۍ، غوړو او خوږو ترکیب نه یوه ډول خواړه جوړېږي)هم خوړله، په آزادۍ کې یې د یوې دانې د موندلو همت د لاسه ورکړی و.

د خیبر پښتونخوا یا د دیورند له کرښې هاخوا پښتانه (حکم عام نه دی) د همداسې یوه برخلیک سره مخ شوي دي چې د پاچا خان کورنۍ بیا د آزادۍ حس په ټوله مانا د لاسه ورکړی دی. ځکه؛ هغوی ته (ګال) پاکستان ورکوي او مالیده تل افغان حکومت ورکړې ده. دوی ته نو آزادي کوم مفهوم نه لري. نشنلیانو چې تېر ځل د افغانستان د حکومت په پیسو، هلته ایالتي حکومت ونیوه، په لومړي ځل یې نسبي واک تجربه کړ چې د خیبر پښتونخوا تر ټولو فاسد حکومت هم د همدې ګوند په وخت کې جوړ و او تر بل هر وخته زیات، افغانان په کې زورول کېدل او سپکېدل. هغه تېروتنه د ولسمشر کرزي وه چې هغوی ته یې په قفس کې واک ورکړ او د واک د خوند تر څکلو وروسته، په آزادۍ او د آزادۍ په مبارزې باندې یې د پاچا خان د خولۍ رنګ راکش کړ او دا دی اوس یې کورنۍ، د پاکستان په ګټه، افغانستان سره د جګړې اعلان کوي.

یوه ستره غلطي چې روانه ده، هغه باید اصلاح شي؛ هغه دا چې: پاچا خان دومره کوچنی نه و چې هغه دې یوې کورنۍ پورې محدود کړای شي. پاچا خان یو مکتب دی او دا مکتب د ټولو دی. ولې باید د هغه کورنۍ د هغه امتیاز واخلي؟ پاچا خان یو فکر دی، یوه لاره ده او کله چې څوک په هغه باوري نه و او هغه لاره یې پرېښوده، نور نو هېڅ ډول اړیکه پاچا خان سره نه لري. دا امتیاز باید هغو سرښندونکو مبارزینو ته ورکړل شي چې د آی اېس آی د تور سیوري لاندې یې څراغ په لاس کې دی او سر یې هم په ورغوي کې نیولی دی؛ د آزادۍ او یو ځای کېدو شعار ورکوي. افغان حکومت او بر پښتانه نور باید د پاچاخان وینه ونه پالي، بلکې د هغه فکر وپالي.

خو؛ د دې ټولو بدمرغي ستر لامل، بیا هغه قفس دی. که د لر پښتانه په دې قفس کې وساتل شول او پنجابیانو د لوري ورته وچ ګال او اوبه رسېدې، هغوی به په آزاده فضاء کې د وزر وهلو هیله ونه لري. که د دېورند کرښه وي، اېمل ولي خان به په قفس کې او حسن خان به د افغانستان په خاوره کې (زما د سایرې په شان) آزادي نه شي احساسولی او د پنجاب غلامي به کوي.

نو؛ د دې قفس ماتول په کار دي؛ که مو د راروانو تاریخي فرصتونو نه په استفادې سره د ډېورند مسئله حل نه کړه (که مو دا قفس مات نه کړ) نو؛ لر پښتانه به ټول زما د سایرې په برخلیک اخته وي او راتلونکو نسلونو کې به یې صادق ژړک، خان زمان کاکړ، ډاکټر خادم حسین، فیصل فاران، ممتاز اورکزی او دې ته ورته نور شعوري او ژمن مبارزین نه وي، بلکې هر یو به حسن خان او اېمل خان وي.

هغه وخت به مونږ مطلق جلا برخلیکونه لرو؛ د پاچاخان د فکر جنازه به په ورک ځای کې خښه وي او فاتحه به یې اخېستل شوې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

پورتنی لیکنه می د همدی [[ لر پښتانه ]] د عنوان له امله اول نه لوستله ما ویل کوم پشتانه کمونست یا نشنلست به د خپل کمیشن د زیاتوالی د پاره بیا د ( لر او بر ) لیټۍ پخ کړی وی له نامه یی خسته شوی ووم حتی حساسیت ورسره لرم له نیکه مرغه د لوستلو د پاره می مهم څه نه لرل لوستل می ورله پیل کړل ، ګورم چه محترم ورور د [ لر پشتانه ] عنوان د نشنلستانو په دریز نه دی ورکړی له حقایقو یی تر ډیری کچی پرده لیری کړی ولی د لیکنی په… نور لوستل »

عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

تایوه مرغۍ نه سوه ساتلای قفس به دی لوړورته ځړولۍ وای دروازه به دی خلاسه پر ایښی وای نود سپند یار زوی ته به روزی څنګه ورکی هغوی دونه هستی اوجایداد لری چه تادمرغیو سره رانیولای سی اوکه دی دافغانستان ملک مقصدوی هغه دنادری کورنۍ دغسی حال ته رسولۍ دی چه سل کاله نوربه یی کچکول له ترخګه ونه لویږی بر پښتنو ته به څه ورکی تاسو دخپلو مهاجرو غم نسۍ خوړلای چه برپښتون خواکی په فقر شپی اوروځی تیروی اوس هم دبرپښتون خوا پښتانه ترتاسوآباد دی داسی پیغورلیکل دیوځوان دپاره دشرم خبره ده زه نه پوهیږم دادشرم مقاله دویب… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

‎پدی کی هیڅ شک نشته چی لر پښتانه افغانان دی خو پدی کی هم شک نشته چی پاچاخان د نوموړی کورنی او د نوموړی د لاری لارویان د فکری نظره هندوان دی . د پاچاخان ټوله فلسفه له هندویزم څخه اخستل شوی وه او نوموړی همدی فلسفی ته تر مرګه ژمن پاتی وو . دا پداسی حال کی چی هندویزم د افغانیت متضاده خوا ده او هندویزم له هری خواه له افغانیت سره په ټکر کی ده . نو په کوم اساس نوموړی دا دعوه کوله چی زه افغان یم . نوموړی یو فکری او ذهنی هندو وو او موږ… نور لوستل »

محمد نعیم سادات
میلمه
محمد نعیم سادات

‎بښنه غواړم چی په پورته لیکنه کی ما یواځی لر پښتانه یاد کړی چی افغانان دی او د بلوڅانو یادول راڅخه پاتی شوی . لر پښتانه او بلوڅان بی له شکه چی افغانان دی