نړۍ

شمالي وزیرستان: پاکستاني پوځيانو ۳۵ ولسي وګړي وژلي دي

wzپاکستاني پوځيانو پرون په شمالي وزيرستان کې د عامو وګړو پر کورونو توغوندي ويشتي دي چې له امله يې پنځه دېرش تنه وژل شوي.پاکستاني عسکرو وروسته له هغه د عامو وګړو پر کورونو توغندي وويشتل، چې يوه ورځ مخکې په ميرعلي سیمه کې د عسکرو پر يوه پوسته سرتيري برید کې نژدې پنځوسو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.د سيمې اوسېدونکي وايي، پرون پنجشنبه پاکستاني سرتېرو د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د عامو خلکو کورونه په توغنديو ووېشل.

په وژلو شويو عامو وګړو کې دوه تنه افغان کډوال هم دي.

د سيمې د اوسېدونکيو له قوله، تر ټول زيات عام وګړي هغه مهال ووژل شول چې د پاکستاني سرتېرو يو توغوندی په ميرعلي کې پر يوه هوټل ولګېده.په دغه پېښه کې پنځه ويشت تنه وژل شوي.
پاکستانی ژونالیست عقیل يوسفزئ وايي چې پاکستاني پوځ بېګناه خلک وژلي او د په توغندیزو بریدونو کې يې يو مارکيټ او د خلکو دکانونه وران کړي دي، خو د پاکستان پوځ بيا دا نه مني، چې پر عامو وګړو يې توغندي توغولي دي. د دغه پوځ يوه مشر ويلي، سرتېرو په عملياتو کې دوه دېرش وسله وال وژلي دي.
تېره ورځ په ميرعلي کې د پاکستاني سرتېرو پر يوه پوسته سرتيری بريد شوی و چې پکې پنځه تنه سرتېري مړه او ۴۳ نور ژوبل شوي وو.
د دغې پېښې مسووليت د انصارالمجاهدين په نامه د پاکستاني طالبانو يوې ډلې منلی و. د يادونې وړ ده چې د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن بیګا ناوخته د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ته د تيليفون له لارې ويلي چې، باید دا پوځي عملیات زر تر زره ودروي

 

soldiers fire artillery

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x