نړۍ

ترکیه د «لومړي وزیر» چوکۍ لغوه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): ترکیه په پام کې لري چې د هیواد په حکومتي نظام کې تغیرات رامینځته کړي او د لومړي وزیر چوکۍ لغوه کړي.

د ترکیې د اوبو او ځنګلونو چارو وزیر (فیصل اروغلو) ویلي چې په نوي حکومتي نظام کې د لومړي وزیر چوکۍ نشته، یو ولسمشر او یو یا دوه مرستیال ولسمشران به د حکومت په راس کې قرار لري.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې په نوي حکومتي نظام کې له پارلمان څخه د کابینې د ټاکلو صلاحیت اخیستل شوی او وزیران به له پارلمان څخه بهر ټاکل کیږي.

هغه په حکومتي نظام کې د بدلون په اړه نور وضاحت ورکړی او ویلي یې دي چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ګوند شتون لازمي دی او نوماند ولسمشر به مستقل نه وي بلکې خامخا به د یو ګوند غړی وي.

د ترکیې د اوبو ځنګلونو چارو وزیر وايي چې د دغه بدلونونو لپاره حکومت اړ دی چې لومړی په اساسي قانون کې بدلون راولي.

په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره اړینه ده چې په پارلمان کې لږ تر لږه ۳۳۰ د تایید رایې ترلاسه کړي. د ترکیې واکمن ګوند دا مهال په پارلمان کې ۳۱۶ چوکۍ لري او یوازې ۱۴ نورو رایو ته اړتیا لري ترڅو یاد تعدیلات تصویب شي.

فیصل اروغلو وايي چې د دې بدلون مسوده د ترکیې اپوزیسیون مشر «دولت باچهي» ته لیږل شوې او د نوموړي له موافقې وروسته به پارلمان ته وړاندې شي.

یاد ترکي وزیر د دغو تغیراتو موخه «د ولسمشریز نظام پیاوړتیا» په ګوته کړې او ویلي یې دي چې په دې سره به ولسمشر رجب طیب اردوګان زیات صلاحیتونه ترلاسه کړي.

په ترکیه کې یو شمېر مخالفو احزابو په حکومتي نظام کې په یادو تغیراتو نیوکه کړې او هغه یې د ولسمشر اردوګان لخوا د قدرت د انحصار هڅه بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x