نظــر

ملا برادر، د پردې پرمخ او تر شا لوبه

همایون ځواک

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې زنداني طالب مشر ملا برادر ته سپارښتنه کړې چې له افغان دولت سره خبرې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملا برادر په واسطه د طالبانو او افغان دولت ترمینځ د خبرو اترو امکان رابرسیره کیږي. له کومې ورځ چې ملا برادر د پاکستان له خوا نیول شوی پاکستان بار بار او وخت پر وخت د نوموړي له نامه څخه د سولې په موضوع کې د ځان د مطرح کولو په موخه استفاده کړې. داسې معلومیږي چې پاکستان ته له ملا برادر پرته بله داسې سکه په لاس کې نه ده پاتې، چې د هیواد په روان کړکیچ کې ترې د ځان پر لور د ذی دخلو اړخونو توجه راجلب کړي.

اوس نږدې اکثریت کتونکي په دې نظر دي چې پاکستان د ملا برادر له نامه څخه د خبرو او مذاکراتو په ډګر کې خپل ځان ته د کریډیټ حاصلولو استفاده کوي. همدا لامل دی چې کله یې ونیسي، کله یې خوشې کړي، کله یې تری تم کړي، کله پرې له افغان دولت سره خبرې کوي، کله یې د خبرو په بهیر کې رول ډیر بې ارزښته کړي، او کله یې بیا د طالبانو په لیکو کې تر ټولو بانفوذه او دومره منل شوی معرفي کړي چې که له تورو تمبو شاته هر تصمیم ونیسي د طالبانو مسیر او برخلیک بدلولی شي. کله وايي چې کولای شي طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي او کله بیا وايي چې په طالبانو هیڅ کنټرول او تسلط نه لري، نه یې له چا سره خبرو ته کښینولی او نه منع کولای شي.

ملا برادر ولې ونیول شو؟

که څه هم یو شمیر کارپوهان د ملا برادر د نیول کیدلو انګیزه له افغان دولت سره د نوموړي خبرو ته چمتو والی ګڼي او وايي چې ملا برادر ځکه ونیول شو چې له افغان دولت سره یې د مذاکراتو اراده درلوده، خو ځیني نور په دې باور دی، او وروستي جریانات هم حقیقت ته ددغه نظر د نږدې والي ښکارندويي کوي، چې ملا برادر له دې امله نه دی نیول شوی چې ګواکې له افغان دولت سره خبرو ته چمتو وه، بلکې د پاکستان، افغانستان او امریکا د مشترک پلان له مخې په دې هدف ونیول شو چې له افغان دولت سره په زور خبرو ته چمتو کړل شي.

ویل کیږي چې پاکستان په نوموړي د بند په موده کې ډیر کوښښونه وکړل چې له کابل سره یې خبرو ته اماده کړي، خو نوموړی له اولې ورځې تر نن پورې ځان د ملا محمد عمر تابع ګڼي او خپل ځان ته دا صلاحیت نه ورکوي چې په دغسې مواردو کې پریکړې وکړي.

همدا وجه ده چې نه پاکستان دا جرئت  کولای شي چې ملا برادر آزاد کړي، او نه افغان دولت په ډاډه زړه د ملا برادر د خوشې کولو غوښتنه کولی شي، ځکه چې که نوموړی عام محضر ته راواوځي نو له افغان حکومت سره یې خبرو ته د چمتووالي ډرامه افشا کیږي، او بیا دواړه هیوادونه نه شي کولای د ملا برادر په نامه خپلو خلکو او نړۍ ته مزیده دوکه او فریب ورکړي.

د سولې په خبرو کې د بندي ملا برادر رول:

که مونږ د یوې شیبې لپاره فرض کړو چې ملا برادر رښتیا هم اوس چمتو دی چې له کرزي سره د طالبانو په استازیتوب خبرې وکړي، بیا هم د نوموړي له لارې له افغان دولت سره تماسونه هیلې بخښونکي نه دي.

د طالبانو مشر ملا عمر په خپل نږدې هر پیغام کې په دې ټینګار کوي چې د اړیکو او تماسونو لپاره یې یوازې یو چاینل ته صلاحیت ورکړی او هغه سیاسي دفتر دی، او یوازې سیاسي دفتر کولای شي چې له بهرنیو او کورنیو اطرافو سره اړیکي ونیسي.

نو په داسې حال کې چې د طالبانو مشر په خپلو اداري تشکیلاتو کې له داخلي او خارجي جهتونو سره د تماس لپاره یو مشخص ارګان (سیاسي دفتر) ټاکلی وي، آیا یو بندي طالب ته له افغان دولت سره د اړیکو او خبرو اترو صلاحیت ورکول دوه متضادې پریکړې نه دي؟!

همدا لامل دي چې ډیر خلک د ملا برادر او افغان دولت د خبرو داستان ته د شک په سترګه ګوري، او په دې باور دي چې د پاکستان په زندان کې د پروت ملا برادر له نامه څخه د پاک-افغان په مشترکو تبلیغاتي لوبو کې د یوې مهمې یرغمل شوې مهرې په توګه استفاده کیږي.

د ملا برادر له داستان څخه هدف څه دی؟

د کابل او اسلام اباد حکومتونه له اولې ورځې د قطر دفتر له پرانیستل کیدلو سره مخالف وو، دواړه حکومتونه له ډیره وخته په ډې لټه کې دي چې څرنګه د قطر بهیر سبوتاژ او یا یې لږ تر لږه په وړاندې خنډونه ایجاد او په دې برخه کې خپلې هڅې هماهنګې او دوه اړخیزه کړي.

د ملا برادر له لارې له کرزي سره د طالبانو په خبرو ټینګار د داسې کړیو غوښتنه ده چې په هیواد کې د یو ډاډمن جوړجاړي نیت نه لري بلکې په اصل کې د خبرو او مذاکراتو په ډګر کې د طالبانو د هغه واحد سیاسي قوت چې د قطر د دفتر په شکل کې رامینځته شوی، د پاشلو لپاره یوه پلان شوې دسیسه ښکاري، او غواړي خلکو ته داسې انتباه ورکړي چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر پرته هم د سولې او خبرو اترو امکانات شته.

له بلې خوا د پاکستان او افغانستان دولتي چارواکي وخت په وخت داسې څرګندونې کوي چې ګواکې طالبانو له افغان حکومت سره (پټې) خبرې پیل کړي. یو شمیر کتونکي چې د سولې په خبرو کې د دواړو هیوادونو په نیتونو شک لري په دغو څرګندونو هم انتقاد او استدلال کوي. دا ځکه چې طالبان په خپلو سیاسي اعلامیو کې همیش اعلان کوي چې د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو او د مذاکراتو د خارجي اړخ له پای ته رسیدلو وروسته به له هر په نامه افغان سره په پټه نه، بلکې په ښکاره خبرې کوي. خو دا چې د طالبانو د اعلان کړي دریځ بر خلاف په اوس وخت کې له افغان دولت سره د (پټو) تماسونو او خبرواترو ادعاوې کیږي په حقیقت کې د سولې د هغې ټولې برنامې پر ضد یوه بله دسیسه ګڼل کیږي چې د طالبانو د سیاسي دفتر په څرګندونو کې پرې ټینګار کیږي، او که دقیقا وویل شي غواړي فقط د قطر دفتر د وضع کړي میکانیزم مخالفت او داسې عمل وشي چې په ترڅ کې یې د دغه دفتر د سولې تګلارې ته اعتنا ورنکړل شي.

له طالبانو سره د خبرو په موضوع کې د ملا برادر له لارې د پاکستان په رول د ټینګار کولو دوهم هدف دا دی چې د سولې شوری خپل حیثیت وساتي، ځکه چې که له طالبانو سره د خبرو چانس صفر شي ددغې شوری د شتون اړتیا تر پوښتنې لاندې راځي. داسې هم ویل کیږي چې د سولې شوری نیمايي غړي د پخواني جهاد له وخت څخه د پاکستان د استخباراتي ادارې تر لاس تیرې شوې څیرې دي، نو دا هم د پاکستان یوه بله برنامه ده چې د سولې شوری له ادرسه یې د تطبیقولو زیار باسي.

حل لاره څه ده؟

تیرو تجربو مونږ ته دا راښوولې چې دا امکان لري چې پاکستان په افغانستان کې نا امني او ګډوډي جوړه کړي، خو کله هم نه شي کولای او نه هم غواړي چې په افغانستان کې سوله او امنیت راشي. له پاکستان څخه د افغانستان د ثبات او استقرار طمع لکه پیشو څخه د غوښې ساتنې احمقانه هیله ده. که افغانان دا واقعیت درک کړي، بویه چې په افغانستان کې د واقعي سولې او ثبات لپاره یو کوټلی، اړین او مثمر ګام پورته شو.

په تیرو کلونو کې مو په تجربو سره ولیده چې سوله د زور له لارې رانغله، د زندانونو له لارې رانغله، د تهدید او ګواښونو په نتیجه کې د سولې خبرې کامیابې نه شوې، خو یوازینی اختیار چې تجربه شوی نه دی هغه له هیواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو بې له قید او شرطه وتل دي، که افغان او پاکستاني دولتونه په رښتیا غواړي له کابل سره د طالبانو خبرو اترو ته زمینه برابره کړي، باید د هغو شرایطو په رامینځته کولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې طالبانو له افغاني جهتونو سره د خبرو اترو تر مخه لازمي بللي، او هغه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x