کور پاڼه / خبرونه / افغانستان / بغلان: د امنیه قومندان زوی یو ملکي کس په توفنګچه وژلی / انځورونه

بغلان: د امنیه قومندان زوی یو ملکي کس په توفنګچه وژلی / انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، لړم ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د تخار ولایت امنیه قومندان مصطفی خان زوی د بغلان ولایت یو اوسیدونکی د ښار په منځ کې د شخړي پر مهال په توفنګچه وژلی، چې له امله یې د ښار خلک پاریدلي او په لاریونونو یې لاس پوري کړی دی.

د ځايي اوسیدونکو په وینا پيښه تېر مازیګر را منځته شوه، بیا وروسته د ښار اوسیدونکي لارو کوڅو ته د لاریون په موخه را ووتل او تر یولسو بجو یې لاریون ته ادامه ورکړه.

د کابل نیوز تلویزون د خبر سره سم لاریون کوونکو د شپي ناوخته پولیسو ته وخت ورکړ تر څو قاتل ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري، خو داسي ونه شول چې له امله یې لاریونکونکي نن د جمعې په ورځ پر یولسو بجو یو ځل بیا په لاریون لاس پوري کړ او د قاتل د نیولو غوښتنه یې وکړه.

د سرچیني په حواله لاریون کوونکو د پلخمري د دو سرکې په سیمه کې د کابل – مزارشریف او کابل – کندز لاره د ترافیکو پر مخ وتړله او د قاتل د نیولو غوښتنه یې تکرار کړله.

پر ټولنیزو پاڼو د نشر شویو انځورونو څخه ښکاري چې لاریون کوونکو د لاري په منځ کې خیمه وهلي او غوښتنه کوي چې تر څو قاتل نیول شوی نه وي، دوی به لاریون ته ادامه ورکوي.

baghlan-laryoon-1 baghlan-laryoon-2 baghlan-laryoon-3 baghlan-laryoon-4 baghlan-laryoon-5 baghlan-laryoon-6


یادونه: په نن ټکی اسیا کې خپرې شوي لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه
د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن دلته کښته کړئ