افغانستان

په زابل کي وژل شوي ۶ تنه امریکايي عسکر څوک وه؟

د امریکا د ان بي سي تلویزون د هغو امریکايي عسکرو شناخت پر لیکه کړ، کوم چي دوه ورځي وړاندي په زابل ولایت کي د یوه امریکايي هلیکوپتر د را غورځېدو له کبله وژل شوي وه.

 

راپور وایی چی د هغو څخه پنځه کسان د امریکا د کنساس ایالت د فورټ ریلي فوځي مرکز څخه فارغه شوي وه، چیري چي پنځه سره په یوه ویډیو کي د فوځي تمریناتو په وخت کي یو ځای ښکاري.

په وژل شویو عسکرو کي یو هم 29 کلن سارجینټ پيټر بولر دی، چاچي د هلیکوپتر د عملې مشري په غاړه لرله.

هغه د شمالي کیرولاینا د ویلو سپرنګ په نامه سیمي کي زیږدیلی وو، او د خپل مور په درو اولادونو کي تر ټولو مشر وو.

کله چی مور (ډیبرا) د نوموړي په مرګ خبره شول، د خپل فیس بوک پر صفحه یې ولیکل: نن ورځ په ۵:۳۰ بجې سهار زما زړه په ملیونو برخو ټوټې ټوټې شو، مهربانه خدایه، ماته دومره قوت راکړه چی دغه غم او درد راباندي تیر سي.

د دوی د خاندان یو بل دوست وویل چي وژل شوي سارجنټ ټوله ښه کارونه کول، ځوان وو، د عمر په ښه پړاو کي وو، خپل د هیواد خدمت یی کوی، او هر څه یی ښه کول.

دوهم کس دیرش کلن جیسی ولیم وو، نوموړی د انډیانا ایالت د ایلک هارټ سیمي څخه راغلی وو، او دا یې دریم ځل وو چی افغانستان ته د عسکري خدمت لپاره لیږل شوی وو.

د نوموړي مور وایی چی زوی یی لوی او قوي ځوان وو، او نه یې پریښودل چی څه شی پر ده باندي غالب شي، او دی ناکامه کړي.

ولیم خپل تر شا ۶ کلنه لور هم پریښودل، کومه چي په ۲۰۰۸ کي هغه وخت پیدا شوی وه، چی نوموړی د عسکري خدمت څخه په رخصتي وو.

بل کس ټیري ګوډن نومیږي، هغه ۳۵ کاله عمر دلورد، هغه د امریکا د اریزونا ایالت وو.

۳۴ کلن چیف وارنټ افیسر رڼډې بلنګس هم په دغه الوتکه کي ووژل شو، نوموړی د دامریکا د اوکلاهوما ایالت وو.

او ۲۸ کلن د اولي درجې سارجنټ  عمر فورډ هم په وژل شویو عسکرو کي شامل دی، نوموړی د ماریتا، جورجیا ایالت څخه وو.

د راپور سره سم تر اوسه هم د ددغو عسکرو کورنۍ سوالونه کوي، او غواړي چي سم قناعت کونکي جوابونه تر لاسه کړي.

په یو بل راپور کي همدې تلویزون وویل چي دوی ته یو ځل امریکایانو وویل چي دغه هلیکوپتر د طالبانو له خوا تر برید لاندي راغلی، خو وروسته یې وویل چي الوتکه خپله د تخنیکي عوارضو له کبله پر ځمکه را غورځېدلې.

باید وویل شي چي د رواني میاشتي په اولسمه نیټه (درې ورځي وړاندي) د امریکایانو یوه هلیکوپتر الوتکه چي ۷ کسه عسکر په کښي سپاره وه، د زابل په ولایت کي د طالبانو تر برید لاندي راغله او پر ځمکه را نسکوره شول، او وسوځېدل.

د قاري یوسف په وینا الوتکه کي سپاره کسان ټول ووژل شول.

خو د امریکايي ځواکونو مطبوعاتي دفتر وایی چی وژل شوي عسکرو شمېر ۶ دی او یو تن ژغورل شوی وو.

{flvremote}http://msnbc.vo.llnwd.net/e1/video/flash/nn_04_afghansold_131219.flv{/flvremote}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x