افغانستان

د غور په سلو کې اتیا اوسېدونکي وسلې لري

نن ټکی آسیا: په سلو کې اتیا غوریان په کورونو کې سپکې او درنې وسلې لري.
امنیتي چارواکو په غور کې د ناامنۍ له کبله د خلکو په کورونو کې د وسلو پر پراخ شتون اعتراف کړی دی.

د غور د امنیه قوماندانۍ د جنایي آمر عبدالعلي اسیري د څرګندونو له مخې، اوس مهال د غور په سلو کې اتیا وګړي سپکې او درنې وسلې لري او یوازې شل سلنه چې هغه هم د ولایت په مرکز چغچران ښار کې مېشت دي، له وسلو تش لاس ژوند تېروي.
نوموړی زیاتوي،چې خپلمنځي شخړې، له حکومت سره مخالفت او نوره ناامنۍ خلک د وسلو ګرځولو او ساتلو ته اړ کړي.
اسیري وویل چې د اربکیانو او غیر مسؤله وسله والو ناسم چلند او نهایت زیات تېری هم ولسي وګړي اړ ایستي،چې د خپلې دفاع په غرض وسلو ته مخه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x