افغانستان

قاري یوسف: د امریکایانو څخه د امتیاز تر لاسه کولو په خاطر د داعش پروپاګند کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې د ګډحکومت چارواکي او ولایتونو مسؤولین په افغانستان کې د داعش پروپاګند ددې لپاره کوي، تر څو د امریکایانو او غربیانو څخه امتیاز تر لاسه کړي.

نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د زابل ولایتي ادارې ادعا کړې چې ګواکي ددغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې داعش ته منسوب خلک را پیدا شوي او د ځان په تجهیزولو بوخت دي، چې دوی دغه ادعاګاني په کلکه ردوي.

نوموړي وویل چې په زابل کې داعش ته منسوب هیڅ څوک نشته.
نوموړي وویل چې ځايي چارواکي په دې کار سره له یوه اړخ غواړي چې خپله ناکامي پټه کړي او له بله اړخه د امریکایانو او مرکزي حکومت څخه امتیاز تر لاسه کړي.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دوی خورا بیدار دي، کله به هم په افغانستان کې بل کس او ډلي ته دفعالیت اجازه ورنه کړي چې هغه د خلکو ژوند وګواښي او یا فتنه واچوي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د ګارډین ورځپاڼي هم خبر ورکړ چې په افغانستان کې دداعش ډله له پښو لوېدلې خو لا ختمه نه ده.

د یادي سرچیني سره سم د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې لږ شمېر داعش شته چې له پاکستانه راغلي او د ولسي وګړو سره په سخت چلند پيژندل کیږي.
په راپور کې ویل شوي چې داعش نور په افغانستان کې د حکومت لپاره هیڅ ویره نه ده، خو ولسي وګړو ته به بیا هم یو ګواښ وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x