نظــر

ټرمپ د امریکا درېیم رئیس او زمونږ فوټبال کابل

محمد زمان مزمل

کابل چې د افغانستان د سیکولر او مسلمانو ډلو داخلي دښمنیو پای د امریکا هغو مهاجرو افغاني دوستانو ته وسپاره چې پای پکې د امریکا د دولتي ټيم د مشرۍ لاندې سطحي مسلمانانو او خلقیانو ټولو د ځای او مقام هڅه وکړه. دغه کابل پای نه امریکا او نه هم ناټو په مجموع کې د هغه کابل نه پراخ کړای شو چې د نجیب په وروستیو شپو کې یې د امنیت پولې ارغندي او بني شلفګان و.

په ۲۰۰۱ کال کې د کرزي راتګ او د امریکا نظامي حضور د هغو افغانانو لپاره ښه چانس ورکړ چې په انګلیسي ژبه اسانه غږیدای شول او د هغو لپاره چې له دې مخکې د یوه امریکایي سناتور یا یوه مشر امریکایي سره یې اړیکې درلودلې د هغوی د پاره خو اکسیر اعظم شو.

په کابل کې د بن د نظام مخکښانو هومره چې د امریکا د مشرانو سره په خپلو اړیکو او امریکا ته په خپلو تنازلونو حساب کاوه د هغه په لسمه یې په ملت کې په خپل هغه مقام او موقعیت حساب نه کاوه. دې سیاسي هرزه جریان افغانان هومره و ښویول چې هر چا پکې اول هڅه کوله چې اول په امریکایي ټیم کې دوستان پیدا کړي او په دویمه او تر دې زیات مسخره منډه کې د یو نظامي یا ملکي مشر امریکایې سره روابط او دوستي پیدا کړي .

د دې مسخره تهذیب افغانان بلکې مجاهدین بلکې فرهنګي کسان هومره و ښویول چې هر چا په یوه غونډه او یوه مقاله کې غوښتل داسې څه و وایې یا ولیکي چې هغه پکې خپل پرونی سیاست ….. جهاد او مسلماني د خپلې ماتې له سنګر نه په نښه کړي .

تر دې هم پکې مسخره دا وه چې د ځینو رهبرانو زامنو او لورګانو پکې خولې خلاصې کړې چې د هغوی پلرونه پکې د جهاد په دوران کې دموکراسۍ ته معتقد وه.دا مې هم په یاد دي چې په اولو او دویمو انتخاباتو کې د کاندیدانو شمیره همدې تهذیب په څلویښتو ور واړاوه او په د ې سلسله کې ډېر داسې کسانو هم ځان کاندید کړ چې چا پکې د امریکا د نظامي مشرانو د تودې ستړي مشي په مهال د لاسونو ګرمي دې ته امیدوار کړل چې هغوی هم پکې چانس لري.

دا مې هم په یاد دي چې د امریکا نه پکې د یوه مهار شکولي محصل هم د سنا د مجلس د یوه غړي سره خپل معرفت د دې لیوني او میراث کابل د حکمرانۍ لپاره یو مناسب چانس تلقي کړ او هغه پکې تر ناکامۍ تیټ خپل رول ژوندی ولید.

د بوش امریکا دغه کابل او پکې حکومت د بوش په تلیفونونو او ویډيویي مرکو اداره کاوه او بوش د افغانستان هغه دوستي وګټله چې هغه پکې د سیکولرو افغانانو نه زیات د مذهبي سټو لاسونه موښل.

بوش د لیندن جانسن نه وروسته دویم رئیس و چې نړۍ ته یې امریکا د سیاسي او نظامي ځواکمن حضور وروستی رنګ و ښود.

هغه ځانته حق ورکاوه چې د سپټمبر په پیښو دغسې یو کردار کې امریکا همدغسې و ښیي او د ورک اسامه په عمل یې افغانان او د صدام د کیمیایي وسلو په ګناه یې عراقیان هغه جنګ ته وتړل چې تر ننه پورې پکې هر کال د ویتنام د جنګ څلورمه برخه قربانیان اخلي.

خدای خبر چې د بوش غوصه خپلو دوو دورو او د عراقیانو او افغانانو مرګ او ژوبلې سړه کړه که نه او خدای خبر چې دغه ځواکمن رئیس د خپلې دورې په پای کې د خپل کهریدلي فلمي غوصې شاته دا فرصت پیدا کړ چې وجدان یې د افغانستان او عراق په ناورینونو هغه نوي نظر ته اړ کړي؟

ولی هغه ته نور د امریکا قانون د کهر د سړیدو فرصت ورنکړ او د خدای شکر دی چې ولاړ.

دا پکې اول ځل و چې د نړۍ مظلومو انسانانو او بیا افغانانو او بیا همغې پالیسۍ د اوباما د راتللو د هیلو پسې وتړل چې هغه پکې د دغه جنګ د دریدو او د ګوانتانامو د زندان د تړلو وعده وکړه. اوباما په افغانستان کې خپلې وعدې په څو تحولونو کې نیمګړې کړې او نیمګړې یې پریښودلې.

اول

په افغانستان کې یې د جنګ تر څنګ د سولې لپاره په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر خلاص کړ ولی د کامیابو مذاکراتو لارې یې پرې بندې کړې.

دویم

د بوش ملګری کرزی یې په لیرې کولو او یا یې په بې اثره کولو کې ښه وچیړه ولې کرزي پکې د شپنیو عملیاتو او د ملکي خلکو په ظالمانه وژلو د اوباما سره هومره په ټکر کې شو چې د خپلې دویمې دورې په پای کې یې د امریکا سره هغه تړون امضا نه کړ چې د افغاسنتان تورې لويې جرګې یې د امضا کولو پریکړه کړې وه او چې خپل مشر پیر مجددي په ګواښمنه لهجه و ګواښه نو هغه بیا هم امضا نه کړه او پای مجددي هغه په دویم هجرت وګواښه.

زمونږ خلک د کرزي په دې نه امضا هومره دمه نه شول لکه د حضرت صاحب دویم هجرت ته چې خوشحاله شول ولې مجددي صیب په داسې وعده کې ملت ته پړ شو.

درېیم

اوباما په خپله اوله او دویمه دوره کې د افغانستان نه د امریکا د لښکرو سره د وتلو پریکړه پیل او عملي کړه منتها د طالبانو د مذاکراتو د دب کیدو او کابل ته د طالبانو د ګواښ د مخنیوي او د پردیو د حمایې پورې تړلو افغانانو د خاطر په خاطر امریکا د خپل لښکر یوه برخه د ۲۰۱۶ کال پورې وساتلې او اوس د طالبانو د جګړو د ګواښ په پلمه د هغوی موده اوږده او د نورو د رالیږلږ ګواښ یې کړی دی.

څلورم

هغه د ګوانتانامو د بدنام زندان د تړلو وعده یې څو ځله تکرار کړه ولې تر اوباما زیات کهریدلې امریکایانو هغه لا هماغسې د امریکا د زیات شرمولو لپاره ساتلی دی منتهی د اوباما په دوره کې ایله دومره وشول چې محدود زندانیان پکې یا تبادله شول او یا د عمر، مرض او سیاسي چنو په سلسله کې خوشې شول یا په قطر کې دویم نظر بند کې پاتې دي.

د امریکا د حضور پورې تړولو افغانانو امریکا په افغانستان کې د هغه نظام او د هغې دموکراسۍ په راتلو ښه وشرموله او خپله یې خپل ځانونه هم پیکه کړل چې دغو افغانانو پکې د بوش دوه دورې او د اوباما دوره دورې پوره کړې ولې هغوی پکې اوس هم وردګو او لوګر ته خپلو کورونو او یا هم د باجه ګانو بولې ته نشې تلای.

د نړۍ په تاریخ کې هومره اوږد جنګ چې امریکا په عراق او افغانستان و تاپه مثال نلري اخر هومره اوږده موده که د افغانانو لپاره د ځوان نسل په مرګ په داوړو لوریو کې فاجعه شوه د امریکا او بیا د ناټو په اشتراک د یوه اسامه پر سر را پورته شوې ماجرا ولې په یوه کال …. یوه لسیزه کې حل نه شوه کړای اخر د امریکا ایله جار ځوانان هم په افغانستان کې د مرګ د ناولي عمل یو اړخ دي بلکې د هغوی ډيری ځوانان د افغان اردو هغو زلمیانو و وژل چې نور یې د امریکایانو په لاس د خپل هیوادوالو مرګ ستړي او نهیلي کړل!

پرون مې چې د امریکا د درېیم رئیس ټرمپ د دورې اعلان ستیژ ته کتل ماته مې په خپل هیواد کې د دغه فوټبال کابل ناورین را یاد شو چې په دغو دریو دورو کې امریکا دغه کابل د ځان کړ او نه هم امریکا پر ضد مقاومت په یو سیاسي یا نظامي ابتکار کې دغه کابل واقعا د افغانانو کابل کړ.

د ټرمپ د خبرو په لړ کې چې د تلویزون په سکرین یې وښودلې چې هغه ویلې ول چې زه به (امریکا کې) د دښمنۍ او اخ و ډب لپاره مصروف نه شم ماته د دغه فوټبال کابل ناورین سترګو ته ودرید چې افغانان به تر څو د امریکا او شوروي له خوا د تپلو زعامت او بیا د هغوی په مقابل کې د هغو ډلو په مقاومت کې په ډله‌ییز ډول هدیرو ته ځي چې هغوی خپله د خپلو ډلو په زعامت کې او هم د دې ملت د یو ملې زعامت په انتخاب کې ناکام سوابق او بدنامې تجربې لري.

زمونږ مظلوم خلک هومره چې په دې فوټبال کابل کې د تپلو حکومتونو او د هغوی د جګړو نه ستړي شول د هغه دوه برابره د هغو نظامي اپوزیسیونونو د مقامت د دوران د اختلافاتو جګړو او بیا یو نیم ځل کابل ته د هغوی په بدنامو نظامونو کې چې د زعامت ستونزه پکې حل نه وه وکړیدل.

امریکایانو درېیم رئیس ټرمپ انتخاب کړ ولې د امریکا جنګ لا په افغانستان کې روان دی او کابلي حکمرانانو د نظامي اپوزیسیونونو مشران د دې په ځای چې د خپلو پرګنو د جنګ د قربانیو اندیښنه وکړي هغوی پکې دا اندیښنې لري چې مبادا ټرمپ پر هغوی سوله تحمیل نکړي که داسې نه وي د مقالې لوستونکي ته قسم ورکوم چې د خپل یو دوست په ذریعه د اشرف غني د کابینې د یو غړي دې و پوښتي چې هغوی د ټرمپ د بري اعلان وروسته جلسه کې په دې اړه کوم د افتخار نه ډک تصمیم ونیوه.

په دې حکومت کې د حکومت لوړ پوړي مامورین د امریکا حمایې ته د هغه هندو د جلابو په شان ګوري چې د مریض ورور ورته د خپل ورور د مړیني شکوه راوړي وه ولی هندو پکې د خپلو جلابو په موثریت فخر کاوه.

د امریکا په شان یو لوی ځواکمن هیواد د خپلو سلاته امریکایانو په منځ کې د ځواک د انتقال مظاهره هغسې کوي چې په اوله نقطه کې مخالف ورته مبارکي وایي ولې زمونږ کابلي حکمرانان چې په یوه پردې کابل کې ژوند کوي ډيری پکې د امریکا په دوستۍ فخر کوي ولې د سولې اواز یې په غوږ باندې لکه د هاوان غږ داسې لګیږي. اخر که له خدای نه مرور یاست له امریکایانو خو وشرمیږئ او ترې زده یې کړئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x