افغانستان

ولسي جرګې ګډحکومت ته بله بنده ورواچوله

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر تېره ورځ رسنیو ته وویل چې که د سلب صلاحیت شوو وزیرانو پرځای نوي وزیران ورمعرفي نه شي، دوی به د ګډ حکومت کلنۍ بودیجه تصویب نه کړي.

نوموړي دغه خبري د حکومت د هغې پریکړي په غبرګون کې کړې چې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو قضیه یې ستري محکمې ته لیږلې او وزیرانو ته یې امر کړی چې خپلو دندو ته ادامه ورکړي.

باید وویل شي چې تېره اونۍ ولسي جرګې د ګډحکومت د کابینې څخه ۱۶ وزیران استیضاح کړل او د هغوی په اړه یې رایه اچونه وکړه، چې په ترڅ کې ۷ وزیران سلب صلاحیت او له دندو څخه قانونا وشړل شول.

په دغه وزیرانو کې د شمالي ټلوالې پخواني مشر برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني هم وو، چې د بهرنیو چارو وزارت څخه سلب صلاحیت شو.

د نوموړي د سلب صلاحیت پر سر د ګډحکومت دواړه مشران اشرف غني او عبدالله سخت غبرګون وښود او د ولسي جرګې څخه یې نوره د استیضاح لړۍ د ځنډولو غوښتنه وکړه خو ولسې جرګې رد کړه او ویې ویل چې دا د دوی قانوني حق دی.

که څه هم طمع کیده چې زیات شمېر وزیران به سلب صلاحیت شي خو ګومان کیږي چې د حکومت له لوري د فشار له کبله دغه لړۍ یوازي د ۷ وزیرانو پر سلب صلاحیت پای ته ورسیده.

په تیرو ورځو کې د ارګ څخه په خپرو شوو خبرپاڼو کې ولسي جرګې ته په پیغام کې راغلي وه چې ارګ له ولسي جرګې سره تقابل نه غواړي ځکه نو دوی باید دا لړۍ وځنډوي.

تېره ورځ د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر هم د ورته پيغام په لیږلو سره وویل چې ولسي جرګه د ګډحکومت سره تقابل نه غواړي، بلکي غواړي چې یو ځای کار ورسره وکړي او د خپل بېوزله ولس له حقوقو څخه تر «مرګه» دفاع وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x