شعـــــرونه

اته ويشتمه آنلاين في البديهه مشاعر

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې آنلاين في البديهه مشاعره چې د ښاغلي ( عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پر دېوال تر سره شوه غور چاڼ يې په لاندې ترتيب کتلی شئ.

د معمول سره سم دادی مشاعره د ښاغلي ( صادق مل ) صاحب د شعر په مطلع پيلوو خپل بيتونه مو په همدې قافيه راپيل کړئ

ورېږي دې جانانه له وارو د فتحو زېري
خوښۍ شيندي اشنا په ډېرو زړو د فتحو زېري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

پر تا باندې مين يمه ای سپينه طالب جانه
نن ځکه دې ستا يم په ترانو د فتحوزېري
سجاد جرس

د ژوند په هره دښته کې کرلي مې مېړانې
را وړي مې پردو نه پر ووږو د فتحوزېري
بشير وصال

د زړونو په آواز د ستر غلو نه اوښکې څاڅي
روان زلمي سنګر ته په جذبو د فتحوزېري
خالق يار احمدزی

په لاس کې د خالد توره لرم پرې باوري يم
راوړم به تر سهاره په لېمو د فتحوزېري
عصمت الله بشام

بلبل په ترنم د آزادۍ ترانې وايي
کوي سپينې کوترې په وزرو د فتحوزېري
عرفاني

له هسکه د پامير تر دنګو څوکو د سپين غر
خواره په سپين سهار له منارو د فتحوزېري
عبدالرحيم مطمئن

تصديق د داسې زېرو به کوم د زړه له تله
دا زړه مې غواړي کړم چې په شعرو د فتحوزېري
حاکمي اشنا

چې وخت کې د لقا کله سلګيو سره مسک شي
راځي يې له شهيدو پرهرو د فتحوزېري
قيس خپلواک

راوړي به آزادۍ مظلوم ملت ته ستا ستړياوې
ورېږي دې قيدي له زولنو د فتحوزېري
عزېز الله حسيني

که خدای کول تر ارګه تر کابله به رارسي
کندز هلمند يې واخيست په څپو د فتحو زېري
مالک وفا

شهيده اشنا ستا د شهادت خبر هم راغی
خو سم دم ورسره وه د پوستو د فتحوزېري
حمدالله صابر

راځي چې له هر خوا دې د تکبير نعره زړګيه
قبول مو دي جانانه په لېمو د فتحوزېري
لياقت الله حيدري

زمونږ د ارمانونو غوټۍ بيا په سپړېدو دي
وتلی ګران وطن له تورو شپو د فتحوزېري
مصباح زړګی

غازي هر مجاهد ته يې باربار تبريکي وايم
له ورايه يې ښکارېږي په څهرو د فتحوزېري
وړوکی شاعر

خوشحال شومه غازيانو ته دعا مې ورته وکړې
په نيمه شپه کې راکړ شازلمو د فتحوزېري
حمزه مجاهد

نور نشي تم کېدای اوس ګوډاګيان په تښته سر دي
راووري دي غازي له تعروضو د فتحوزېري
طالب الهام

آباد به شي وطن قائم به بيا سپين امارت شي
کفار دي په لړزان ووځي له زړو د فتحوزېري
اتل خان نورزی

سنګر کې ټپي شوی غازي ځوانه له تا ځار شم
خورېږي دې اشنا له پرهرو د فتحوزېري
احمد جان

ښکلا د استشهاد چې مو خپره وي په ولس کې
لار ايښی کاروان پردې پر کوڅو د فتحوزېري
ابدالي اشنا

ګلونه به ټوبمو ورته پګړۍ کې ښه په مينه
بيا کلي ته راوړي شازلمو د فتحوزېري
جاويد ګل رشاد

په شرق او غرب به رپي سپين بيرغ د خپلواکۍ زر
لمانځو به يې مدام په تکبيرو د فتحوزېري
ابراهيم حنفي زرمتی

د سپين بيرغ غازيان مجاهدين دې تل ژوندي وي
راځي به په بريا په خوشحالو د فتحوزېري
شاهد لوګروال

ميدان ته يې د بدر آسپې زين کړې بريالی دی
راوړي له اسمانه فرښتو د فتحوزېري
حافظ رضوان الله

په سترګو کې دې راز د آزادۍ پروت دی لاليه
ښکارېږي دې په سپينو اننګو د فتحوزېري
علا محمد درخان خېل

د وينو سېلابونه مو ډالۍ کړل ستا په درکې
نور ځکه درنه غواړو په ځارو د فتحوزېري
حمزه حسيني

له نازه نن سپوږمۍ هم په نڅا اسمان ته راغله
خندېږي ورته ستوري په نغمو د فتحوزېري
بهار نصرت

چې کله شو يو موټی ازادي به هغه ورځ وي
لمانځو به سره واړه د وعدو د فتحوزېري
محمد رومان

لاسو کې ماشومانو وې ګلان ورته نيولي
غازي اشنا سنګر نه چې راوړو د فتحوزېري
زمان حنفي

د تور ماښام لمنه ټوله شوې ده سپېدې دي
دې کلي ته راوړي ډي لمرو د فتحوزېري
احسان الله اغا

تر څو چې له حريم مو يرغلګر وتلي نه وي
مزه نکړي ملګرو په شعرو د فتحوزېري
الفت خان

خوښېږم خوشحالېږم ترې په ما به يې احسان وي
هرڅوک که راته راکړي د هغو د فتحوزېري
ذاهد

سرونه نذرانه د خدای حضور ته ږدو جانانه
راوړي به ازادي زموږ په سرو د فتحوزېري
مسلم يار

که خدای کول خلاصېږي له منګولو د غربيانو
کوه متوکله په ښارو د فتحوزېري
حامد متوکل

ورېږه راوېږه ای زما د زړه ارمانه
ښکارېږې دې طالبه شملو د فتحوزېري
عزيز احمد

صليب مرال بايللی دی غرور دې ورمات کړی
خواره د اريانا په سردرو د فتحوزېري
اجمل صابر

سالاره د امته د کامل ايمان خاونده
سپين مخ کې دې ښکارېږي په څپو د فتحوزېري
طلحه جرئت

قربان دې مجاهده له کاري واري برېدو شم
راووري دې له نوم او تکبېرو د فتحوزېري
سجاد جرس

په غرونو ګړنګونو کې فاتح جانان ګرزېږي
را وو به شيندي زر په شنو باغو د فتحوزېري
ملا مطمئن

غازي جانان مې زنګ وکړ چې فتحه مو نصيب شوه
اوس ګرځمه کومه په کورو د فتحوزېري
سپرلی حذيفه

بګرام پلچرخي که که بنديان نور نه ځاييږي
خو اورو د هر يو له زولنو د فتحوزېري
محمد فاتح غازي

تعبير يې شايد نن سبا رښتيا شي داسې ښکاري
ليدلي مې شېرمله په خوبو د فتحوزېري
رحيم الله شېرمل

غازي اشنا مې ستړی له سنګر څخه راستون شو
له ورايه يې ښکارېږي له لېمو د فتحوزېري
مظهور طالب

ټوپک او چانټه کېږده ستړی مشې طالب جانه
ورېږي دې د څڼو له ګردو د فتحوزېري
عرفاني

لا نه ده جوړه شوې ناوکۍ د آزادۍ
ورېږي يې له سوو اسوېلو د فتحوزېري
ناراض کاکا

زما د زړګي شاړه بې بهاره شوه سمسوره
باران غوندې پرې ووري په شېبو د فتحوزېري
نصار احمد مخلص

له سترګو دې قربان شم و زما غازي جانانه
ليکلي دې د سترګو پر بڼو د فتحوزېري
ذاهد اشنا

له دېرې مودې ورک ګرانه هيڅ درک دې نه وه
مونږ ځکه بدرګه کړل په سلګو د فتحوزېري
منصور افغان

که هر څومې تعذيب کړې ته او ژبه رانه پرېک کړې
د زړه صدا به اوري او په زړو د فتحوزېري
هجران ګل افغان

د عرفاني جانان په دې ښايسته مشاعره کې
ورېږي له غزل او له شعرو د فتحوزېري
الهام جان

دنيا به کړې روښانه د سما فضا کې ګرځي
چې کله به يې واورم له وړانګو د فتحوزېري
ابراهيم بريال

له تاندو شاعرانو نه قربان زه مهاجر شم
لفظونه يې کوي پرهېوادو د فتحو زېري
عبدالباقي مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x