دیني، سیرت او تاریخ

د حضرت عمر فاروق رضي الله تعالی عنه کرامات!

شفیق احمد ریان

غږ يي له مدیني فسا ته ورسید :

یوه ورځ امیرالمؤمنین حضرت عمر رضي الله تعالی عنه په مدینه منوره کي د جمعي د لمانځه خطبه لوستله چي ناڅاپه يي غږ کړ ( یا سارية ! الجبل ! الجبل !!) ای ساریة د غره خواته شه ، له لمانځه څخه وروسته پوښتنه ځني وشوه چي دا څه پيښه وه چي په خطبه کي مو داسي الفاظ وویل ؟ عمر رضي الله تعالی عنه وفرمایل د خطبي په وخت کي مي تر سترګو شول ، چي د مسلمانانو هغه لښکر چي مي د نهاوند د فتحي لپاره لیږلی وو ، دښمنانو يي غوښتل چي له څلورو طرفونو يي محاصره کړي او له منځه يي یوسي د لشکر امیر ساریة وو ، هغه ته مي غږ کړ چي د غره طرف ته شي او له یوه لوري له دښمن سره جګړه وکړئ تر څو هغوی له څلورو طرفونو حمله ونه کړئ .د ساریة رضي الله تعالی لښکر د غره طرف ته شو او جګړه يي وکړه .
دري میاشتي موده تیره شوله ، کله چي د ساریة رضي الله تعالی عنه د لښکر مجاهدین مدیني منوري ته راغلل ، له دوی څخه پوښتنه وشوه چي دا پيښه تاسو هم ولیدله ؟ هغوی وویل : هو په هغه ورځ د نهاوند په دښته کي وو چي د عمر رضي الله تعالی عنه غږ په فضا کي ازانګه وکړله او ټول لښکر يي غږ واوریده چي ویل يي ای ساریة ! د غره لور ته شه ، که د عمر رضي الله تعالی عنه غږ نه وای شوی موږ به ټول له منځه تللی وو او دا فتحه به مو نه وه نصیب شوي .

د نیل رود ته خط :

کله چي مصر د حضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه په لاس فتح شو ، د مصر اوسیدونکوورته وویل چي زموږ د زراعت ټول کار د نیل په رود روان دی ، له ډیره وخت زموږ دا رواج دی چي هر کال د نیل په رود کي یوه ښایسته پیغله اچوو ، که داسي ونه کړو د نیل رود وچیږي او قحطي راځي . حضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه دوی له دي کار څخه منع کړل . څه موده وروسته د نیل رود په وچیدلو شو ، حضرت عمرو بن العاص رضي الله تعالی عنه ټول جریان امیرالمؤمنین حضرت عمر رضي الله تعالی عنه ته ولیکه . حضرت عمر رضي الله تعالی ورته ولیکل د اسلام دین دداسي وحشیانه او جاهلانه رواجونو اجازه نه ورکوي .
عمر رضي الله تعالی عنه د نیل رود ته خط ولیکه او امر يي وکړ چي دا خط د نیل په رود کي وغورځوئ .
د خط متن په لاندي ډول وو :
بسم الله الرحمن الرحیم
دا خط د الله تعالی د بنده عمر بن خطاب له لوري د مصر نیل ته ده ، که ته په خپل اختیار بهیږي نو موږ له تا سره هیڅ کار نه لرو او که د الله تعالی په حکم سره بهیږي نو اوس هم د الله تعالی په نوم سره وبهیږه .
ددي خط له غورځولو وروسته د نیل سیند په بهیدلو شو ، له روایتونو سره سم د نیل د رود اوبه پخوا په نسبت شپږ ګزه لوړي شوي .

زلزله يي له غږ سره ودریدله :

یو ځل په مدینه منوره کي زلزله شوله ، حضرت عمر رضي الله تعالی عنه دُره په ځمکه ووهله وویل : ارامه شه ، ایا ما په تا عدل نه دی جاري کړی ؟ سمدستي زلزله ودریدله .

خط يي اور مړ کړ :

یو ځل په مدینه منوره کي سخت اور ولګید او د مدیني زیات کورونه يي وسوځول، خلګ د اور په په مړه کولو  ستړي شول خو اور له کنتروله وتلی وو ، حضرت عمر رضي الله تعالی عنه یو خط ولیکه او پکي ولیکل : يا نار اسكني بإذن الله، اوره ! د الله تعالی په امر ارام شه . خط چي يي اور ته ور غورځأر کړ سمدستي مړ شو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x