نړۍ

فلسطین : د اسرائیلو له لوري په آذان له بندیز وروسته د ځايي مسلمانانو نادر غبرګون(ویډیو)

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): څو ورځي وړاندي د اسرائیلو پارلمان په بیت المقدس ښار کي د غال مغال د کمولو په بهانه په لوډسیپکرانو کي په آذان د بندیز لګولو مسوده پارلمان ته وړاندي کړه .
د بیت المقدس مسلمانانو ددي بندیز په غبرګون کي نادر اقدام کړی ، اوس چي کله د لمانځه وخت شي د فلسطیني مسلمانانو هر یو تن د خپل کور بام ته پورته شي او په لوړ غږ آذان پیل کړي . د فلسطیني مسلمانانو دي نادر او په ځای غبرګون ته اسرائیلي وګړي هم ګوته په غاښ شوي دي .

د فلسطیني مسلمانانو له لوري د کورنو په بامونو د آذان ویډیو

په لوډ اسپیکر کي پهآذان د بندیز لګولو په اړه د اسرئیلو لومړی وزیرنتنیاهو له ډیره وخته ټینګار کوي ، قوي امکان لیدل کیږي چي د اسرائیلو پارلمان به په اذان د بندیز لګولو مسوده تائید کړي .
د مسودي په اړه د اسرائیلو د پارلمان په لومړني مجلس کي یوه فلسطین وکیل د یادي مسودي په غبرګون کي د پارلمان له دریځ څخه په سپیکر کي آذان وکړ . په ځواب کي د اسرائیلو د پارلمان غړو په چیغو او شور ماشور پیل وکړ .

د فلسطیني وکیل له لوري د اسرائیلو په پارلمان کي د اذان ویډیو :

https://www.youtube.com/watch?v=JPPPyryOpN8

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x