نظــر

شکر ډز مې نده کړی

څه موده مخکې مې دیوځوان دفیس بوک په وال ولیدل چې لیکلي یې وه شکر ده په ټوپک مې ډزنده کړی ډیروهمفکروستایلي وه او په ښه او ښه نو مویې ستایلي وه چاورته ویلي وه چې بس افغانستان ابادیږي بل بیالیکلي وه چې ژوندی اوسې او چاڅه او څه ورته لیکلي وه ،

دا منم باید مونږ تردې چې وسله په بې ځایه ډول استعمال کړوښه ده چې له سره یې ونه کاروو له وسلې نه ډیرلرې اوسو خو دې ته موهم فکروي چې وسله دیوهیواد دارضی تمامیت استقلال پایه ده  هغه ده اسرائیل ټول واړه دي که زاړه سلاح په کورکې لري او ماشومانو ته چې کله زده کړه ورکوي نو دیو او یو جمع هم ورته داسې وایې چې یومسلمان او یومسلمان څوکیږي چې بیایې په خپله ورته استادان جوابوي او ورته وایي چې دوه کیږي نو یوچې ترې کم کړې یوکیږي مطلب چې یوبه مړکړې او یوبه پاتې شی.

یهود له مسلمانانو سره خپله دښمني په داسې قسم سره په مخ بیایې لکه څه قسم یې چې شروع کړې وه ټول سل په سلوکې دسپکې وسلې  په استعمال پوهیږي دسپکووسلو استعمال خو څه کوې ددرنووسلواستعمال یې هم زده ده پداسې حال کې چې یوعادي هټي وال به وي ، اوس نو راشه مونږه ته زمونږدځوانانو ژوند که وڅیړو ډیربه داسې ترشل کلنو ومومو که په توصیف کې یې ورته ووایې چې یاره سم نجلۍ ښکارې نو دومره به دې داحسان پوروړي شي چې دهغې ورځې خوږه خاطره به یې همداستاخبروي مونږ به ولې نه ذلیله کیږو چې ځوانان مو په داسې فکر وي که تنهاله ټوپک سره یې ورانه وه او دقلم په برخه کې یې لاس ته راوړنې درلودای نو بیابه موهم څه نه وه ویلي وینو چې هیڅ هم نه یو.

نن سبا خو مونږ زیات داسې ځوانان هم وینوچې هرڅه یې ترخپل اجدادوپورې تړلي وي او ځان ورته دهغو پخوانیو هندوانو دنجیبانو په قسم ښکاري مطلب ترنوروبه ځان ورته اصیل ښکاري ځکه چې پلارمحترم به یې له روس سره په جهادکې یوڅو ورځې جهاد کړي وي اویابه یې  (غلا) کړې وي دامو دځوانانو حال ده   ،پداسې حال کې چې ځوانان دهرې انسانې جامعې دملاتیرده ځوانان دې چې خپل هويت اواستقلال په خپل الله ورکړي ځواني سره ساتې ځوانان دې چې په سختو شیبوکې خپل ولس ته اوږه ورکوي او له لویدویې ساتي همداځوانان دې چې خپلې وینې نذرانه کوې او له خپل حریم نه دفاع کوي داکه دداسې ځوانانو همداانګیزه او داسې افتخارات ولرو چې باید نن مودځان لپاره دشرم وړخبره ګڼلې وای نو خود به ترڅلویښتو زیات ملکونه په مونږ باداري کوي ، همدا نرښځي ځوانان به داتڼ په هره دایره کې نیغ ولاړوي خو خپل هویت ساتنې انګیزه به یې مړه وي ، دغصې خبره نده چې مونږ یوبل باندې غصه شو بلکې دې باره کې فکر په کارده بیاهم ډاډه یم چې که مونږ ځوانانو کې یاد مشکلات لرو نو په خپل ټولنه کې محمد بن قاسم په پله روان ځوانان هم لرو که دمکناټن څنګ کې ناست ځوانان لرو خو بل خوابیاوزیرمحمد اکبرخان هم لرو.

بلال ایوبي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x