fbpx

د اسلامي فتوحاتو بل پېر: دعثماني ستري واکمنۍ په ټينګېدو سره د اسلامي فتوحاتو بيا پيلېدل (۶)

عبدالمالک همت

     په اوومه او اتمه عيسوي پېړۍ کي چي د اسلامي فتوحاتو څخه عيسويان د کوم کړکېچ سره مخامخ سول، تر لسمي عيسوي پېړۍ وروسته يې له هغه څخه د ژغورني هڅي پيل کړې او د خپلو له لاسه تللو سيمو د بېرته تر لاسه کولو کوښښ يې وکړ. تر اوسه لا د ځواک په توازن کي څه بدلون نه وو راغلى چي په اسلامي نړۍ کي نوي بدلونونه رامنځ ته سول. د مرکزي آسيا ترک او تاتار قومونه په اسلام مشرف سول. په يوولسمه عيسوي پېړۍ کي ( په ١٠٢٩ع.کال ) د تاتاريانو يوې قبيلې ( سلجوقيانو ) پر خراسان او ايران هجوم وروړ. د غز قبيلې دغه ټولي سيمي يې لاندي کړې. په ١٠٥٥ع.کال د دغه قوم يوه سردار طغرل بيګ سلجوقي پر بغداد ولکه ټينګه کړه. ورپسې يې په پنځلسو کالو کي اناطوليه تسخير کړه. په دې توګه د اسلام پخوانى قدرت د اتلو جګړنو د دين په توګه د ترک او تاتار قومونو  په مټ نوې سا واخيسته.

له سلجوقيانو څخه بېزنتين او فاطميان دواړه وبېرېدل. ګډي بېري دواړه دفاعي تړون ته اړايستل. دغه تړون په ١٠٧١ع.کال لاسليک سو.

     بېزنتيني ټولواکمن د سلجوقيانو د خطرې د ليري کولو لپاره ، د عباسي خلافت له بې واکۍ او د سلجوقيانو او فاطميانو له شخړو څخه ګټه اوچته کړه پر مسلمانه آرمينيا او ډېرو نورو ځايونو باندي يې بريدونه وکړل. خو سلطان الپ ارسلان په ٤٦٣هـ / ١٠٧١ع. کال بېزنتيني پوځونو ته په ملاذ ګرد ( منزي کرت Manzikert) نومي ځاى کي له عبرته ډکه او شرموونکې ماته ورکړه. د بيزنتين امپراتور رومانوس ديوجانس چي د بيزنتين يو پوځي لارښود وو  د الپ ارسلان له خوا ونيول سو او بيا د دغي واكمنۍ ډېرو سترو مسيحي ښارونو، لكه انطاكيې او نيقيې (Nicaea) ته ورسېدل او ترك واكمن قلج ارسلان بن سليمان په نيقيه ( اوسني ازنيق ) كي د روم د سلطان په نامه پر تخت كښېنوست. ( بيا نيقيه په ٤٩٠هـ /١٠٩٧ع. کال د لومړۍ صليبي جګړې په پيلېدو سره د قليج ارسلان له لاسه ووتل ، صليبيانو نه، بلکي د بېزنتين د امپراتور پوځيانو اشغال کړه او قليج ارسلان قونيې ته چي په ٤٧٧هـ / ١٠٨٤ع. کال يې فتح کړې وه پر شا سو او هغه يې خپله پلازمېنه وټاکل) دغي ماتي عيسوي نړۍ له کوچنۍ آسيا(١)څخه د تل لپاره بې برخي کړل. د کوچنۍ آسيا تر نيولو وروسته د يونان له لوري په اروپا کي د مسلمانانو د وړاندي تګ امکانات پيدا سول. د ملاذګرد په جګړه کي ماتي ختيزه عيسوي نړۍ سخته وبېرول. پر دې سر بېره په ١٠٨١ع.کال مسلمانانو پر قسطنطنيه باندي بريد وکړ . له دې امله بېزنتين واکمنو له ډېري ناچارۍ څخه خپل پخواني رقيب لوېديځ خپلي مرستي ته ور وباله.

     بېزنتيني ټولواکمن ” الكسيوس کومان، Alexis Comnène يا Alexius Comnenus“ د رومن كاتوليك كليسا پاپ ”دوهم اوربانوس، Urban II“ څخه مرسته وغوښته. څنګه چي د غه مهال لوېديځ د اوس په خلاف په لوږه او افلاس اخته وو. خو ختيځ په عمومي توګه او اسلامي ټولنه په ځانګړې توګه ډېره سوکاله او شتمنه وه، او څنګه چي دکليسا د ظاهري مذهبي بنسټونو تر شا ماديات پالني او د نس او نفس غوښتنو او د واکمنيو ترلاسه کولو اغېز درلود، نو دغو نقطو اروپايان ، په زياته په کليسا پوري تړلي وګړي وهڅول چي خپلو عيسوي تعليماتو ته شا کړي او دې سياسي او مادي ضرورتونو ته مذهبي عنصر ورکړي. پاپ د دغو موخو د تحقق او د عيسوي نړۍ د پايښت لپاره د کوچنۍ آسيا بېرته نيونه لازمي وبلل او د صليبي جګړو اعلان يې وکړ. دغو صليبي جګړو په اروپا کي د اسلام وړاندي تګ د څو پېړيو لپاره وځنډاوه. ( اسلام، پيغمبر اسلام٨٩ او ورپسې مخونه، دSir John Glubb;The Lost Centuries,p.27 په حواله او ځيني نور ماخذونه).

     د ديارلسمي عيسوي پېړۍ په پاى کي د بېزنتيني پولو سره د اناطوليې په سيمه کي ترکانو د عثمان بن ارطغرل په مشرۍ د سلطان علاوالدين کيقباد سلجوقي په مرسته يو کوچنى حکومت جوړ کړ. بياچي سلطان علاوالدين مړ سو عثمان د پاچهۍ پر تخت کښېنوست او د عثماني پياوړي امپراتورۍ بنسټ يې کښېښود.

ترکان، بېزنتين او اروپا:

     عثماني واکمنو اسلام او مدنيت ته ستر خدمتونه وکړل. د انسانانو د دې او هغي دنيا د نېکمرغۍ او د مسلمانانو د سوکالۍ او د هغو د سرلوړۍ او وياړونو د خوندي کولو او د هغو د دښمنانو د غلي کېدو لپاره يې نه هېرېدونکي هلي ځلي وکړې. هغو خپله اسلامي سترواکي د نړۍ بېلو بېلو خواوو ته پراخه کړه. دغه سلطنت په لوېديځ کي د ډينيوب (Danube) تر سينده، په ختيځ کي د فارس تر خليجه، په شمال کي د اوکراين د ازوف تر سمندرګي او په سهيل کي تر حبشې پوري وغځېدى.

     په اروپا کي د عثمانيانو بري د اسلام د هغولومړنيو فتحو تسلسل بلل کيږي چي د راشده خلفاوو په پېر او تر هغه وروسته پېر کي تر سره سوي وې. عثماني اسلامي پوځونو په سهيل ختيزه او منځنۍ اروپا کي تر ډېرو ليرو ليرو ځايونو مسيحي هيوادونه ونيول او په دغو هيوادونو کي يې اسلام په ستر شان او شوکت خپور کړ او وده يې ورکړه.

     په څوارلسمه عيسوي پېړۍ کي لومړى پر بېزنتين سترواکۍ باندي د ترکانو فشار زيات سو. د بېزنتين پر بېلو بېلو سيمو باندي ترکانو ولکه ټيګول پيل کړل. هغو د ډېرو کوچنيو ښارونو پر نيولو سر بېره په٧٢٦هـ /١٣٢٦م.  کال بروسا(Bursa) او په ١٣٣٠ع.کال نکوميډيا(Nicomedia) (ازميت) او نيقيه ونيول. سلطان مراد په٧٦٣هـ / ١٣٦٢م.کال ادرنه)ادريانوپل؛ (Adrianople فتح کړ او د غه ښار يې چي تر قسطنطنيې وروسته دوهم مهم ښار باله سو د خپل هيواد پلازمېنه وګرځول. په ١٣٦٤م. کال يې فلپوپولس (Philippopolis) ) اوس د بلغاريې اړوند پلوفديف؛ (Plovdiv فتح کړ. په ١٣٧١ع.کال يې صرب قوم ته ماته ورکړه، مقدونيې ته يې په فرارولو اړ ايستل، بيا يې مقدونيه او د ډلماسيا ساحل ونيول. په ١٣٨١ع.کال يې مناستر، برلبه او استيب ونيول او بيا يې تر دورکالو کلابندۍ وروسته د بلغاريې پلازمېنه صوفيه را وپرځول.( دغه کلابندي له ٧٨٣ تر ٧٨٥هـ/ ١٣٨١ تر ١٣٨٣م.روانه وه).

     د دغه سلطان په وختو کي د مسلمانانو فتوحاتو د هغو په وړاندي د مسيحي طواغيتو او کليساوالو سخته دښمني راوپارول. هغو د دې پر ځاى چي د اسلام رشتياني دين ته غاړه کښېږدي، د پرله پسې صليبي جګړو ، د پوځونو د غونډولو او د تاوتريخوالي د لمني پراخولو ته يې لاس واچاوه. لکه چي د لومړي ځل لپاره د قسطنطنيې او لوېديزي اروپا  د واکمنو او پاپ پنځم اوربانوس په ګډو هلو ځلو د اروپايي، بالکاني، صليبي ځواکونو اتحاد رامنځ ته سو او صرب، بلغاريايي، مجاري ځواکونه او د سهيلي رومانيې د افلاق ( د سهيلي رومانيې ” ولاچيا “ يا ” والاکيا “؛(Walachia د سيمو اوسېدونکي په يوه صليبي اتحاديه کي سره يوځاى سول. د دغو دولتونو دونه ستر ځواکونه غونډ سول چي شمېره يې  تر شپېتو زرو تنو پوځيانو ورسېدل او د عثماني واکمنۍ د پلازمېني پر لور وخوځېدل. د دې ستر ځواک سره د عثمانيانو ډېر لږ پوځ تشيرمن نومي ځاى ته نژدې د ماريتسا د سيند پر غاړه مخامخ سو. ډېره ستره مرګ ژوبله رامنځ ته سوه. د صليبي اتحاد د ځواکونو نظامي اړيکي وراني سوې. دوه صرب قوماندانان د تېښتي په حال کي په سيند لاهو سول. د مجارستان پاچا په ډېر تکليف وژغورل سو. عثمانيان د سترو سوبو په پايله کي د بلغاريې تر سهيل او د صربستان تر ختيځه ورسېدل. او اسلامي پوځونو پرله پسې د بېزنتين، بلغاريې او صربستان پر ښارونو بريدونه کول او د مني د بلګونو غوندي يې رژول. (دولت عثماني از اقتدار تا انحلال٣٨مخ او اٹلس فتوحات اسلاميه ٣١٩مخ).

     لږ مهال وروسته په ٧٩٠هـ/ ١٣٨٧م.کال عثمانيان د يوه بل نوي بالکاني صليبي اتحاد د دوو سوو زرو پوځيانو د سختي حملې سره په کوسوو کي خامخ سول. په دې جګړه کي هم عثمانيان بريالي سول، خو د سختو تلفاتو په زغملو سره.

     تاريخونه وايي چي تر بري وروسته سلطان مراد د جګړې په ډګر کي د جګړې د پايلو د څېړلو پر مهال د يوه ټپي صرب پوځي لخواچي ځان يې د صربستان له پاچا څخه ياغي څرګنداوه او د سلطان مراد سره د ملاقات غوښتنه يې کول، په خنجر ووهل سو او شهيد سو.  

     په داسي حال کي چي د عثماني دولت پر ضد د عيسوي واکمنو او کليساوالو صليبي جګړو او تېريو يو په بل پسې دوام درلود  د مراد زوى غازي بايزيد يلدرم (له ١٣٨٩ع.کال څخه تر ١٤٠٣ع.کال پوري) بوسنيا، ولاچيا ، بلغاريه، او سالونيکا (Salonica) فتح کړل. په دې وختو کي د بلغاريې د پاچا زوى اسلام ومانه او د بايزيد لخوا د سيمسن (Samun) والي وټاکل سو. د اسلام د دې سترو بريو او په اروپا کي په ډېره چټکۍ سره د هغه د خپرېدو له امله اروپايي طواغيتو خپلي ګټي په خطر کي وليدلې. ځکه نو د سربيا واکمنو د ډيوک آف برکنډي ( ختيزي فرانسې)، اتريش او بويريا
( سهيلي جرمني) د پاچهانو او سينټ جان سره صليبي تړون لاسليک کړ او ګډو پوځونو يې په ٧٩٨هـ/ ١٣٩٦م.کال د نکوپولس په محاصره کولو سره د عثماني لښکرو سره جګړې ته ورودانګل، خو بيا هم فتح د عثماني لښکرو وه. ډيوک آف برکنډي او د هغه ډېر نور قوماندانان او کاونټ دي نوار د مسلمانانو په لاس کښېوتل. هغو ژمنه وکړه چي بيا به د عثمانيانو سره جګړه نه کوي. ځکه نو بايزيد هغوى خوشي کړل او کاونټ دي نوار ته يې وويل:” ګوره کاونته! ته يوه پلا بيا زما جنګ ته راسه، څو په دې جګړه کي د ماتي له شرمه خلاص سې. او په ياد ولره چي زه ستا له بېرته راتلو څخه نه بېرېږم. که زه ستا څخه ډارېدلاى نو نه مي خوشي کولې. ته هر وخت چي وغواړې را تلاى سې. ته به ما او زما لښکر ستا په وړاندي ووينې. ځکه زه د دې لپاره پيدا سوى يم چي صليبي جګړه ماران زما سره وجنګيږي او زه هغوى مات کړم“ .    

     په دې توګه د څوارلسمي عيسوي پېړۍ تر پاى ته رسېدو پوري ټول بالکان د ترکانو تر ولکه لاندي سو. صرف قسطنطنيه پاته سوه چي د خپلي کلابندۍ په سبب تر نوري نيمي پېړۍ پوري له فتح کېدو څخه وژغورل سوه.

     کله چي ترکان د هنګري پر پولو ولاړ وه ، لوېديځ د خپلو صليبي هلوځلو په دوام د خپلو واکمنيو، ګټو او شومو موخو د ساتلو لپاره خپل ځواکونه راغونډول او نهم پاپ بوني فيس د ترکانو پر ضد د نوو صليبي جګړو د پيلولو لپاره تبليغ پيل کړ. مغولو پر اسلامي نړۍ بريد وکړ. د ګوډ تيمور پوځونه د سېلاب په څېر پر آسيا او ختيزه اروپا ور پرېوتل. له دې امله په اروپا کي د ترکانو وړاندي تک ودرېد. بايزيد يلدرم د قسطنطنيې کلابندي پرېښوول، کوچنۍ آسيا ته يې ځان ورساوه، څو د تيمور له يرغل څخه عثماني واکمني وژغوري. په ١٤٠٣ م.کال په انقره کي مغول او ترکان سره مخامخ سول. په دې جګړه کي بايزيد او د هغه زوى د تيمور په لاس ورغله او بايزيد د هغه په بند کي مړسو.

     بيا تيمور په ١٤٠٥ع.کال ومړ. (اسلام، پيغمبر اسلام ٨٩مخ اواٹلس فتوحات اسلاميه ٣٢٥ ـ ٢٢٦ مخونه).

     د بايزيد تر نيولو او وفات وروسته عثماني واکمني د څه مهال لپاره د کمزورۍ او ستونزو سره مخامخ سوه. بيا د بايزيد زوى سلطان محمد چلپي بېرته پر پښو ودرول. هغه د عثماني پولو پر لور د هنګري او بوسنيا د واکمنو د وړاندي تګ پر ضد جهاد پيل کړ او د کروشيا په سيمه کي د خونړۍ جګړې په پايله کي عثمانيانو ډېر بري ترلاسه کړل. لکه چي د هرزګوينا واکمن د عثماني دولت مطيع سو. بيا په ٨١٨هـ/ ١٤١٥م.کال عثمانيانو سراى بوسنه (سرايوو) فتح کړه. دغه راز يې په دغه کال ازمير ونيو.په ٨١٩هـ/ ١٤١٦م.کال سلطان محمد رومانيې ته مخه کړه او د هغې ډېري برخي يې ونيولې. بيا په ٨٢٠هـ/ ١٤١٧م.کال ټوله البانيه فتح سوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د