نظــر

د آیا نجیب پېژنئ په تعقیب (۱۴) کمونیزم او د ښځو آزادي:

کمونیزم او د ښځو آزادي:

  ځینې پوهان کونېزم بیا داسې تعریفوي چې: دا یو فکري، اقتصادي، یهودي او شهواني حرکت دی، چې بنسټ یې کارل مارکس د الله جل جلاله له وجود څخه د انکار او د فردي ملکیت د له منځه وړلو پر بنسټ کېښود. http://es-es.banouta.net/t2281-topic

   په دې تعریف کې د شهواني ټکی د پام وړ او مهم دی، ځینې ځینې وايي پلانی کمونیست و، خو بې حیا نه و، دووس نه و، دا بالکل بې اساسه خبره ده، دووسي او کمونیزم سره تړلي دي،

که یې څوک نه مني، د کارل مارکس، انګلز، لینین، ستالین اونورو د کمونېزم د مخکښانو او مشرانو نظرونه او افکار دې مطالعه کړي، چې هغوی څه وايي. د کمونیزم یو بنسټګر ( انګلز ) چې دکارل مارکس ملګری و، په خپل کتاب ( د کورنۍ، خاص ملکیت او دولت بنسټ ) کې د ښځو په اړه داسې وايي: ( کمونیزم په ډاګه د ښځو جنسي آزادۍ ته بلنه کوي… د نرانو او ښځو تر منځ اړیکې پرته له کوم قید او شرط څخه دي) http://www.maqalaty.com/%D9%87%D9%84-%D8%A7%D9%84%D8%AD%D8%B1%D9%88%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D8%B5%D9%84%D9%8A%D8%A8%D9%8A%D8%A9%D9%81%D9%8A

  دا حقیقت دی، چې افغاني کمونیستانو هم د خپلو مارکسي او لینیني ملګرو په څېر د ښځو په اړه په اشتراک باور لرلو، ځکه خو یې مشران او کشران په فحشاوو او بد کاریو کې لګیا وو، وزیران او وزیرانې به یې ګډ سره نڅېدل، که فکر وشي کمونیستانو د غربیانو او روسانو په څېر په عام ډول ډېر وروسته ودونه کول، او دا ځکه چې دوی به د ځوانۍ په مرحله کې خپلې خرمستۍ کولې، د افغان ولس په لوڼو به یې خپلې حیواني شهوترانۍ کولې، د عمر په وروستیو کې به یې بیا ودونه کول،  یوازې دا نه بلکې د افغان ولس لوڼې به یې بهرنیانو ته هم نڅولې! او په دې به یې ویاړل، په دې اړه د نور محمد تره کي دغه ویډیو یو تاریخي او شرموونکی حقیقت دی:

{youtube}X4NuXIxIGaU{/youtube}

په دې ویډیو کلیپ کې د افغاني کمونیستانو په اصطلاح، د ثور د انقلاب ستر لارښود نور محمد تره کی په لوړ آواز او واز کومي، په خورا بې شرمۍ او نهایت دووسۍ سره وايي چې په هغو افغان نجونو ویاړي او ده ده په ژبه من من غوشې اخلي چې د بهرنیانو او کفارو په مخکې په عجیب او غریب انداز کې ونڅېدلې!!! نوموړی د دووسۍ هغه لوړې کچې ته رسېدلی و چې په دې یې ویاړل چې د افغان نجونو له ګډا او نڅا څخه د کفارو په خوند اخیستو یې من من غوشې اخیستې! او په دې یې ډېر ویاړل چې یو کافر او بهرنی ورته ووايي چې ستاسو افغاني نجونو خو داسې نڅاګري وکړه چې ما یې فکر نشو کولی! ما فکر نه کولو چې افغاني نجونې به دومره لوړ کمال ته رسېدلې وي!!!

ددې پر ځای چې د ثور د انقلاب ستر لارښود په دې وشرمېږي، کم تر کمه که اسلامي نه وي، افغاني نه وي، انساني حیا او شرم خو ځان ته ودروي، مګر نه دی، ملګري، هم فکران او پلویان یې د افغان مجاهد ولس د ارزښتونو، ویاړونو، عزت، کرامت او شرف په پلورولو کې دومره وړاندې وو چې هغه اصلي کفار او کمونیستان ورته حیران پاتې وو!!!

 د شرم دغه سور زوړکی دومره وړاندې ځي چې له خندا په ډکه خوله وايي چې د دوی سره انقلاب د نر او ښځې تر منځ فاصله دومره سره رالنډه کړه چې آن په ادب او شعر یې اغېز وکړ، مخکې به شاعرانو ویل چې لېرې یې! چېرته یې! نه دې وینم! اوس دا هېڅ نشته، هر څه لاس په لستوڼي دي! هر وخت او په هر ځای کې چې وغواړي هر څه کولی شي!! هو دا د ثور د ناولي او خونړي انقلاب لاسته راوړنې، او د دوی په عقیده د ښځو حقوق وو!!

  همدا رنګه لاندې ویډیو کلیپ ښيي چې د کمونیست ګوند مشران څه ډول خلک وو، په لاندې ویډیو کلیپ کې حفیظ الله امین په ( بسم الله الرحمن الرحیم ) رشخند وهي، والعیاذ بالله!

{youtube}SmQ0Hh5ZUy0{/youtube}

  په دې ویډیو کلیپ کې ببرک کارمل، د مسلمانانو او منافقینو په اړه عجیب او غریب تقریر کوي! رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابهء کرامو ته د منافقینو ټکی کاروي، نوموړی وايي چې اسلام له پیله په دوه ډوله راڅرګند شو، یو هغه واقعي او حقیقي اسلام چې په هغه وخت کې به یې موافقین ورته ویل!!! او بل د منافقینو اسلام چې په هغه وخت کې یې هم شتون درلود! والعیاذ بالله!

{youtube}Eq1a8SUw4IM{/youtube}

د نجیب په اړه لاندې کلیپ د نوموړي حقیقت ښه په ډاګه کولی شي:

{youtube}P2jOho7Zw04{/youtube}

  په دې کلیپ کې نجیب د لینین مجسمې ته سر ټیټوي، او یو بل ځای د لینین په اړه داسې وايي: ( مونږ ستر لینین ته، چې د نوموړي نابغه توب شپېته کاله وړاندې زمونږ د خلکو د دوستۍ بنسټ کېښود، خپلې بې شمېره مننې ډالۍ کوو )  همدا رنګه په همدې کلیپ کې په داسې حال کې چې کيڼ اړخ ته یې یو روسی ولاړ دی، داسې وايي: ( ګرانو پلرونو! زمونږ دوستي تلپاتې ده، لکه څه رنګه چې هغه نړۍ تلپاتې ده چې مونږ پکې ژوند کوو، دغه دوستي د سیند د مستو څپو په څېر ژوند جوړوونکې ده، دغه دوستي زمونږ د نیکونو د ستر عقل په څېرچې د مرستو او متقابل کومک تلپاتې تړون یې لاسلیک کړی بې پایه دی. کلونه او لسېزې به تېرې شي، زمونږ زامن او لمسیان به د افغان شوروي د دوستۍ مقدس بیرغ بیا هم ښه روښانه او لوړ مخ پر وړاندې وړي )

 نجیب په خپلو خبرو کې د شورويانو او کمونیستانو د مرستو ګډ بیرغ ته د مقدس بیرغ ټکی کارولی، او په دې هر مسلمان پوهېږي چې د مقدس معنی څه ده؟ آیا سره شورویان مقدس وو؟ چې دوستې ور سره مقدسه شي؟ هو! نجیب خپلو دوستانو ته په هغه تقدس قایل و، په کوم چې یو مسلمان خپل خالق ته قایل وي!

 دا په حقیقت کې د نجیب د فاسدې عقیدې ښکارندویي کوي، نوموړي به په خوله کلیمه ویله، د قرآن کریم آیتونه او نبوي احادیث شریف به یې ګوډ ومات سره ویل، خو د زړه خبره یې بیا دا ده چې وايي ( د افغان شوروي د دوستۍ مقدس بیرغ؟ ) د نجیب په عقیده او فکر کې شورویان دومره مقدس او سپېڅلي وو چې آن د افغان ولس له راتلونکو زامنو او لمسیانو څخه یې غوښتنه کوله چې د ده او شوریانو د دوستۍ مقدس بیرغ همداسې رپاند وساتي! لکه ده چې ساتلی و! که دی اوس ژوندی وای څه به یې ویل چې افغان ولس د ده له مقدسو او سپېڅلو دوستانو سره څه وکړل؟ دی خو د افغان شوروي دوستۍ له مقدس بیرغ سره یو ځای لاړو، خو هغه پاتې شونې یې چې په خیالي دنیا کې نجیب افغان ورته ښکاري د خپل کمونیست نجیب ددې ډول سرندو په اړه ولس ته څه ځواب لري؟  

د ځینو خلکو په ځانګړي ډول د نجیب د خواخوږو او انډیوالانو تر منځ مشهوره ده چې نجیب پاکستان ووژلو! او ددې لپاره چې ده د ډیورنډ کرښه نه منله، داسې هم ویل کېږي چې آن په هغه وخت کې چې کله نجیب د ملګرو ملتونو له دفتر څخه را وایستل شو، د ډیورنډ دکرښې په اړه ورته وویل شي چې لاسلیک یې کړي، مګر ده دا کار ونه کړ، له همدې کبله ووژل شو، ددې لپاره چې حقایق خپله د هغه چا له خولې واورو څوک چې د مرګ تر ورځې د ملګرو ملتونو په دفتر له نجیب سره یو ځای و، له دې وړاندې د نجیب تر ټولو نېږدې ملګری او د استخباراتي فعالیتونو شریک او مرستیال یې! ښه ده د اسحق توخي له خولې دا خبرې واورو، چې نجیب چا له دفتر نه و ایستلو، او د ډیورنډ دکرښې خبره تر کومه ځایه حقیقت لري.

{youtube}8pfVvxCKKyU{/youtube}

او بل دا چې نجیب ولې د سولې او ملي پخولاینې خبرې کولې؟ د ولس، هېواد او خلکو لپاره؟ که نه د خپلو کمونیستانو د ژوند د خوندیتوب، او ددیموکراتیک خلق د ګوند لپاره؟ تر څو ددوی سرونه خوندي شي، او په آرامه فضا کې خپل فعالیتونه مخ پر وړاندې یوسي؟

{youtube}_8wwMdZJEY8{/youtube}

د توخي له خبرو په ډاګه کېږي چې د نجیب په وژلو او له ساحې څخه په وتلو کې د روس په شمول ټولو ګاونډیانو او سیمه ایزو هېوادونو لکه هند هم لاس لرلو! اوس یې نو سره ګز کړئ! د نجیب په وژلو کې پاکستان، ایران، روس او هند لاس لرلو! سره له دې چې هند یې مېرمن او لورګانې اوس هم ساتي   !

  نجیب یوه ډېره له واقعیت او حقیقت نه ډکه خبره کوي، ناستو خلکو ته وايي چې دا خبره له تاسو او له ولس څخه نه پټوم، اوهغه دا چې ولس له ما سره نه و، ولس دده په خوله له هغوی ( مجاهدینو ) سره و!

{youtube}PfM-pAbXJ_A{/youtube}

د تعجب ځای دا دی چې نجیب په دې حقیقت پوهېدلو چې ولس د ده او دده دوستانو ( شورویانو ) پر خلاف دی، خو بیا یې هم سر تمبه کړی و! بیا یې هم د افغاني شوروي د دوستي جاویداني نارې وهلې! د افغان شوروي د دوستۍ د مقدس بیرغ سورڼي یې غږول! له دې معلومېږي چې نجیب ډېر نور حقایق پټ کړي وو، او له ځان سره یې ګور ته یوړول، ځکه دی وايي چې دا خبره له ولس څخه نه پټوم، یعني نور خو مې پټ کړي او پټوم یې خو دا یو واقعیت نه پټوم! 

نور بیا…

لیکوال: عبد الخبیر جاهد

——-

ددې لیکني مخکنۍ برخه په لاندي ادرس:

http://www.nunn.asia/index.php/leekani/articles/8738

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x