افغانستان

په لندن کې د سینما د چت د را لوېدو له کبله لږ تر لږه ۸۰ تنه ژوبل شوي

نن ټکی آسیا: د بریتانیې د پلازمینې لندن ښار په یوه سینما کې د چت د را لوېدو په پایله کې لږ تر لږه ۸۰ تنه ټپيان شوي.
د لندن په شافټسبري سېمه کې د اپالو په نوم سینما د لندن له لرغونو سینماګانو څخه حسابل کېږي،چې له ۱۹۰۱ کال راهیسې پکې ډرامې نندارې ته وړاندې کېږي او هره شپه ورته سلګونه مینه وال را درومي.

تېره شپه د سینما دننی چت د چاودنې له کبله په داسې مهال پر ځمکه را پرېوت ،چې په سینما کې شاوخوا ۷۰۰ نندارچیان را غونډ ول.
له پېښي وروسته خلک یوه او بل لور ته په تېښته شول،چې د همدې منډو او چت را لوېدو په پایله کې ۸۰ کسان ژوبل شول او سمدستې روغتون ورسول شول.
ډاکترانو د ۷ ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ بللی او د نورو په باب یې ډاډ ورکړی.
د چاودنې د څرنګوالي په تړاو جزیات نه دي په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x