fbpx

په کار او ژوند کې د بریا اته بڼې

ژباړن : عطا محمد میاخېل

په دې لیکنه کې به په کار او ژوند کې د بریا له اتو بڼو سره آشنا شئ، که چېرې له هغو څخه مو په سمه توګه ګټه واخیستله، نو په کار او ژوند کې به بریا ته ورسېږئ .

د رهبرۍ په یوه سیمینار کې، چې په دې وروستیو کې مې جوړ کړی و او د امریکن اکسپرس، اینفوسیس او ګُپ شرکتونو مدیران مې هم ورته را بللي وو، په کار او ژوند کې د بریا د اتو بڼو بېلګې هغه څه و، چې ټولو یې په اړه خبرې کولې . په صالون کې دننه ډېری کسانو ماته ویل، چې په کار او ژوند کې د بریا د اتو بڼو نمونې، چې تېر کال مې د خپل شرکت له مشتریانو سره شریکې کړې وي، ډېرې ګټورې دي .

زما په ذهن کې، بریا یوازې د ډېرو پیسو ګټل نه دي، په حقیقت کې اته عنصرونه شتون لري، چې باید په دې باندې ډاډه شئ، چې په نړیواله کچه یاستئ، وړاندې تر دې، چې ځان ګټونکي وګڼئ، اجازه راکړئ، چې یاد عنصرونه در وپېژنم .

۱ ـــ دنننۍ بریا :

دا مورد د فکر په مثبته بڼه، په ځان باندې لوړ باور، دنننۍ سوله او په یوې پیاوړې معنوي اړیکې باندې استوار دی .

۲ ـــ فزیکي بریا :

ستاسو بریا، ستاسو بشپړه شتمني ده، دا چې په خپل مسلکي ژوند کې لوړ مقام ترلاسه کړئ، خو دې مقام ته د رسېدو پرمهال ناروغ شئ، څه ارزښت لري ؟ تر ټولو شتمن کس ولې په هدیره کې وي ؟

۳ ـــ کورنۍ بریا :

   کله چې یو خوشاله کورنی ژوند ولرئ، نو په خپله کاري برخه کې به هم تر ټولو غوره فعالیت ولرئ . هېڅوک به د خپل ژوند په پای کې کورنۍ ته د لومړیتوب ورکولو له امله پښېمانه نه شي .

۴ ـــ دنده ایزه بریا :

په خپل مسلک کې لوړ مقام ته د رسېدو له پاره، د خپلو لوړو وړتیاوو سمون، پرته له شکه ډېر مهم دي . په خپل مسلک کې غوره اوسېدل، د کارونو د سم ترسره کېدو له امله تاسو ته د خوښۍ احساس د ډالۍ په توګه درکوي .

۵ ـــ اقتصادي بریا :

پیسې مهمې دي . پیسې د دې سبب ګرځي، چې ژوند آسانه او غوره واوسي . پیسې تاسو ته دا شونتیا درکوي، چې په یوه ښه کور کې ژوند وکړئ . غوره رخصتۍ ولرئ او د هغو کسانو له پاره آسانتیاوې را منځته کړئ، له کومو سره چې مینه لرئ .

۶ ـــ ټولنیزه بریا :

انسان د اړیکې لرلو له پاره یوه رواني اړتیا لري، لکه : له ښوونکو څخه شتمنه شبکه، په زړه پورې متفکرین او ارزښتمن دوستان، چې ژوند په بشپړه توګه د ښه والي په لور بیایي.

۷ ـــ په شر غوښتنه کې بریا :

موږ ټول بریا او خوشالۍ ته د رسېدو له پاره، پټو رازونو او هیجان ته اړتیا لرو، د خوښۍ د لرلو له پاره ننګونه اړینه ده . د انسان مغز نوو او تازه څیزونو ته تږی دی او موږ خلاق موجودات یو . د دې له پاره، چې د خوښۍ او خوشالۍ احساس ولرو، نو باید تل نوښتونه را منځته کړو . ډېری شر غوښتنې له نوو کسانو سره له لیدنو کتنو څخه نیولې تر د نویو ځایونو لیدنو پورې د بریا له پاره اړین عنصر دی .

۸ ـــ په عاطفي اړیکو کې بریا :

ښایي د انسان د زړه تر ټولو ژوره لېوالتیا دا وي، چې له ځان څخه د مهم څیز له پاره ژوند وکړي . له موږ څخه هریو دې ته لېواله یو، چې مهم واوسو، یو توپیر را منځته کړو، پوه شو، چې نړۍ تر یوه بریده غوره ده، ځکه چې موږ د ځمکې په دې خاورینه کره کې له چا سره معاشرت کوو او په هغه باندې مینېږو .

زه تاسو ته بلنه درکووم، چې په دې اتو عنصرونو باندې تمرکز وکړئ، که چېرې غواړئ، چې یوه رښتینې بریا تجربه کړئ . پیسې په یوازې توګه نه شي کولای، چې بریا را منځته کړي . ډېر شتمن کسان شتون لري، چې نېکمرغه نه دي او په پایله کې د ناکامو کسانو په توګه پاتې شوي دي . که چېرې د بریا په دې اتو بڼو باندې مو تمرکز وکړ او د هغو کچه مو لوړه کړه، نه یوازې د تل له پاره به د هغو کسانو په منځ کې، کوم چې ستاسو په شاوخوا کې شتون لري، د لمر په څېر وځلېږئ، بلکې د تل پاتې خوښۍ او خوشالۍ احساس به هم ولرئ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د