ټولنیزه برخه

چنګیزخان او دهغه باز

ژباړه: محمدعلي عمري

يوه ورځ سهارچنګيزخان مغل  د خپلو درباريانو سره په ښکار پسې ولاړو.ملګرویې له ځان سره غشي او ليندې اخيستي وو.

او چنګیزخان خپل نازولی باز پرخپل لېچ کښېنولی وو.
باز په هره معنا ستر اودقیق وو . ځکه داسي باز وو چي کولاي یې شو چي آسمان ته دومره لوړ پرواز وکړي چي داسي څه وويني چي انسان دهغو ليدلو ته عاجزوي

.خو سره له دې ستروملګرو چنګیزخان ښکار ونکړو چنګیزخان بيرته  خپل لښکر ته مایوسه راغلو.خو په دې خاطر چي داناکامي دده اودده دملګرو روحيه نه کړي ورکمزورې  له خپلې ښکاري ډلې څخه جلا شو او اراده یې وکړه چي يواځې مزل وکړي. چنګیز خان ترډيرو په ځنګل کې يواځې پاتي شو آن تردې چي نژدې وو چي دستړيا او تندې له کبله له پښو وغورزي.

ددوبي سرې ګرمۍ هرې خواته اوبه وچي کړې وې او اوبه يوځاي هم نه ترسترګوکيدلي. چنګیزخان چي ډير زیات تږی شوی وو داوبو یوه نرۍ ليکه یې وليده چي دیوه صخر.ډبرې . څنګ ته رواني وې. خان خپل باز چي پرليچ یې ناست وو پرزمکه کښيښود او خپل نقريي جام چي همېشه به ورسره وو  راواخيست اواوبوته یې ونيوو خو دجام ډکيدو ډير وخت ونيولو کوم وخت چي جام ډک شو چنګیزخان غوښتو چي جام خپلو شونډانو ته ورپورته کړي په همدې وخت کې  باز خپل وزر وترپول اوجام د چنګیزخان له لاسوڅخه ليري وغورزيدو.چنګیزخان ته غصه ورغله خو باز پرده باندې ډير زيات ګران وو شايد باز به هم تږی وو. خان  جام بيرته ورواخیست خاوري یې ترې وڅنډلې او بيرته یې جام اوبو ته ونيولو خو کوم وخت چي جام ترنيمايي ډک شو  باز بيا وزر وترپول او له جام څخه اوبه توي شوې پرچنګیز خان باندې خپل باز ډير زیات ګران وو خو ده نه غوښتو چي په هیڅ صورت دې څوک دده بې احترامي وکړي ولې که يوچا دا صحنه له ليري ليدلې واي نوبيا به یې دخان سربازانو ته ويل چي يو ستر فاتح ددې وس نه لري چي يو حيوان تر خپل واک لاندې راولي . داځل چنګزخان توره له پوښه راويستله او دجام په ډکولو یې شروع وکړه .

يوه سترګه یې په اوبوکې وه اوبله یې په بازکې وه جام بيا له اوبو ډک شو  خان غوښتو چي اوبه وڅښي بيا باز په يوه حمله سره وزر وترپول په همدې وخت کې چنګیزخان په يوه کاري وارسره دباز سينه ورڅيرې کړه  خو داوخت اوبه هم وچې سوې . خو چنګیزخان  داتصميم نيولی وو چي که هرڅه کيږي اوبه به خامخا چښي.

چنګیزخان پر صخر ورپورته شو ترڅو د اوبو اصلي ځاي پیدا کړي خو په حيرانونکي ډول سره یې پام شوچي لوړ داوبو يو کوچنی کډی ده ددې کډي په مینځ کښي ددې سیمې يولوي مار مړ دی که چنګیزخان اوبه چښلې واي هیڅکله به روغ نه واي پاتي شوی چنګیزخان خپل مړ باز په غېږکې راواخيست او خپل لښکر ته راغلو او امر یې وکړو چي ددې بازيوه قيمتي زر زرینه مجسمه دې جوړه کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x