نظــر

د افغان طرف پرانستلی لیک ته ځواب – حبیب الرحمن حکمتیار

بسم الله الرحمن الرحیم

ان من احبکم الی احسنکم اخلاقا

په تاسو کی هغه یو ماته ډیر محبوب دی کوم چی ډیر ښه اخلاق ولری.

څه موده مخکی یو ورور د افغان طرف په نامه یو پرانستلی لیک حکمتیار صاحب ته لیکلی وو. ده ورور ته په ځواب کی وایم:

ستاسو له احساس ډک لیکنه مو ترلاسه کړه،دعا کوو چی الله ج  ستاسو په څیر با ایمان ،زړه سواند او پوه مجاهدین د جهاد په صفو کی ډیر کړی، له لیکنی مو ښکاری چی د مجاهدینو په اختلاف اندیښمن یاست او د کامیابی لپاره د مجاهدین یووالی غواړی.خو د بیعت په اړه ښه ده چی اسلامی لارښوونو په رڼا کی اقدام وکړو، باور وکړی مشکل په دی کی نه دی چی حکمتیار صاحب چا سره بیعت وکړی او په دی سره مشکل ختم شی، حکمتیار صاحب دی ته ضرورت نه لری چی د حزب اسلامی رهبر نوم د خپل نوم ترشا ولیکی، هغه که هره وظیفه ولری د ده په شأن او مقام  کی کمی نه راوړی، حتی دی ته هم حاضر دی چی د یوه خپلواک او اسلامی افغانستان د یوه مسجد خطیب اوسی ، که هغه په یوه تلویزیون کی هم منظم پروګرام ولری په همدی به خوښ وی چی ځوانانو سره بحث وکړی او دین ته یی دعوت کړی.  د حزب اسلامی اعلامیی څخه څرګندیږی چی حکمتیار صاحب هیڅ د دی شوق  نه لری چی قدرت ترلاسه کړی بلکه غواړی دا حق خلګ ولری ترسو خپل زعیم خوښ کړی او هرڅوک چی د خلګو خوښ وی دی یی په خلاص زړه ومنی.
تاسو ښه پوهیږی چی مرګ ژوند د الله ج په لاس کی دی ،که بلفرض ملامحمد عمر مجاهد وفات شی څوک به رهبر وی؟ د رهبری ملاک  به څه وی؟څوک به دا ملاک تعیین کوی؟آیا ښه نه ده د دی مشکل حل لپاره لار ولټوو؟ آیا صحیح ده چی هرڅوک زیات نظامی قوت ولری هغه به رهبر وی؟ آیا اسلام دا منی؟ ولی له خپل افغانانو ویریږو؟ که مونږ پر حقه یو او د خلګو زړونه مونږ سره وی نو حتمی به خپل چاری مونږ ته سپاری ، راشی دا حق افغانانو ته ورکړو چی پخپله خوښه د نظام چاری یو امین ته وسپاری، څوک چی د نظام چاری په غاړه اخلی هغه یوه وظیفه پر غاړه اخلی هغه د خلګو د خدمت لپاره سختی ورځو ته غاړه ږدی. نه دا چی دا خپل حق وګڼی. دا مشکل اوس څنګه رفع کړو چی کلونه کلونه د پاره یو سیستم پخپل حال پاته شی او بیا وروسته مشکلات رامنځته نشی؟
ولی اوس څخه یو ګډ کار ونشی؟ مونږ حاضر یو په فرهنګی،نظامی او سیاسی بخشو کی ګډ کار وکړو، آیا همدا ښه شروع نده؟ د منفی تبلیغات او د هیواد په ګوډ ګوډ کی ذات البیتی اختلافاتو د ختمولو لپاره تر ټولو ښه اقدام دی. خو زمونږ دی وړاندیز ته همیشه رد ځواب ویل شوی.

الله ج په سوری الحاقة فرمایی:
30ـ وئې نيسئ او زولنې ورواچوئ، 31ـ بيا ئې په دوزخ كي واچوئ. 32ـ بيا ئې په داسي زنځير وتړئ چي اوږدوالى ئې اويا گزه دئ. 33ـ يقيناً چي ده نه په ستر الله ايمان راووړ، 34ـ او نه ئې مسكين ته د خوراك د وركړي هڅونه كوله. 35ـ نو نن به ئې دلته نه كوم دوست وي، 36ـ او نه (د زخمونو) له نو پرته كوم طعام. 37ـ چي له خطاكارانو پرته ئې بل څوك نه خوري.
دلته مسکین ته طعام نه ورکول پر الله ج د نه ایمان سره برابر ګڼل کیږی او داسی سختی سزاوی ورته په ګوته کیږی همداسی الله ج په سوری ماعون کی هغه کسان چی مسکین ته طعام نه ورکوی د دین تکذیب کوونکی په نامه یادوی که څه هم لمونځ کوی، نو دهغه کس حکم به څه وی چی مسکین او عام مسلمان څخه د هغه حق اخلی؟ څوک چی چا سره بیعت کوی د خپل ژوند ،کلی،ښار او هیواد ډير لوی او مهم مسایل هغه ته سپاری.چی دا حق هم په زوره تری واخلو زمونږ حکم به څه وی؟. مونږ وایو ترټولو لومړی مکتب د بشریت په تاریخ کی اسلام وو چی په هغه کی انتخابات وشول،د نړی په تاریخ کی ترټولو لومړی ځل انتخابات په اسلام کی شوی داسی چی حتی له ښځو هم پوښتنه شوی او په ترڅ کی یی حضرت عثمان خلیفه شوی، حضرت ابوبکر او حضرت عمر رض هم د خلګو په بیعت سره خلیفه شوی هغه هم په رضا نه په زور.
حتی حضرت محمد ص هم هیڅ کله په زوره بیعت نه دی اخیستی،او هغه چا سره یی هم دښمنی نه ده کړی چی ده سره یی بیعت نه دی کړی یا اصلا مسلمان شوی نه دی. ولی زمونږ فعال مجاهدین د طالبانو په لاس زورول کیږی، په شهادت رسیږی ، وسلی تری اخیستل کیږی او په بند محکومیږی؟ د داسی افرادو حکم به د دی آیت په رڼا کی څه وی؟
په حدیث شریف او قرآن کریم کی راځی چی:
۱ـ  د جمات امامت د لمونځ کوونکو په اطاعت پوری مشروط شوی که لمونځ کوونکی رضایت و نه لری څوک دا حق نه لری په زوره امامت وکړی،
۲ـ  د سفر په دوران کی هم  د سفر د امیر انتخاب او عزل واک کډو سفر کوونکو ته ورکړی شوی
۳ـ څوک چی د یوه قوم امامت کوی او خلګ یی پرامامت راضی نه وی پر هغه د الله لعنت دی.
۴ـ مسلمان هغه دی چی مسلمانان د هغه د لاس او ژبی له شر خویندی وی
۵ـ مسلمان ته ښکنځل کول فسق دی او هغه سره جنګ کفر
۶ـ د النساء سوری ۹۲ آیت: او هيڅ مؤمن ته نه ښايي چي بل مؤمن ووژني، مگر په خطا سره او چا چي كوم مؤمن په خطا سره وواژو نو بيا د يوه مؤمن مريي آزادول او ټبر ته ئې مسلم ديت وركول دي، مگر دا چي معاف ئې كړي، او كه هغه له داسي يوه قوم څخه وو چي ستاسو دښمن وي، خو دى مؤمن وو، نو بيا د يوه مؤمن مريي آزادول دي او كه له داسي قوم څخه وو چي په خپلو كي كومه معاهده سره لرئ، نو بيا ئې ټبر ته مسلم ديت وركول او د يوه مؤمن مريي آزادول دي، خو كه څوك ئې ونه مومي نو بيا دوه مياشتي پر له پسې روژه نيول دي، يوه الهي توبه او الله باحكمته پوه دئ..
۷ـ د النساء سوری ۹۳آیت: او څوك چي كوم مؤمن په قصد سره ووژني نو سزا ئې دوزخ دئ، تلپاته په هغه كي او الله پرې غضب كړى، لعنت ئې پرې ويلى او ستر عذاب ئې ورته تيار كړى.
او په دنیا کی قصاص پری لازم دی لکه څنګه چی د البقرة سوری په ۱۷۸ آیت کی ویل شوی.
۸ـ د النساء سوری ۹۴ آیت: اې مؤمنانو! كله چي د الله په لار كي د جهاد لپاره وځئ نو ښه څېړنه كوئ او هغه چا ته چي پر تاسو سلام اچوي؛ دا مه وايئ چي ته مؤمن نه يې، په داسي حال كي چي دنيوى مال، متاع لټوئ، نو له الله سره ډېر غنائم دي، تر دې مخكي تاسو هم دغسي وئ، خو الله درباندي احسان وكړ، نو ښه تحقيق كوئ، بې شكه چي الله په هغه څه ښه خبر دئ چي تاسو ئې كوئ؟
دلته مؤمنانو ته لارښوونه شوی چی خلکو سره په معاملی کی احتیاط وکړئ،داسی نه چی کوم مسلمان ستاسو په لاس ووژل شی. او څوک چی پرتاسو سلام اچوی د هغه په اړه بدسوچونه مه کوی او د ځورولو او وژولو څخه یی ډډه وکړئ.مبادا د غنیمت لپاره د هغه وینه توی کړئ،
نو آیا صحیح ده چی د حزب اسلامی مجاهدینو سره داسی سلوک وشی لکه څنګه یی چی طالبان کوی؟ الله تعالی د مجاهدینو په اړه فرمایی:
۸ـ د مؤمنانو غير معذور ناست كسان له هغو سره برابر نه دي چي په خپل مال او ځان سره د الله د لاري مجاهدين دي، الله دغو په خپل مال او ځان سره مجاهدينو ته پر ناستو كسانو د ځانگړې درجې فضيلت وركړى، په داسي حال كي چي الله له هر يوه سره د ښې بدلې وعده كړې، خو مجاهدينو ته ئې پر ناستو كسانو د ستر اجر فضيلت وركړى. [96]- د ده له خوا ځانگړې درجې، بخښنه او پېرزوينه او الله مهربان بخښونكى دئ..
آیا تاسو د خپل کلی چاری یو امین،مسلمان او دینی عالم ته سپاری که یو زورواک ته چی په زوره د ټولو اطاعت غواړی که څه هم ښه سړی وی؟. که په یوه کور ،جومات،کلی کی مشر  د غړو په انتخاب وی نو د هیواد په سطحه به ولی نه
وی؟
الله ج د النساء سوی په ۵۹ او ۵۸ آیت کی فرمایی:
یقینا چی الله تاسو ته د دی امر کوی چی امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او کله چی د خلګو ترمنځ پریکړه کوئ نو په عدل سره پریکړه وکړئ، بی شکه چی الله په ډیر غوره څه تاسو ته نصیحت کوی،یقینا چی الله بصیر اوریدونکی دی.
ای مؤمنانو!د الله اطاعت وکړئ او د پیغمبر او د خپلو چارواکو اطاعت وکړئ،نو که په کوم څه کی مو په خپلو کی شخړه وکړه،نو الله او پیغمبر ته ئی راجع کړئ،که پرالله او د آخرت په ورځ ایمان لرئ،دا ډیر غوره دی او دپایلی له لحاظه ډیر ښایسته.
دلته ویل شوی:
اسلام اقتدار امانت او خاوند یی خلک بولی، دا امانت د مسلمانانو له خوا اهل ته سپارل کیږی، د هر امانت اصلی خاوند دا حق لری چی خپل امانت په کومو شرایطو امین ته وسپاری، که د امین او د امانت خاوندانو ترمنځ اختلاف راولاړ شی نو منازعه به د الله کتاب او رسول سنت ته راجع کیږی.
زه مطمین یم که طالبان په انتخاباتو کی برخه واخلی د ملامحمد عمر مجاهد رأی به له ډیرو مهمو تنظیمو لوړی وی خصوصا هغه تنظیمونه چی د امریکی په ملاتړ اقتدار ته رسیدلی، دا تر ټولو ښه طریقه ده ،په دی سره به یی اجرایی ونډه له نورو ګوندو ډیره وی او حزب اسلامی سره څنګ په څنګ  کولی شی ډیر بنیادی تغیرات راولی. خپلواکی نه پس د جنګ خاتمه صرف او صرف داده چی ټول احزابو سره خبره وشی ترڅو پر یوی طرحی اتفاق وکړی، که بلفرض حکمتیار صاحب بیعت وکړی او امریکا خپل اشغال ته خاتمه ورکړی دا نورو احزابو سره به څه کیږی؟آیا هغوی څخه هم بیعت غواړی؟ که بیعت ونکړی جنګ کوی؟ آیا دا جنګ به هغه داخلی جګړی نه وی چی ځینی طالبان هره ورځ حزب اسلامی پری ملامتوی؟ څومره به دا جګړی دوام لری؟ افغان به وژل کیږی که بهرنیان؟ په دی باید پوه شو چی هر هغه ګوند چی ډیر مالی او رزمی امکانات لری همدومره لوی بهرنی ملاتړی هم لری.
امریکا په هیڅ صورت نه غواړی اسلامی ګوندونه د انتخاباتو له لاری اقتدار ترلاسه کړی،په مختلفو اشکالو ورته مشکلات رامنځته کوی،کله کله د سعودی په پیسو انتخابات په افغانستان کی حرام کړی او ځینی رهبران لکه استاد سیاف ،مجددی او استاد ربانی دیته اړ کړی چی انتخابات حرام وبولی او کله یی د خپلی فایدی لپاره د حل لار وبولی!!

حبیب الرحمن حکمتیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x