هند ولي د ذاکر نایک پر دفترونو چاپه اچولې؟ دايي دلایل دي!

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): تېره ورځ هندي ځواکونو د مسلمان مشهور دعوت ګر ډاکټر ذاکر نایک پر لسو دفترونو چاپه واچول او پریکړه یې کړې چې د نوموړي د مرستندویه موسسې (اسلامي ریسرچ فاونډیشن) ټول مکتبونه به د حکومت له خوا ضبطیږي او اداري چاري به یې نور حکومت پر غاړه اخلي.

ډاکټر ذاکر نایک په هندوستان، منځني اسیا، منځني ختیځ، جنوب افریقا، اروپا او امریکا کې مشهور شخصیت دی چې د هندو مذهب په شمول د نورو ادیانو سره د اسلام په اړه مناظرې کوي او د اسلام مبین دین ته په هندي او انګریزي ژبي دعوت کوي.

د هندي ځواکونو له لوري پر نوموړي بندیز او د هغه پر مکتبونو باندي چاپې د لاندي تورونو پر اساس شوي:

۱- د روان کال ۲۰۱۶ په جولايي میاشت کې د بنګلدیش هیواد په پلازمینه ډهاکه کې په یوه دیپلوماتیکه سیمه کې وسلوالو برید وکړ چې له امله یې لږ تر لږه شل کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.
د بنګلدیش حکومت پر ډاکټر ذاکر نایک تور پوري کړ چې د بریدګرو څخه د یوه تن په فیسبوک پاڼه کې داسي شواهد موندل شوي چې ګواکي هغه د ډاکټر ذاکر نایک د وینا څخه متاثره شوی وو، ځکه چې هغه «پوسټ» کړی وو چې د ذاکر نایک وینا یې خوښيږي.

۲- ځیني هغه ځوانان چې د کال ۲۰۱۶ په پيل کې له بمبئ ښار څخه عراق او سوریه ته تللي او د هلته د داعش تر څنګ جنګیږي، په اړه یې حکومت تور پوري کړی چې کیدای شي هغوی د ډاکټر ذاکر نایک د ویناو څخه متاثره شوي وي.

باید وویل شي چې د ذاکر نایک هر کال په سلګونو مساجدو، تلویزوني پروګرامو او عامو جلسو کې ویناوي کوي چې د نوموړي په وینا کله یې هم د بې ګناه مسلمانانو د وژلو درس چاته نه دی ورکړی، بلکي تل یې خلک د میني او سولي طرف ته را بللي دي.

نوموړي ویلي چې زما ویناوي خو په زرګونو کسان اوري او خوښوي یې ، د هغو ټولو د غیر قانوني کړنو مسؤولیت خو ماته نه راجع کیږي.

د یادوني وړ ده چې له کله نه په هندوستان کې د هندو سخت دریځي «نریندرا مودي» حکومت راغلی، په دغه هیواد کې د مسلمانانو پر ضد حکومتي چلند سخت شوی او مسلمانان په یوه او بل نامه زورول کیږي. خو په مقابل کې هندي سخت دریځو تنظیمونو ته لاره هواره کړې چې د مسلمانانو او عیسایانو سره خپل تعصب وپالي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د