نړۍ

امریکا: په افغانستان کې وژل شویو عسکرو ته د قدر په سترګه نه کتل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د بګرام په هوايي ډګر کې د وژل شوي یوه امریکايي عسکر پلار وايي چې په ټولنه کې قرباني شویو عسکرو او د هغوی کورنۍ ته د قدر په سترګه نه کتل کیږي، نوموړي د امریکا (سي بي ایس) نیوز تلویزون ته په مرکه کې وویل د جنازې د انتقال پر مهال خلکو باندي چیغي ووهلي او جنازې ته یې بې احترامي وکړه.

د امریکا د کالیفورنیا ایالت څخه جون پیري (Sgt. John Perry) د بګرام په هغه پيښه کې ژوند له لاسه ورکړ چې د رواني میاشتي پر (لړم ۲۲مه) را منځته شوه او د امریکايي سرچینو په حواله څلور امریکایان په کښي مړه او ۱۷ نور ټپیان شول.

د نوموړي پلار وویل چې زما زوی د خپل هیواد لپاره ستره قرباني ورکړه، که مي زوی د سرتیري بریدګر مخه نه وای نیولې، تر سل به یې زیاتو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې وای.

باید وویل شي چې د طالبانو یوه سرتیري بریدګر پر امریکايي عسکرو هغه مهال چاودنه وکړه، کله چې هغوی د پخوانیو جنګیالیو د لمانځني په موخه را غونډ شوي وه.

نوموړي وویل کله چې مونږ د وژل شوي عسکر جنازه هیواد ته انتقالوله، د جنازې په وجه پرواز د لږ ځنډ سره مخ شو، چې له امله یې په الوتکه کې د لومړۍ درجې مسافرو پر دوی چیغي ووهلې او احتجاجا یې دوی او جنازې ته بې احترامي وکړه.

نوموړي د نوي منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ انتخاباتي ویناوو ته په اشاره وویل چې هغه هم ورته احترام نه لري.

د یوه پاکستاني مسلمان عسکر «حیدرخان» د کورنۍ په وینا ټرمپ د هغه او د هغه د کورنۍ قرباني ته سپکاوی کړی او په ټیټه سترګه یې ورته کتلي. حیدرخان په عراق کې وژل شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x