ګیلاني: د داعش د ملاتړ له کبله افغان دولت په نړۍ کې اعتماد بایللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ملي یووالي ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني یو ځل بیا په افغان حکومت نیوکې کړي چې د داعش پټ ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې د دولت په داخل کې داسې کړۍ شته چې داعش تقویه کوي.

نوموړی وايي چې د داعش د ملاتړ له کبله د نړۍ ډیرو هیوادونو په افغان حکومت خپل باور او اعتماد بایللی او په وینا یې له همدې کبله د روسیې او ایران سره د طالبانو اړیکي نږدي شوي دي.

ښاغلي ګیلاني له طلوع تلویزون سره په خبرو کې ویلي چې داسې شواهد په لاس کې لري چې په زابل کې دولتي چورلکې داعش ډلې ته خوراکي توکي پراشوټ کوي او تر دې وړاندې یې د ننګرهار په تورغره کې جنګیالي ښکته کړي دي.

نوموړی وايي چې د نړۍ او طالبانو په اړیکو کې له وروستيو تحولاتو څرګندیږي چې د ولسمشر اشرف غني هغه پالیسي سمه نه وه چې پر اساس یې له پاکستانه غوښتل چې په طالبانو فشار راوړي او د سولې په خبرو کې يې ټول ترکیز په دې هیواد و.

د هغه په نظر په طالبانو باندې د پاکستان فشار د دې لامل وګرځېد چې طالبانو ته د نورو هیوادونو دروازې خلاصې شي.

ښاغلی ګیلاني وايي چې د نړۍ له هیوادونو سره د ښو اړیکو په ټینګولو طالبانو وښودله چې نه تنها د پاکستان تر تاثیر لاندې نه دي بلکې غواړي چې له ټولې نړۍ سره یوشان اړیکي وساتي.

نوموړی زیاتوي چې طالبانو په دې لړ کې چین، روسیې او اروپايي هیوادونو ته سفرونه کړي او په دغو هیوادونو کې یې ښه استقبال هم شوی دی.

سید اسحاق ګیلاني د طالبانو هلې ځلې «هوښيارانه لوبه» ګڼلې او ویلي یې دي چې طالبانو نړیوال په دې قانع کړي چې د افغانستان له پولو هاخوا د نورو هیوادونو په چارو کې هیڅ علاقمندي نه لري او په وینا یې همدا لامل دی چې طالبانو د نړۍ توجه د ځان پر لور اړولې ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د