ټولنیزه برخه

دعلم فلک (فلکیات) ضرورت او اهمیت

قاري احسان

دپخوا زماني څخه انساني فطرت دهغو کایناتو دراز دمعلومه ولو هڅي کوي، کوم چي تر اوسه يي نه پیږندل، څومره چي انسان دکایناتو په اړه لا زیات معلومات ځان ته حاصله وي، پر هغو بسنه نه کوي، بلکي نور لاهم ددې په هڅه کي دی چي لا دهغو کایناتو په راز ځان خبر کړي، کوم چي يي تر اوسه نه دي پیږندلي، لکله څخه چي انسان خپل شعور سنبال کړی دی له هغه وخته بیا تر اوسني جدید (دټکنالوجي) عصره پوري مسلسل دنویو اجاداتو او معلوماتو په هڅه کي لاله هاند دی، تر څو چي انسان کوشش کوي، نوي نوي اجادات او معلومات تر لاسه کوي، نور لا دې نتیجي ته رسیږي چي ددې ټولو کایناتو تر شا دیو داسي هستۍ راز مضمر دی چي تر هرڅه بالا تر دی.

علم فلک (Astronomy)یو له هغو علمونو څخه دی چي په مختلفو وختونو کي له ډیر پخوا نه انسان ورسره اشنا او کار يي تیرنه اخیستی دی، کله چي پر اسمان د انسان سترګي لګيدلي، له هغه وخته انسان علم فلک ته خپل ضرورت حس کړی دی.

کله چي بیا دمسلمانانو دور راغلی هلته دوخت خلفاو نور هم دې علم توجه زیاته کړه، ځکه چي اسلامي شعائر لکه لمونځ، روژه، حج، زکاة او نور ډیر عبادتونه دعلم فلک سره اړه لري، او داسي نور ضرورتونه هم سته چي انسان په یو نه بل ډول علم فلک ته اړتیا درلوده.

نو ځکه مسلمان فلکدانو علم فلک ته ډیر اهمیت ورکړ، کتابونه يي پري ولیکل، دنورو ژبونه نه يي عربي ډیری مواد وژباړل، او خاص اختراعات يي په کي وکړل، نوي قوانین او اصول يي وضع کړل، ډیری ستوري او دهغوی خواص يي کشف کړل.

په 132 هـ = 750م کي چي کله دعباسیانو دور راغلی خلیفه هارون رشید دخلافت په وخت کي دبیت الحکمة په نامه سره په بغداد کي یو لوی کتابتون جوړ کړ، په دې کتابتون کي يي دعلم تنجیم، علم فلک، علم طب، هندسه، الاهیات او علم ادب ته ډیره توجه ورکړه.

مامون په خپل وخت کي بیا پر بیت الحکمة دوه سوه زره دیناره صرف کړل، تر دې پوري چي دا یو علمي مجمع او یو لوی فلکي رصدګاه وګرزيده.

ابن خلدون لیکي چي اسلامي نړۍ ددې معهد علمي پوره وړي ده.

خو علم فلک که په دیني او عصري درسګاهو کي څومره ضروري او اړین علم دی، همدومره بیا له ډیره وخته صرف نظر، مجهول او له پامه هم غورزېدلی دی، مناسب داو چي دخپلو اسلافو پر پله مو پل اېښی وای او دې علم ته مو نوره هم ترقي ور بخښلي وای، زیات کار خو پري کړی وای، بلا کتابونه مو ورباندي لیکلي وای، خو په ډیر تاسف سره زموږ دغفلت له امله داسي ونه سول.

بیا هم په اوسني وخت کي لیدل کیږي چي دګوتو په شمیر علماو او پوهانو علم فلک ته مخ کړی دی، په علمي درسګاهو کي کله کله لنډمهاله دوري ورباندي کیږي، له دي سره دلیکني په باب کي هم څه ناڅه کتابونه ورباندي لیکل سوي دي، خو پشتو ژبه لکه په هره برخه او هر علم کي چي ډیره مسکینه ژبه ده په ځانګړي ډول دعلم فلک برخه يي بېخي تشه پاتيده.

علم فلک که په انساني ژوند کي ډیري فایدي لري لكه په کون کي دډیری هغه کایناتو انکشاف او فهمیدل کوم چي انسان په ژوندانه کي اړتیا ورته لري، او دهغه څه زده کړه چي روزمره انسان ورسره مخامخ کیږی، او داسي نور په فضا کي دټولو هغو تغیرات پژندل چی پر انساني ژوندانه اغیز لري.

خو په ایماني او عقیدوي لحاظ هم ډیر اړین او مفید علم دی، الله رب العزت فرمايي: {أَوَلَمْ يَنْظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ } [الأعراف: 185] له [ملکوت السماوات] نه لمر، سپږمۍ، ستوري، ورېځي او کهکشانونه مراد دي، له [الارض] نه بیا په زمکه کي دالله دقدرت نشانې لکه دریابونه، غرونه، حیوانات وني او داسي نور هغه مختلف شیان چي په زمکه کي موجود دي ترینه مراد دي.

په روښتیا هم چي کله یو ځل دانسان اښنايي له علم فلک سره راسي هلته به يي دالله پر وحدانیت عقیده نوره هم مضبوطه او پخه سي. که دعلم فلک غرض یوازي دعقیدي مضبوطول او درب کاینات پیژندل وبولو هم لیري به نه وي، بل لا دا چي علم فلک یو ډیر جالب او خوږ علم دی که څوک ورباندي پوه سي نو بیا به تري شاته نسي.

2016-11-19

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x