شعـــــرونه

غزل/ عصمت الله بشام

چې د ﻋﻤﺮ ﭘه آﺳﻤﺎﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﺩ ځﻮﺍنی ﺳﺘﻮﺭی ﺭﻭښاﻥ ﺑﺎﻧﺪي ځلېږي

ﻣﻪ ﮐﺮﻩ ﺩ ﮊﻭﻧﺪ ﭘه ځﻤﮑﻪ ﺳﺘﺮ ﻋذﺍﺏ ﺧﭙﻞ
ﺩ ﻣﺮګ څړﯾﮑﻪ ﭘه ﺟﻬﺎﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﺩ ﺗﻘﻮﺍ للمې ﺍﻭﺑﻪ ﺩي ﮐړﻩ ﭘﻪ ﺍﻭښکو
ﺗﻞ ﺭﺣﻤﺖ ﺑﻪ ﺩ ﺳﺒﺤﺎﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﺩ ﺛﻨﺎ غوټه ﺩې ﻏټه ﮐړﻩ ﺟﺎﻧﺎﻧﻪ
ﭘﻪ ﻟﺤﺪ کې څرﺍﻏﺎﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﺩې ﺩﻧﯿﺎ کې چې ﮐﻮښښ ﺩ ﺍﺯﻣﻮﻥ ﻭﮐړې
ﻧﺘﺎﯾﺞ ﻣﺤﺸﺮ ﻣﯿﺪﺍﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﻧﺒﻮي ﺧﻠﻖ ﮐړﻩ ﺍﺧﺘﯿﺎﺭ ﺩ ﻭخت آﺩﻣﻪ
ﺳﺘﺎ ﺧﺼﻠﺖ ﺑﻪ ﮐﻬﮑﺸﺎﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﺍﺧﺘﻼﻑ ﻧﻪ ﻻﺱ ﭘﻪ ﺳﺮﺷﻪ ﺍﻗﺪﺱ ﺻﻒ کې
ﺍﺗﺤﺎﺩ ﺑﻪ ﺧﺮاﺳﺎﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﮐﻪ ﺑﯿﺪﺍﺭ ﻟﻪ ﺗﺴﺎﻫﻞ ﺧﻮﺏ ﺷﻮې ﺯﻟﻤﯿﻪ
ﺻﻤﺼﺎﻡ ﺳﺘﺎ ﺑﻪ په ﺟﻬﺎﻥ ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ﺩ ﺑﺸﺎﻡ ﺩ ﺯړﻩ ﺧﻮږ ﺭﺍﺯ ﺩ ﺷﻌﺮ په ﮊﺑﻪ
ﻟﮑﻪ ﺷﺒﻨﻢ ګلستان ﺑﺎﻧﺪې ځلېږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x