شعـــــرونه

غزل-مسلم یار

ژونـد مـې د ټـول عـمر آرمـان پــوره کړو
ژوند مې يو سوال په دې جهان پوره کړو
زه خـو سـاده وم پـه هيـڅ نـه پـــوهېدم
ژوند مې د عقل ټول داستـان پـوره کــړو

مامـې د خـولـې نه آه ويستلی نه شـو
ژوند مې دا کار ډېر په اسان پـوره کــړو

زمــا بــه څومــره غيبــتونــه کــــوي
ژوند زما ثواب ټول په جانان پوره کــړو

خاورو ته ځي بيا ښکلې، ښکلې ځوانۍ
ژوند نن ژوندون پـه يو اعـلان پـوره کــړو

بشـر دوسـتان دى هم خبـر وي ګـــوره
ژوند قتل عام ټول په افغان پــوره کـــړو

ژونـده دستا د مينــې حــق خـو ګــوره
د(مسلم يار) څيرى ګـريوان پـوره کــړو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x