fbpx

آخر دوی ته کوم ډول اسلام د منلو دی؟؟؟

ق س زرمتی

څو کاله وړاندې چې د کفري دنیا ۴۸ هیوادونو د ۲۱ منطقوي ظاهرا اسلامي هیوادونو په استخباراتي مرسته او د نړۍ د پاته هیوادونو په ملاتړ او موافقه په افغانستان پوځي برید وکړ نو خپل جنګ ته یې د (القاعده) د ختمولو د عملیاتو عنوان ورکړ.

یرغلګرو کفارو او ورسره حلیفو منافقانو یې ویل چې دوی د قاعدة الجهاد په نوم د هغه جهادي تنظیم په خلاف جنګ پیل کړی چې په نیویارک او واشنګټن باندې په حملو سره یې شاوخوا دری زره امریکایان وژلي دي. خو زموږ د کلي سردار اکا ویل چې دا کافران دا القاعده القاعده ځکه په خوله کې اړوي چې کوم مسلمان یوازې کلیمه او( قاعده بغدادي) ویلي وي هم والله که یې په آرام پریږدي. د سردار اکا مطلب دا و چې د الف ، با ، تا ویوونکي ټول د کفر د یرغل او دښمنۍ هدف دي یوازې هغه څوک به له برید څخه په امن وي چې د الفبا په ځای ABCD ته تمایل لري او د غرب فکر او عقیده یې په اخلاص منلې وي.

اوس چې دې روان وضعیت ته ګورم خبره رښتیا هم په هماغه ډول روانه ده چې سردار اکا یې پیش ګویي کړې وه. د نړیوال کفر او محلي طاغوتیانو جنګ یوازې د القاعدې او طالب په ضد نه دی بلکې هر د کلمة التوحید ویونکی او د اسلام داعي د دوی د دښمنۍ د غشو هدف دی.

تبلیغیان یاد دعوت او تبلیغ د خوځښت لارویان هغه خلک دي چې په نړیواله کچه د عدم تشدد مثالونه بلل کیږي. د دوی په اړه مشهوره ده چې که څوک یې په ډبرو هم وولي دوی ورته جزاک الله او ماشاءالله وایي. دوی په دې سربیره چې هیڅ پوځي فعالیت یاد جنګ اراده نلري کړنلاره یې د سیاسي مبارزې او تمایلاتو له فکره په بشپړ ډول خالي ده. د دوی یوازینی کار فقط د الله تعالی بندګي او خلک په نرمه لهجه د الله تعالی دین ته رابلل دي.

خو څه موده وړاندې مې یو راپور ولوست چې حتی د ځینو اسلامي هیوادونو په پوهنتونونو او تعلیمي ادارو کې د جماعت تبلیغ په فعالیت بندیز لګول شوی دی او هغوی د ځوانانو د افکارو په تحریفولو ګرم پیژندل شوي دي.

اخوان المسلمین یو نړیوال اسلامي خوځښت بلل کیږي. په تیره پیړۍ کې په اسلامي نړۍ او خصوصا عربي هیوادونو کې د کمونیستي فکر د مخنیوي په لاره کې د دې خوځښت کارنامه د یادولو وړ ده. اخوانیانو له رسمي دريځه په اسلامي هیوادونو کې مسلحانه مبارزه مصلحت نه باله اما سوله ایزه سیاسي مبارزه یې خپل حق باله. د مصر اخوانیانو تر وروستۍ کچې تنزلات وکړل تر څو که د سیکولر نړیوالو او هیوادنیو مخالفینو په وړاندې د منلو وړ وګرځي. خو کله چې یې په پوره سوله ایزه توګه او د غربي دموکراسۍ په ترازو برابر انتخابات وګټل بیا هم د کفارو او د هغوی د اجیرانو لخوا ونه زغمل شول او په ډیر ظلم یې له واکه راوغورځول.

اخوانیانو په نړیواله کچه د سیاسي هڅو له ناکامۍ وروسته په خپله برنامه له سره کتنه وکړه، دوی له بره ښکته خوا ته د اصلاح په ځای له ښکته پورته خواته د اصلاح فارموله مطرح کړه او په دې ډول یې په نړیواله کچه خپل سیاسي تحریکونه په غیرسیاسي اصلاحي تحریکونو بدل کړل تر څو په اجتماع کې کار وکړي او نسلونه وروزي.

د ګڼو نورو هیوادونو په شان په افغانستان کې د اخوانیانو دغه نسخه دجمعیت اصلاح په شکل کې رامیدان ته شوه. جمعیت اصلاح له سیاسته ځان لرې ونیو او ټولنیزې اصلاح ته یې کار ووایه. تربیوي پروګرامونه، ټولنیز خدمات او ددین تبلیغ یې ټولنې ته وړاندې کړ.

مګر همدغه جمعیت اصلاح چې تراوسه یې د سیاست کومه خبره په خوله نه ده راوړې له ټولې نرمۍ او تنزلاتو سره سره بیا هم د افغاني سیکولرانو لپاره د زغم وړ نه دي. د هشت صبح غوندې غرب پروره ورځپاڼې څو ځله په دې ډله تر ټولو زهرجن ګوزارونه کړي او د ودان افغانستان د سیکولر ګوند مشر محمدیار خو جمعیت الاصلاح ته داسې له قهره ډک دی چې ددې اسلامي ډلې د له منځه وړلو لپاره یې سم میډیایي کمپاین په لاره اچولی او بیا بیا یې په دې اړه لیکنې کړي دي.

همدا نن مې خبر تر سترګو شو چې د هند او بنګله دیش حکومتونو د مشهور مسلمان داعي ډاکټر ذاکرنائیک په تحقیقاتي مرکز بندیز لګولی او د نوموړي په اړه یې د سختو اقداماتو ګواښ کړی.

دلته د ښاغلي ذاکر نائیک په افکارو او نظریاتو خبره نه کوو دا چې د هغه ځیني نظریات د نقد وړ دي دا بیله موضوع ده خو دومره وایو چې نوموړی یو مشهور مسلمان دعوتګر دی ډير خلک یې اسلام ته رابللي او په هند کې د اسلامي دعوت سمبول بلل کیږي. ذاکر نائیک خپل دعوتي پروګرام د مجبوریت له مخې د معاصر نړیوال وضعیت له غوښتنو سره سم عیار کړی. هغه د اسلامي لباس په ځای ډیر ځله له غربي لباس نیکتایي او پتلون څخه استفاده کوي. له دې امله چې د تروریزم تور ورباندې ونه لګیږي خپل تیلویزوني چینل ته یې د ( سولې ) نوم ورکړی دی. هغه غیر مسلمانانو سره هم خورا له نرمۍ ډک چلند کوي او حتی په لویو غونډو او مناظرو کې هندو او بودایي ته ورور وایي.

خو له دې ټول نرم چلند سره سره ذاکر نائیک بیا هم نړیوال کفر ته د زغمولو وړ نه دی او هڅه کوي دوسیې ورته جوړې کړي، د فعالیتونو مخې ته یې خنډ واچوي او په پای کې دغه د اسلام سوله ایز غږ هم خاموش کړي.

سړی چې دا وضعیت ته ګوري نو پوښتنه ورپیدا کیږي چې بالاخره معاصرو طاغوتیانو او محلي اجیرانو ته یې کوم ډول اسلام د منلو وړ دی ؟؟؟

هغوی چې غیر مسلح او تسبیح په لاس تبلیغيان نه شي زغملی، هغوی چې د ( سلمیه سلمیه ) شعار په خوله دموکرات اخوانیان تر ټانګونو لاندې کوي. هغوی چې د ذاکر نائیک د سولې او بردبارۍ پیغام په ستوني کې ورخپه کوي او نه یي شي زغملی نو تردې زیات تنزل او نرمي خو نور نو په اسلام کې نه ځاییږي. آخر دغه د اسلام دښمنۍ له احساسه ډک نړیوال له مسلمانانو څه غواړي !!؟؟

د کفارو دغه سخت دریځي او نه تحمل ثابتوي چې د دوی په وړاندې ټول جهادي او مسلح خوځښتونه برحق اوټوپک ددوی د دښمنۍ یوازینۍ علاج او مناسب ځواب دی.

که کفار او منافق ملګري یې په دې باور وي چې دوی به په مسلمانانو داسې اسلام ومني چې هغه د کفر او اسلام امتزاج وي نودا هیڅ امکان نلري. کفر او اسلام د اور او اوبو په شان د یوه بل سره په تضاد کې واقع دي چې هیڅکله یې امتزاج او په یوه قالب کې ځای کیدل امکان نلري. د انسان عقیده او عمل به یا اسلامي وي او یا کفري. دریم احتمال په کې نه ځاییږي.

د حل وروستۍ لاره

روان حالت ته په پام سره باید مسلمانان په دې پوه شي چې کفار یې د اسلام په هیڅ حالت کې هم نه پریږدي او په هر حال کوښښ کوي چې هغوی له واقعي اسلام څخه لار بیلولو ته مجبور کړي. نو بناء مسلمانانو ته دوه انتخابه په مخکې پراته دي. یا به د کفارو غوښتنو او فشار ته غاړه ږدي چې په دې صورت کې مؤمنان نه شي پاته کیدلی ځکه ایمان او کفر یا حق او باطل دواړه یو ځای نه شي سره اوسیدلی. او یا به هم د هغوی په مقابل کې جهاد کوي د هغوی برلاسي به ماتوي تر څو هغوی په خپله برخه قناعت ته مجبور کړي او مسلمانانو ته د خپلې عقیدې دپاللو او خپرولو فرصت مهیا شي.

څرنګه چې دوهمه لار له کفر او ذلت څخه د نجات لاره ده باید مسلمانان همدا لاره اختیار کړي چې هغه د کفارو په مقابل کې د جهاد او په وسله، قلم او ژبه سره دریدل دي.

اصلا که موږ دقیق وګورو د جهاد فلسفه هم همدا ده چې د جهاد په برکت د کفارو زور مات شي او که هغوی یومخ مغلوب نه شي لږ ترلږه خو په مسلمانانو د ظلم او بادارۍ جرأت ترې واخیستل شي. د لاندیني آیت په تفسیر کې مفسرین کرام همدې مطلب ته اشاره کوي. الله تعالی فرمایي: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَيَكُونَ الدِّينُ لِلَّهِ. . البقره ۱۹۳. المراغي په خپل تفسیر کې لیکي: وقاتلوهم حتى لا تكون لهم قوة يفتنونكم بها فى دينكم ويؤذونكم في سبيله ويمنعونكم من إظهاره والدعوة إليه، (ويكون الدين لله) أی ويكون دين كل شخص خالصا لله لا أثر لخشية غيره فيه، فلا يفتن بصده عنه ولا يؤذى فيه ولا يحتاج فيه إلى مداهنة ومحاباة أو استخفاء ومداراة.

یعني له کفارو سره تر هغه وخته جنګ وکړئ تر څو له هغوی سره ددې ځواک پاته نه شي چې تاسو د هغه په مټ په خپل دین کې په فتنه کې واچوي یا درته ضرر ورسوي یا مو د خپل دین له اظهار او دعوت څخه منع کړي او تردې چې د هر چا دین خالص لله وګرځي او په هغه کې له هیچا ویره ونلري چې بیا د خپلو دیني امورو څخه نه بند کړای شي نه وځورول شي او نه د خپلو دیني امورو په اجراء کې چاپلوسي، تساهل، پټوالي او مدارات ته مجبور شي.

د قران کریم آیت (ودوا لو تكفرون كما كفروا فتكونون سواء) او عیني تجربې یوازې همدا خبره کوي چې کفار مو تر هغو نه پریږدي تر څو یې له اسلام څخه اړولي نه یاست. نو په دغسې حال کې یوازینۍ د خلاصون لاره د کفارو زور ماتول او اسلامي صلابت ورښودل دي تر څو خپل حد وپیژني او موږ ته په خپل اسلام کې له لارښوونو لاس واخلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

زرمتیه وروره الله هیڅچاته اجازه نه ورکوی چه دځانه قانون جوړکړی الله خپل هدایت انسانانو ته رااستولۍ دۍ چه قرآن دۍ جهاد په قرآن کی فرض دۍ دادپاکستان تبلیغی جماعت چه دجهاده منحرف دی انګریزانو جوړکړۍ دۍورسه وګوره کم تبلیغی مرکزونه چه په پاکستان کی جوړسوی دی دمصارفو پو ښتنه یی وکه چه دکمه ځایه سوی دی وخبرو ته یی غوږ وه نسه وګوره چه دقرآن یو امر هم کی سته الله فرمایی ته نصیحت وکه په قرآن هغه چاته جه زمادوعدی بیریږی(۵۰ق ۴۵)دوی خبری کوی چه داپه پلانی حدیث کی دی رسول الله فرمایی هر حدیث چه دقرآن مخا… نور لوستل »