شعـــــرونه

غزل/ محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

دکفر روح دکافرانو له ځانونو ووځي
داسلام روح دملایانو له ځانونو ووځي

بت شکني ته دې که قصدوي خودشکن شه اول
چې خودپرست بت شکن سوی له اورونو ووځي

موسی فرعون او محمد ابوطالب لوی کړی
رڼا اکثر ګوره له تیږو له اورونو ووځي

څوک چې ملا ته تنګ نظری وایي خدای ته وایي
دملا امر دمولا له ایاتونو ووځي

که نجاشي انصار پیدا کړي داسلام اصحابان
له کلیساوو نه به غږ دتکبیرونو ووځي

شمعو دغاړې پړي ورکړل دلمبو په لاس کې
لکه موږه اوښکې، اوښکې له ځانونو ووځي

بسمل دې تا په وړاندې شمعه شمه خوله مې نه وي
سوالونه اوښکې شي دسترګو له کونجونو ووځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x