نړۍ

هندوستان: د رېل ګاډي د اوښتلو په پېښه کي د مرګ ژوبلي کچه ۲۷۵ تنو ته ورسیده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د هندوستان د اتر پردېش ایالت په کانپور ولسوالۍ کي د مسافر وړونکي رېل ګاډي د اوښتلو په پېښه کي ۱۱۵ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات ټپیان دي.

له راپورونو سره سم دا پېښه د هندوستان په وخت د سهار په اوه نیمو بجو د پوکریا په سیمه کي را منځته شوې ده .

ویل کېږي چي دا مهال هم ګڼ شمیر کسان د رېل ګاډي په ډبو کي بند پاتي دي، د هند ژغورنکي ټیمونو د دوی په را ایستلو لګیا دي . ځايي چارواکي وايي چي کیدای شي د مړو او ټپیانو شمیر نور هم زیات شي . . د هندوستان حکومت د پېښي علت له پټلۍ څخه د رېل ګاډي اوښتل ښودلي دی، د دې هېواد لومړي وزیر مودي په خپل ټویټر کي په پېښه خواشیني ښودلې او ویلي يې دي چي د دې پېښي عاملینو ته به درنه سزا ورکړي، همدا رنګه نوموړي اعلان کړي چي د پېښي له قربانیانو سره به نقدي مرستي وکړي .

د یادوني وړ ده چي د هند د رېل ګاډو سیستم د لسګونو کلونو پخوانی دی، د دې هېواد د رېل ګاډو پټلۍ هم له کاره په لوېدلو دي، له همدې امله اکثره وخت په هند کي د رېل ګاډو د اوښتلو پېښي را منځ ته کېږي. تېر کال هم په اترپردېش ایالت کي د رېل ګاډي د اوښتلو په پېښه کي ۳۹ تنه مړه او تر ۱۵۰ زیات ټپيان شول.

ویل کېږي چي په هند کي هره ورځ تقریبا ۳۳ میلیونه خلګ په رېل ګاډو کي سفرونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x